په ښځه څوک ظلم کوي

د بشریت له پیله د انساني فکر او مختلفو جنسونو ترمنځ توافقي کړنې او ټکرونه د دوی ترمنځ را پیدا شویدي. نران چې په فزیکي ټوګه د ښځو څخه غښتلي دي هر وخت د ښځو پر وړاندې له پولو اوښتي دي.

تاریخ ښيي چې ځنو قومونو خو پدې شک کاوه چې ښځه انسان ده او که نه! ځنو بیا داسې فکر کاوه چې، هو، ښځه انسان ده خو د نرانو لپاره ده او د هغوی د سات تیرۍ لپاره ده؛ په همدې توګه تاریخ دا هم وايي چې یو وخت میندې پلرونه د لور په زوکړه شرمیدل، میړونو خپلې ښځې یو له بل سره د خپلو جنسي غریزو د اشباع پخاطر بدلولې رابدلولې، تر څو یو سړی د ډیرو ښځو سره د سکس او نورو شهواني لارو خوند واخلي.

د یهودیت او عیسویت پر پل، د اسلام مبارک دین هم د ښځو لپاره د حقوقو د ښه والي زیری له ځانه سره راوړ. مسلمانې ښځې د نړۍ د نورو قومونو په څیر له وحشت او د نرانو له حیوانیت څخه خلاصې شوې.

د پرمختلګ په پیړیو کې د ښځو د حقوقو دفاع کونکي ډیر شول، حتی د کاغذ پر مخ نر او ښځه برابر ولیکل شول، او عملا هم په ډیرو مواردو کې سره برابر شول او برابر دي. لکه د کار او زده کړې په برخه کې، د واده او کورنۍ د جوړولو په برخه کې، د خپل حیثیت او شخصیت د جوړولو په برخه کې او داسې نور.

نړۍ ورځ په ورځ پر مخ ځې، اخلاق، فکرونه، غوښتنې او اړتیاوې هم ورځ په ورځ بدلون مومي. لدې سره سم پر ښځو ظلم او د هغې نوعیت هم بدلون مومي.

پخوا به یوه ښځه هغه وخت مظلومه بلل کیده چې په یو ځل به د څو تنو ځناور صفته نرانو لخوا په ډلیزه توګه تر جنسي برید لاندې راغله. را وروسته، یوه ښځه به هغه وخت مظلومه شمیرل کیده چې له خپل بادار پرته به بل چا پرې تیری کاوه، په همدې توګه یو وخت راغئ چې ښځه به هغه وخت مظلومه ګڼل کیده چې خپل خاوند او یا د کارځای خلکو به په ادابو او خبرو کې د هغوی سپکاوی کاوه. او نن خو پر ښځو پرزه ویل هم یو ډول ظلم دی.

نن هم ښځه مظلومه ده. نن هم ښځه (د خوښې سره سم یا په زور) د زنا په خاطر وژل کیږي، نن ښځه د خاوند سره د فکري مخالفت له کبله ټکول کیږي، پزه، غوږونه او د بدن نور غړي ترې پرې کیږي، نن ښځه د خواښې سره د نه ژوند کولو، او یا د ګډ ژوند څخه د کرکې له امله، د لیوره، خسر، خواښې، پلار، ورور، او ندرور لخوا رټل کیږي، ټکول کیږي، او حتی ډیری وخت دغه ناروا ددغه ښځې د ځان وژنې تر بریده رسیږي.

په پرمختللو ټولنو کې هم ښځه ځوریږي، یوه کارګره د خپل همکار، رئس، او یا تر ځان لوړ نر لخوا په بیلابیلو ډولونو او په بیلابیلو کچو سره ځورول کیږي، مثلا: ښځه مجبوره وي چې کچیرې د رئس یا بل سره زنا کوي، نو د نوموړې ښځې کار به ورته خلاص کړي، یا به ېې رتبه لوړوي، او یا به د ښځې پر کومې کړې تیروتنې پرده اچوي. د نرانو لخوا ښځو ته بیلابیلې پلمې جوړوي ترڅو د هغې پر مټ خپل نامشروع هدف ته لاره هواره کړي.


په متمدنو ټولنو کې قانون شته، د ظلم مخینوی شوی، خو د هغې ډول بیا بدل دی، لکه مخکې مې چې یادونه وکړه: ښځو ته نران څاه کني چې پکې ولویږي بیا د راختو لپاره ېې نران ورته شرطونه ږدي – او پدې توګه د ښځو

 

 په حقوقو د خپل قانون او مقرراتو په چوکاټ (د ښځې رضایت) کې ظلم کوي، یعنې نران خپل شوم هدف ترلاسه کوي.

په وروسته پاتې ټولنو کې لکه افغانستان، ښځې د منځنیو پیړیو په څیر معامله کیږي، د ښځې ټول واک اختیار د نر سره دی، د ښځې د شخصیت او ملکیت مالک نر دی، د ښځې د هر مشروع او نامشروع هدف ټاکونکی او تص

میم نیونکی نر دی. که په ځیر ورته وګورو دغه ډول ظلم هم د ټولنې د قانون (اسلام) په چوکاټ کې ظلم دی.

