د افغانستان لویشت لویشت خاوره د اشغال او استعمار پر ضد د جهاد او الله اکبر نارې وهي.
زما کلی او زما کلیوال هم ددغه کاروان مله دي. دا ېې حق دی چې آزاد وي، دا ېې حق دی چې د خپل واک او خپل اختیار وي، دا ېې حق دی چې د خپل پرمختګ ټولې ممکنه لارې پخپل لاس کې واخلي؛ کچیرې ېې څوک نه ورکوي، د هر ډول تاوتریخوالي منځته راتګ د دوی انتخاب او د دوی د هدف لاسته راوړلو لار بللی شم. او وحشي اشغالګر باید دغه ټکی په یاد ولري چې دا ولس میړنی دی او د میړني تاریخ جوړونکي همدوی دي.
زما ولس هره ورځ قرباني کیږي، له هر لوري پرې ګوزارونه کیږي، هیڅوک ېې په ارام او د پرمختګ په لور نه شي زغملای. هره خوا ېې تر خپله وسه وژني، رټي او له صحنې ېې بیرون را کاږي.
یو مو مسجدونه او مقتدیان شهیدانوي، باغونه او کلي راته په بمونو سوزوي؛ بل مو د علم او پرمختګ ډیوه په یوه او بله بانه را ته وژني، ولس ته مې نا امني او شرارت راوړي. یو ورور مې د طالب په نوم وژل کیږي او بل مې د ډاکټر، انجینر او جاسوس په نوم قتل کیږي.
دغه نامقدسه لوبه کلونه کلونه زموږ پر ولس تپل شوې او دا مظلوم ولس ېې قرباني کیږي.
پرونۍ پیښه ددغه ناورین یو ښکاره مثال دی. چې څنګه دواړو اړخونو زموږ د ولس په تباهۍ پسې را اخیستې ده.
زه د دغه فاجعې او د دغه تاریخي پیښې ټولو قربانیانو هغه که شهیدان دي، د فردوس جنت غوښتنه ورته کوم او که ټپیان دي د بیړنۍ روغتیا هیله ورته کوم او که کور کلی ېې سوزیدلي دي د همتناکو مټو او بیا رغاونې د همت غوښتنه ورته کوم.
د شهیدانو کورنیو ته د لوی صبر غوښتونکی یم، او د سیمې د ځوانانو حوصلې لوړې او ګامونه ېې ثابت غواړم.
الله پاک ج د زر تر زره زموږ ولس له دغه اشغال او استعمار څخه خلاص او پخپل لوی حکمت سره یو ښه اسلامي او سراسري ولسي نظام په ټول هیواد واکمن کړي.
په پوره درنښت