ګران ورور شاهدمحمود وقار د پوهنوال دکتور دل آقا وقار زوی د ۱۳۶۹ لمريز لېږديز کال د تلې د مياشتې په ۲۳ نېټه د خيبر پښتونخوا د نوښار د سيمې اړوند د پبو په سيمه کې د کډوالۍ او بې وطنۍ په چاپېريال کې په يوه اسلامپاله او روڼ اندې کورنې کې سترګې غړولې دي.
له آره د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ د شمشپور د کلي اوسيدونکی دی، چې دمګړۍ يې کورنۍ د ننګرهار پوهنتون د استادانو په فاميليو کې استوګنه ده.
د کمونيستي رژیم له ماتې او د مجاهدينو له بریا وروسته له خپلې کورنۍ سره وطن ته را ستون شو. پلار يې تر دې دمه د ننګرهار په پوهنتون کې د استادۍ په سپيڅلې دنده بوخت دی.
شاهد محمود په کال ۱۳۷۳ ل.ل. خپلې لومړنۍ زده کړې پيل کړې، او منځنۍ زده کړې يې د ننګرهار په عالي لېسه کې سرته ورسولې، دلېسې له مهاله يې له ليکوالۍ سره مينه لرله، په کال ۱۳۸۶ ل.ل د نوموړې لېسې څخه په اعلی درجه فارغ شو، د لېسې له زده کړو سره سره الله تعالی پرې د قرآن کريم د حفظ پېرزوينه هم وکړه.
د لېسې د فراغت څخه وروسته يې د څو مياشتو لپاره په پېښور کې د امام ابو حنیفه رحمة الله علیه په دار المعلمین کې د عربي ژبه ولوسته، د کانکور په ازموينه کې د پولي تخنیک پوهنتون د برېښنا څانګې ته بریالی شو. له يو سمستر څخه وروسته يې د ځینو مشکلاتو له وجې نوموړی پوهنځی پرېښود.
په کال ۱۳۸۷ ل.ل د اسلام آباد نړېوال اسلامي پوهنتون د اقتصاد پوهنځي ته بريالی شو، چې دا مهال يې زده کړې جریان لري.
نوموړی د دیني او دنيوي زده کړو يو ښکلی امتزاج لري، وقار په عین وخت کې د قرآنکریم حافظ، د پام وړ ديني مطالعې لرونکی، د اقتصاد د پوهنځي زده کړيال او د پښتو ژبې ليکوال او ژباړن دی، پر پښتو سربېره په دري، عربي، انګليسي او اردو ژبو هم خبرې کولی شي. . دا مهال د (څړيکه) په نوم بلاګ کې درنو هېوادوالو ته ليکنې وړاندې کوي.
شاهد محمود د ليکوالۍ پیلامه کې خورا په زړه پورې ژباړې کړي چې بې له شکه په راتلونکي کې د ډېرو ګټورو ژباړو تمه ترې کېدای شي.
په پای کې د لوی څښتن تعالی دربار ته د دعا لاسونه لپه کوم تر څو شاهد محمود ته په راتلونکي کلتوري او پوهنيز ژوند کې لا سترې برياوې ورپه برخه او بلاګ يې د وتلو بلاګونو په کتار کې راولي، بويه که دین او وطن ته د خدمت مصدر وګرځي.
په همدې هيله
ليکوالي يې تانده او ژوند يې سوکاله!
ذاکر جلالي