پنجشنبه ٠٦ تله ١٣٩١ ساعت ٠١:٠٠
په افغانستان كې ورځ تر بلې د بې ځايه دود او رواجونو لمن مخ په پراخېدو ده او همدا دودونه ډېر ځله د ځوانانو ژوند له ستونزو او كړاوونو سره مخ كوي.
په واده كې د ناوې له خوا د زوم كور ته د جهېز وړل هغه دود دی چې له پخوا زمانو څخه تر ننه پورې شته كه څه هم چې د نوي ګډ ژوند د پيل لپاره د لومړنيو اړتياوو پوره كول حتمي دي، خو په دې كار كې منطقي شرط دا دى چې هغه شيان په نظر كې ونيول شي چې تر ټولو ضروري وي.
جهيز یو داسې عمل ګڼل کېده چې دوې کورنۍ يې د ښادۍ او رضا له مخې د خپلو خپلوانو له تحفو سره راجوختولې او ناوې هم په كې ونډه اخسته.
له بلې خوا که چېرته مېړه په کومه ناڅاپي پېښه کې خپل ژوند له لاسه وركوي، نو دا جهيز به د کونډې په کار راشي، خو نن سبا جهيز خپل رښتنى مقصد بايللی او اوس دا دود د ښځو د ژوند لپاره په يوه ستونزه بدل شوى دى.
جهيز هغه مالي مرسته وه چې ناوې ته به ورکول کېده، خو د وخت په تېرېدو سره دا مرسته هم د مېړه او د هغې د کورنۍ غوښتنه وګرځېده. یوه داسې مرسته چې د ناوې مور او پلار د تحفې په ډول خپلې لور ته ورکوله، هماغه بيا د ناوې پر مور او پلار یو فرض شو.
يو شمېر كورنۍ، چې اقتصادي وضعيت يې ښه دى، د خپلو نجونو لپاره ډېر لوړ جهيز وركوي او په دې كار كې هم له خپلو خپلوانو سره سيالي كوي خو ځيني كورنۍ بيا د اقتصادي بد حالت په خاطر نه شي كولای خپلې لور ته جهېز برابر كړي.
درې كاله وړاندې د ښځو چارو وزارت له بې ځايه لګښتونو څخه د مخنيوي په نوم يوه پاليسي جوړه كړه او د نظر غوښتلو لپاره يې اړوندو ادارو، لكه د عدليې وزارت، سترې محكمې او د كابل ښاروالۍ ته واستوله چې وروسته بيا د دې بنسټونو، د ښځو چارو د وزارت، د چارو د ادارې او له فساد سره د مبارزې د ادارې د نظرياتو په يو ځاى كېدو سره يو قانون جوړ او لاسليك شو او يوازې د پلي كېدو پړاو يې پاتې دى. خو د عدليي وزارت بيا وايي چې د ځينو ستونزو په خاطر يې دا قانون د چارو ادارې ته استولی او د چارو اداره بيا وايي په دې خاطر چې په دې اړه تراوسه كومه غونډه نه ده جوړه شوې له دې قانون څخه ناخبري څرګندوي.
د جهيز وركول د اسلام له نظره هم كوم حتمي كار نه دى، بلكې د هرې كورنۍ په سليقې او اقتصادي وضعيت پورې تړلې خبره ده.
د اسلام سپېڅلى دين تل په دې خبرې ټينګار كوي چې د ژوند په هره چاره كې بايد آسان شرايط انتخاب كړو. د واده په برخه كې هم اسلام آسانتياوې خوښوي، نه داسې دودونه چې دا سلام په دين كې رېښه نه لري.
د ديني عالمانو په وينا كه چېرې مېړه د ښځې په مهر كې يوه اندازه پيسې د جهيز د پوره كولو لپاره وټاكي او وغواړي چې ښځه يې په خپله خوښه خپل جهيز پوره كړي، نو بيا هم بايد داسې جهيز وانه خستل شي چې د پيسو پوره كول يې د مېړه لپاره ملا ماتوونكي وي.
د جهيز له كبله تاوتريخوالى په ښاري او كليوالي دواړو سيمو كې رامنځته كېږي او ډېر ځله بيا د دې تاوتريخوالي پايله د ښځو ځان وژنه او ځان سوزونه وي، په تېره بيا چې واده په بدل كې شوى وي، نو په وار وار سره خپلې نږور ته دا پيغور وركوي چې موږ خپلې لور ته ښه جهيز وركړى و، خو ته خپلې كورنۍ تش لاس له كور څخه ولېږلې.
زموږ د هېواد په بېلابېلو سيمو او ولايتونو كې ناوې ته د جهيز وركولو دود توپير لري، خو په تركمنانو كې بيا د هېواد د ټولو قومونو په پرتله د نجلۍ د جهيز برابرول زيات لګښت غواړي. د تركمنانو د نجونو ولور يا قليين له لسو لكو افغانيو څخه نيولې تر ۶۰ لكه افغانيو پورې دى چې په نغدي توګه له زوم څخه اخستل كېږي او يوه برخه يې د نجلۍ د جهيز لپاره په مصرف رسېږي.
د تركمنانو ترمنځ د نجونو لپاره د جهيز په رانيولو كې د هغوى غوښتنه په نظر كې نه نيول كېږي او هغه پيسې چې د نجلۍ پلار يې د ولور په نوم له هلك څخه اخلي، زياته برخه يې د خپل ځان او يا د زامنو د ودونو لپاره په مصرف رسوي.
كله چې تركمنه نجلۍ واده شي او د مېړه كور ته لاړه شي، له لسو ورځو څخه وروسته د غالۍ اوبدلو په كار پيل كوي، چې د جهيز په برابرولو كې مصرف شوې پيسې، د غالۍ اوبدلو له لارې برابرې كړي.
که جهيز لږ وي او یا بېخي نه وي، نو داسې ښځې په خپل کور کې سپکې وي او همدارنګه كه چېرته جهيز د هلك او د هغه کورنۍ ته ښه او ډېر ښکاره نه شو، نو بیا د نجلۍ ژوند د خسر په كور كې له ستونزو سره مخ كېږي