د نوي ژوندون پيل دې په خوښۍ شه معطر
واده دې مـبارك شه كور دى ګل شه سراسر
واده د مينې او وفـــــا تړون دى
پكې پټ راز د محبت پروت دى
د انساني ژوند د بقا تړون دى
پكې ددې نړۍ زينت پروت دى
دا كور دې د ښادۍ شي دقامي پېژند سنګر
واده دې مبارك شه كور دى ګل شه سراسر
دې كور كې دي پيدا شي ننګيالي پتمن ځلميان
چې د پښتون سياسي تاريخ ژوندي شي
د تورې د قــلم او د ممیړانې خــــــــــــاوندان
چې د قامي وحدت كاروان ګړندى شي
چې شپه د ژوند سبا شي روڼ شي ستوري د سهر
واده دې مــــــــبارك شه كور دى ګل شه سراسر