دودپاله افغاني ټولنه د ژوند د نورو برخو په څیر ځانګړي اختریز دودونه هم لري.
د هیواد په جنوب ختیځ کې له ډیورنډ پولې سره پر کرښه پروت سرحدي ولایت خوست چې ټول اوسیدونکي یې پښتانه دي، تر ډېره ځایه پرې سیمه ییزدودونه حکومت کوي.
اوسیدونکي یې په اخترونو کې هم داسې دودونه پالي چې ځوانان یې ردوي او ترې تنګ دي.
د خوست د مندوزیو ولسوالۍ اوسیدونکی ګل ولي شاه وايي، په خوست کې یو دود دا دی چې واده شوې ښځه اختر د میړه پر ځای له مور او پلار سره تیروي.
د ده په خبره، دا سم دود ځکه نه دی چې اختر د خوښیو شپې ورځې دي او باید ښځه او میړه یې په ګډه سره تېر کړي: ((کله چې ښځه خړه پړه وي، د کور له کارونو وزګاره نه وي نو له میړه سره وي، خو کله یې چې ښکلي کالي اغوستي وي، لاسونه یې په نکریزو سره وي او هر ډول سینګار یې کړی وي نو بیا له میړه نه لرې په بل کور کې وي، زما په اند دا د ښځې او میړه دواړو په حق كې ظلم دى.))
دی زیاتوي چې په اخترونو کې  د میړه له کوره د ښځې زړه نه كېږي، خو بیا هم د پلار کور ته ځي، ځکه چې دا کار په یو دود بدل شوی او که کومه ښځه له میړه سره پاتې شي نو یو شمېر ښځې پیغور ورکوي، یا ورپسې ویل کیږي چې مور او پلار یې نه دي په کار او یا پسې ویل کیږي چې دغه ښځه د مور او پلار، وروڼو او خویندو نه ده په کار، نو اړه ده چې میړه پریږدي او د مور او پلار کور ته لاړه شي.
نوموړی وايي چې یو شمېر ځوانانو تر یو حده دغه دود مات کړی دی، خو د له منځه وړو او اصلاح لپاره یې پراخ عامه پوهاوی او کمپاین په کار دی: ((ما خپله هم په خپل کور کې دغه دود مات کړی دی او که په میرمن پسې مې له پلارګنۍ نه څوك راشي نو زه ورته وایم چې د اختر په ورځو کې یوه ورځ موږ دواړه د لیدو او د اختر د مبارکۍ لپاره درځو، همداسې وکړو په مناسب وخت کې ګډ ورشو او بیا ګډ راشو.))
جلال حقیقت ځدران ډېر کلونه په سعودي عرب کې تېر کړي او تازه هیواد ته راستون شوی دی، دی هم وايي چې د خپلو پښتنو د دې اختریز دود پرځای یې د عربانو دود خوښ شوی دی.
دی زیاتوي چې عربي میرمنې د مور او پلار لیدو ته ورځي، خو له لیدو او پوښتنې وروسته بېرته خپل کور ته راستنیږي.
په خوست کې د اخترونو بل دود دا دی چې نوى نامزاد شوى ځوانان د کورنۍ د یو شمېر نورو غړو، ملګرو او خپلوانو په ملتیا د خسر کورته ورځي، دا د خسر کور ته د نامزاد یا زوم لومړنی ورتګ وي او دې ته خوستیان زومګیري وايي.
د زوم په دې میلمستیا کې د خسر د کلي زیاتره ځوانان هم له زوم سره د بلدتیا په خاطر ګډون کوي.
دغه مراسم د خوښۍ او ډېر خوندور وي، زوم ته لنګۍ، کالي، بوټان او نور ټول لوازم ورکول کیږي، ورسره ملګرو ته یې هم لنګۍ یا کالي ورکول کیږي، کومې ښځې چې ورسره راغلي وي هغوی هم په ورته شیانو نازول کیږي، خو د ډېرو ځوانانو نیوکه دا ده چې په دې مراسمو کې له زوم سره د ټوکو ټکالو په نوم له سپکاوي ډک چلند کیږي.
د حیدرخېلو سیمې یو اوسیدونکي ځوان له نومښودنې پرته خدمتګار ته وويل، د زومګیرۍ په ورځ پرې د خسرګنۍ د کورنۍ هلکانو او نجونو دومره زرورک او یو ډول سپرى شيندلي وو چې په سترګو یې څه نه لیدل او کور ته له راستنیدو وروسته د سترګو ډاکټر ته ورغی او درمل یې واخستل.
ده زياته كړه، دغه د زوم د ځورونې دود باید له منځه ولاړ شي او په میلمستیا کې باید څوګ توهین نه شي.
د زومګیرۍ له کولو وروسته زوم د خسر کور ته د ورتلو اجازه لري او څوك یې بیا شرم هم نه ګڼي، خو د نامزادانو ګیله دا ده چې د خسر کورته تګ یې له مایوسیو سره مل وي.
یو بل ځوان هم له نومښودنې پرته وايي، نږدې یو کال کیږي چې نامزاد شوی، خو تراوسه یې خپله نامزاده نه ده لیدلې:(( لیدل خو څه کوې چې تراوسه مې ورسره په ټلیفون خبرې هم نه دي کړې.))
دی وړاندیز کوي چې د حیاء په نوم دغه تنګ نظري دې له منځه لاړه شي.
د ټولنیزو چارو کارپوه نجیب الله الوخېل وايي چې پښتانه درانه دودونه لري، خو یو شمېر یې اصلاح او ترمیم غواړي.
دی زیاتوي چې د دودونو په اصلاح کې دیني عالمان، پوهنیزې ادارې، مدني ټولنې، رسنۍ  او قومي مشران مهم رول لري، خو له بده مرغه تراوسه پورې په دې برخه كې د قناعت وړ څه نه دي شوي.

لیکونکی محمد الياس