لکه مستې چې د پیشو خوښیږي
داسې بنډل دې د پیسو خوښیږي
پر بل پیرزو نکړې د جوارو نینې
جوال دې خپل ځانته د پستو خوښیږي
کولمی دې شنې شولې په چای او ډوډۍ
څرکا دې هسې د بریتو خوښیږي
پر ځان ترینګۍ د چا زغملی نشې
پر بل باران دې د بوکسو خوښیږي
پخپل کلتور باندې شرمیږې مدام
لباس دې ډیر د پیرنګو خوښیږي
ژوند کې دې یو کار د پښتو ونکړ
هسې تش نوم دې د پښتو خوښیږي
خوی او خصلت دې دی د ښځو غوندې
ګفتار دې هسې د سړو خوښیږي
روا داري د ګوډ خر نکړې پر چا
ځانته دې بنز او پجارو خوښیږي
په یوه روپۍ ، ګټه د سلو غواړې
بازار دې تور د کارخانو خوښیږي
و وطن غم دی زړه کې نلري ځای
تیښته دې ملک ته د پردو خوښیږي
چې( توره کی) ورته د حق اظهار کړي
وایي ، دا کار د لیونو خوښیږي