څلورم څپرکى
کار و باري سړى
د حضرت سليمان عليه السلام وينا ده (( هر څوک چې په خپل کار و بار کې زيار ګالي، داسې وګڼئ، لکه د پاچا په دربار کې چې ولاړ وي. ))
په کار و بار کې هم زيار او خپلواکۍ ته هماغومره اړتيا ده، څومره چې زده کړې ته ده. د يونانيانو وينا ده (( کار و بار کې پرمختګ لپاره درې شيان اړين دي: مادي وسايل، زيار او تجربه ))
هو دا هم شونې ده، چې يو څوک دې کرار کور کې ناست وي؛ خو د پيسو يې حساب و کتاب نه وي معلوم؛ خو دا ډول پيسې د قمار د پيسو غوندې د انسان لپاره له ضرره ډکې وي. لارډبېکن[1] ځکه ليکي (( لنډه لاره ډېرې کنډې کپرې، لوړې ژورې لري )) که انسان غواړي په ارامه مزل وکړي؛ نو په کار ده، چې په پاکه لاره لاړ شي، که څه هم دى به خپل منزل ته ناوخت ورسي؛ ځکه چې په وروسته والي کې ستونزې وي؛ خو اصلي خوښي او په زړه پورې پايله په رښتينولۍ، پاکۍ او سپېڅلتيا کې ده.
هر ځوان بايد ياد وساتي، چې خوښي او پرمختګ خپله ده او دده هڅو پورې اړه لري. ځوانان بايد له دې غونډلې پرته نورو غونډلو ته غوږ نشي (( تاسې بايد په خپله ځان ته لاره جوړه کړئ. ستاسې له لوږې مړينه او يا هم عيش و عشرت کول يوازې تاسې پورې ا ړه لري ))
هيزلټ [2] ليکي (( د کار و باري سړي بېلګه داسې ده، لکه د عربي اس، چې ټول عمر يې بګۍ چلولې وي. د هغه ستر کار دومره وي، چې په کومو کرښو دى ځي، بايد له هغو د باندې ونه وځي. د ډېرې ښې ادارې لپاره بس همدومره بسنه کوي، چې انسان له خپل ذهن څخه نور خيالونه وباسي، يوازې ګټې و تاوان ته په پام کې وي. ))
برک[3] څه ښه ليکلي (( ما په سوداګرو کې داسې وګړي هم ليدلي، چې د حکومت اداره کوونکيو غوندې خپل کار و بار چلوي )) د هر کارځي ( کارخانې) برياليتوب لپاره تر ټولو مهمه داده، چې مشر يې تر ټولو ښه اداره کوونکى وي. داسې چې خپلو تر لاس لاندې کارکوونکيو باندې ټول وخت ولاړ وي. انساني فطرت او خويونو سره اشنا وي. د ښه او ناښه تر منځ توپير وکولاى شي. په خپله خپل ځان ته د څه شي زده کولو توان ولري. دې کې شک نشته، چې د کار و بار ښوونځى څه داسې وړوکى ښوونځى نه دى؛ لکه څومره چې ډېرى ليکوال فکر کوي؛ خو هو، لکه څرنګه چې په نړۍ کې نېکان، شاعران، وليان او شهيدان کم دي، دغه ډول د ښه اداره کوونکيو او برياليو کار و باريانو شمېر هم کم دي.
دا خبره ناسمه ده، چې (( عاقل او ذهين وګړي د کاروبار د اداره کولو وړتيا نه لري؛ بلکې کاروبار انسان غبي او تنبلوي )) څوک چې دا خبره کوي، دا د هغوى ناپوهي ده. اصل کې هېڅ يوه دنده او کسب انسان نه ذليلوي؛ بلکې انسان دى، چې کسب او دنده ذليلوي. ټولې هغه دندې او کسبونه چې انسان په کې له زړه نه کار اخلي او که له لاس نه، که لاس پرې خواريږي؛ نو خوار دې شي؛ خو زړه خوارول نه دي پکار؛ ځکه مادي شيان بدن دومره نشي تورولى؛ لکه څومره چې ناوړه خويونه زړه او روح توروي. د لاس توروالى په اسانۍ سره له منځه ځي؛ خو د زړه توروالي ته پکار دي، چې د الله تعالى د رحمت په اوبو ووينځل شي.
تاريخ ددې ګواه دى، چې ډېرو سترو وګړيو بېلابېلې دندې ترسره کړې دي او ورسره په ډېرو لوړو کارونو کې هم بوخت و. سولن [4]، د اتن بنسټګر او نوميالى پوه او تيهلس، دا دواړه له دومره پوهې سره سره سوداګر وو. اپلاتون به تېل پلورل او خپله ګېډه به يې پرې چلوله. شکسپير د يو نندارتون چلوونکى مشر و. چوسر [5] لومړى يو سرتېرى، وروسته د ماليې مشر او له هغې وروسته د ځنګلونو ساتونکى و. اسپنسر لارډ ډيپوټي[6] د آير لينډ د واکمن مرستيال تېر شواى او ډېر زيات زيارکښ انسان و.