ښځه د تعلیم حق نلري، که ېې لري شرایط ېې (د نرانو د حیوانیت پخاطر) ندي برابر ، د چا نظر دی! – د نر

ښځه د خپلې خوښې خاوند نشي کولی، د چا د لاسه! – د نر

ښځه د ژوند، فکر او تصمیم آزادي نلري، د چا د لاسه! د نر

ښځه د ملکیت څښتنه نده، د چا د لاسه! د نر

او داسې نور

اسلام او قانون ښځې ته د ځان (شخصیت) جوړونې او زده کړې حق ورکړیدی، خو ددې ترڅنګ ېې نر (پلار، مشر ورور، خاوند، ...) ته هم ویلي دي چې تاسو کولی شئ د ښځې والي او وکیل و اوسئ (د ښځې د غوښتنې په صورت کې) – نن دغه وکالت او ولایت د ښځې تر هغه حق ډیر پورته تللی دی، او له دغه اجازت څخه نن سؤ استفاده کیږي: که ښځه خپل  تصمیم پخپله نیسي، هیڅ پلار، ورور، خاوند او یا بل، ددې اجازه نه ورکوي؛ ځکه خپل ځان والي او وکیل بولي. ښځه د نړۍ په هر قانون کې حق لري پخپله خوښه واده وکړي، کفار ېې د پیسو او قرضو په زور نا خوښه واده ته مجبوروي، او مسلمان ېې د خپل ولایت (پلار توب، ورور توب، یا میړه توب) څخه د سؤ استفادې له لارې ډیرو ناخوښو کارونو ته مجبوروي.

ښځه په هر قانون کې حق لري چې مال ولري، خپل فکر ولري او خپله تصمیم ونیسي؛ مګر پرمختللي خلک د ښځو د کاروبار لپاره خنډونه جوړوي، ترڅو د تسلیم سر ورته ټیټ  کړي. په همدې توګه مسلمانان او بیا په ځانګړې توګه زموږ ټولنه له لمړي سره ښځه د ملیکت څښتنه نه بولي، نه میراث اخیستلی شي، نه تجارت کولی شي، او نه هم د فکر او تصمیم حق لري.ه خوښه واده وکړي، کفار ېې د پیسو او قرضو په زور نا خوښه واده ته مجبوروي، او مسلمان ېې د خپل ولایت (پلار توب، ورور توب، یا میړه توب) څخه د سؤ استفادې له لارې ډیرو ناخوښو کارونو ته مجبوروي.

ډیر خلک په اسلام نیوکې کوي، چې ګویا اسلام ښځو ته حق ندی ورکړی؛ نه! ښځې په اسلام کې ډیرښه له عزت سره حقوق لري – خو هغه څه چې نن مسلمانان د ښځو پر وړاندې کوي هغه د قانون (قران، حدیث او شرع) څخه د نرانو سؤ استفاده ده؛ ښځه او موټر چلول، په کوم دلیل ناروا دی! ښځه په بدو کې ورکول! په لور ولور (حرام) اخیستل!

همدا راز ځنې خلک په متمدنو ټولنو نیوکې کوي، چې د ښځو حقوق ېې تر پښو لاندې کړیدي؛ حال داچې دا غلطه خبره ده. ښځه حق لري د نرانو په شان هرڅه وکړي، خو هغه څه چې پدې ټولنو کې د ښځو پر وړاندې کیږي هغه د نرانو د موقف او شتمنیو څخه د ښځو پر وړاندې سؤ استفاده کول دي.

په عربي هیوادونو کې یو پلار خپله نوې ځوانه شوې پیغله لور یو پاخه سړي ته په نکاح ورکوي، ولې؟ ځکه دغه پلار د اسلام ورکړي جواز (ولایت) څخه سؤ استفاده کوي. یو زوړ شتمن کولی شي د څو ځوانو نجونو سره واده وکړي، ولې؟ ځکه په اسلام کې د نر او ښځې توافق لازمي دی، نه د عمر برابري- هلته چې یو بې احساسه زن فروشه پلار والي وي، او دلته دغه حیوان صفته شتمن بوډا، نو خود به د ځوانو نجونو په ژوند لوبې کیږي.

په کفري نړۍ کې حتی د ښونځې ماشومانې د پیسو په زور د شتمنو لخوا سکس او نورو نارواو ته هڅول کیږي او یا مجبوره کیږي؛ یو له دغو ټولنو څخه هم د جاپان هیواد دی چې یو شمیر شتمن خلک ېې حتی یوازې د باکره نجونو سره یو ځل سکس د یو نوي ماډل موټر په بدل کې کوي. او هغه نجونې چې د موټر شوق لري، بیا دغه کار ته میلان ښيي.

په پایله کې، ښځه مظلومه ده ځکه چې ناتوانه ده، او نر ظالم دی ځکه چې ځواکمن دی. په قوانینو او ټولنو کې مشکلات نشته، ټول مشکل د نرانو په ناسم او ظالمانه کړنو کې دی چې د ښځو پر وړاندې ېې کوي.

ومن الله توفیق

حلیم