ملټن[7] لومړى په يو ښوونځي کې ښوونکى و. له دې وروسته يې په حکومت کې دنده واخيسته، له ليکوالۍ يې هم ښکاري، چې ښه زيارکښ او کاروباري انسان و. نيوټن هم د دارالضرب (( د سکو جوړولو ځاى )) مشر و، چې د ١٦٩٤ ز کال سکې دده په ځانګړي اهتمام راووتې. کوپر [8] به پر دې سخت وياړ کاوه، چې دى يو کاروباري سړى دى. وډس ورتهـ [9] به ټکټونه پلورل او والټر سکاټ يو عادي ليکونکى ( محرر) و؛ خو دا وګړي دومره عادي وګړي نه وو؛ بلکې پوهه کې يې نړيوال نوم درلود.
موږ نن هم ګورو، چې څوک ډېره پوهه لري او ډېر هوښيار وي، هغه خامخا کاروباري او زيارکښ هم وي. ګروټ [10] چې مشهور کتاب (( د يونان تاريخ )) يې ليکلى، د لندن د بانک اداره کوونکى و. جان سټوراټ مل د ختيځ هندوستان کمپنۍ د دفتر حساب کوونکى و. موږ چې اوس ددې ټولو ستاينه کوو، ددې لپاره يې نه کوو، چې دوى نابغه ګان وو؛ يوازې دومره خبره ده، چې دوى خپل لاس خوار کړى او په ډېر مينه يې خپل کارونه تر سره کړي دي. که زيار او کوښښ سره لږه هوښيارتيا هم ملګرې وي؛ نو پايله يې ښه راوځي. همدغه د پرمختګ لاره ده. که څه هم دا منل شوې، چې انسان يو دم پرمختګ نشي کولاى؛ خو بيا هم چې څوک وړتيا ولري؛ نو پرمختګ يې حتمي دي. د غره سر ته ختل اسمان ته رسېدل نه دي؛ خو ورته نږدې کېدل خامخا دي.
پر انساني فطرت چې غور و فکر شوى؛ نو اوس ډېر پوهان په دې اند دي، چې ددې بې پروا موجود د پرمختګ لپاره په لومړي سرکې يو څه کړاوونه او ستونزې هم پکار دي. د غربت ژوند او په خوارۍ د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کول له دې نه ډېر غوره دي، چې د انسان هر کار په خپله بې ستونزې تر سره شي. که هر کار د اړتيا له مخې پيل شي، پايله يې برياليتوب دى. کاشکې ټول کارونه د سختې اړتيا له مخې تر سره کېداى. يو مهال له يوه قاضي څخه چا وپوښتل چې وکيلان څرنګه پرمختګ کوي؟؛ نو هغه يې په ځواب کې وويل، چې ځينې يې د خپلې وړتيا په سبب پر مخ ځي، ځينې د خپلودوستانو په سبب او ځينې داسې هم شته، چې بې سببه او بې وسيلې دومره پر مخ تللي، چې پرمختګ يې سمه معجزه ښکاري؛ خو ډېرى يې ځکه پرمختګ کوي، چې دوى سخت اړ وي، دوى د بې ځايه ګرځېدا، عيش و عشرت لپاره يوه انه هم نه لري.
د ټولو شخصي او قامي پرمختګونو ريښې زيار ګاللو او اړتيا پورې تړلي دي. د انسان بدمرغي په همدې کې ده، چې هيلې او غوښتنې يې ډېرې دي؛ خو دى ورته يوازې دى. مارکوئيس ډي اسپائي نولا [11] له هوريس نه وپوښتل (( ستا ورور ولې مړ شو؟ )) هغه ځواب ورکړ (( وزګار و او دنده يې نه درلوده، له همدې غمه مړ شو )) اسيايي نولا چې دا واورېدل؛ نو يو سوړ اسويلى يې وکړ او ويې ويل (( آيا شونې ده، چې زموږ يو تکړه جنرال دې له دې ومري، چې دنده نه لري؟ ))
ډېرى وګړي چې په خپل کاروبار کې بريالي نه وي؛ نو له وخت څخه سر ټکوي، لارډمرټاين ليکي (( زه له حساب څخه سخته کرکه لرم )) سمه ده، که دې ښاغلي له حسابه کرکه نه درلوده؛ نو دوستانو به يې بوډاتوب کې ورته چندې نه ټولولې. ځينې خپل ځان بدمرغه ګڼي او وايي چې اسمان له ماسره جوړ نه دى، تر دې چې يو ځل مې له چا دا هم واورېدل چې (( که زه د خوليو پلورل پيل کړم؛ نو د نړۍ وګړي به بې سرونو پيدا کېږي )) خو که د همدوى د وروسته پاتې والي او نه برياليتوب لاملونه ولټول شي، خامخا به د دوى خپله بې پروايي، ځان نه اداره کول، بې ځايه لګښت او لټي وي.
ډاکټر جونسن چې کله لندن ته راغى، ډېرې لږې پيسې ورسره وې او کله يې چې يوه لارډ ته ليک ليکه؛ نو ددې پر ځاى چې وليکي (( ستا خدمتګار پلانکى )) ويې ليکل (( ستا ولږې ځپلى خدمتګار جونسن )) دى ليکي (( د نړۍ ټولې سرټکونې غلطې او بې ځايه دي. ما هېڅکله وړ او زيار کښ سړى اړ او خفه نه دى ليدلاى، هر کله او هر چېرې چې څوک تباه شوي، له خپله لاسه شوي. واشنګټن ارونګ [12] د امريکا نوميالى ليکوال ليکي (( تکړه او وړ شخص او نه برياليتوب، دا درواغ دي. دا د لټانو اوسستو وګړيو مکاري ده، چې دغسې خبرې کوي. دغسې درواغ فطرت بدناموي. که يو څوک وړ او تکړه اوسي او نه بريالى کېږي؛ نو دى به خامخا لټ او سست وي. هغه چا چې زده کړه کړې وي او په اصطلاح د کمال خاوند وي، هغه د نړۍ په بازار کې بې څۀ پېرودلو نه پاتې کېږي؛ خو بيا هم کوښښ شرط دى. په کور کې همداسې ناسته او د کوټې د تېرانو په شمېرلو هېڅ نه کېږي.
ډېرى وګړي په دې اند دي، چې بې ادبه او لچر وګړي ډېر پرمختګ کولاى شي او ساده، شرمناک وګړي ډېر ځل محروم پاتې وي؛ خو له دې سره دا هم ډېر ځل ليدل شوي، چې په همدې بې ادبه او لچرو وګړيو کې د چستۍ او چالاکۍ يوه ځانګړتيا اضافه وي، چې له دې پرته وړتيا او پوهه هېڅ په درد نه خوري. وېښ او ګرځنده سپى له ويده زمري نه ډېر ښه ګټور دى. پام، زيار، رښتينواله، ښه سليقه، د وخت خيال ساتل او چالاکي دا ټول په کارو بارکې د وګړيو پرمختګ لپاره اړين صفتونه دي. دا سمه ده، چې دا صفتونه موږ عامو وګړيو ته ډېر واړه او هېڅ ښکاري؛ خو د کاروبار په ډګر کې د انسان د پرمختګ او سوکالۍ لپاره مهم توکي دي. دا هغه صفتونه دي، چې که انسان يې څو ځل په ځان کې د راپيدا کېدا هڅه وکړي؛ نو اخر يې په خوى و عادت بدليږي. د يو فرد نه؛ بلکې د پوره قام کړه وړه له همدغو وړو اجزاوو څخه جوړ وي. که تاريخ په غور ولولو او د تېرو قامونو د ژوند حالاتو ته ښه ځير شو؛ نو راته به معلومه شي، چې د هغو د تباهۍ ستر لامل همدغو وړو صفتونو ته نه پاملرنه وه. نړۍ د کړنو ځاى دى. دلته بايد هر انسان يو څه نه يو څه وکړي.
دلته بايد هر څوک خپله وړتيا په کار واچوي، دا مهمه نه ده، چې هغه د کور اداره کول وي، يا هم د سوداګرۍ او کاروبار – يا يو څوک پوره هېواد اداره کوي او پاچا دى. دا هر يو وړوکى او ستر کار _ کار دى.
په دې کتاب کې چې د ځينو شخصيتونو حالات راغلي، ترې ډېره ښه معلوميږي، چې زيار د پرمختګ لپاره ډېر اړين دى. اوس به مالپاره اړينه نه وي، چې زه دې دا خبره په نورو لارو زباد کړم. په دې ټول پوهېږي، چې زيار د نېکمرغۍ ريښه ده. رښتينواله او ښه خوى هم د پرمختګ لپاره اړين صفتونه دي. د انسان ښه خوى نه معلوميږي، چې ښه زده کړه يې کړې ده. په سوچ کولو کې ښه خوى، په وينا کې ښه خوى، په اداره کې ښه خوى، لنډه دا چې په هر ځاى کې ښه خوى ته اړتيا ده. انسان ته پکار ده، چې کله په هر کار پيل کوي؛ نو بايد تر هغې يې پرېنږدي، چې پاى ته يې نه وي رسولاى؛ ځکه يو وړوکى کار بشپړول له لسو نيمګړيو کارونو نه زر کرته ښه دى. ښه خوى، رښتينواله او هر کار ښه تر سره کول، دې صفتونو ته اوس ډېره کمه پاملرنه کېږي. ماته يو ډېر ستر پوه وويل، چې اوس داسې وګړي ډېر کم پيدا کېږي، چې يوه پېښه په ښه توګه بيان کړي. خامخا په کې يو نه يو څه کمى يا زياتى کوي. که يو څوک معلومول غواړئ، چې څرنګه سړى دى؛ نو تر ټولو وړوکى کارو بار يې وګورئ، له هغه ښه معلوميږي. که دا سړى تکړه هم وي، نېک هم وي؛ خو سليقه يې ښه نه وي؛ نو بيا پرې باور کول نه دي پکار؛ ځکه دده ټول کارونه به تکراري وي.
چارلس جيمس فوکس[13] يو عادت درلود،چې تر ټولو وړوکي کار کې به يې هم ډېر زيار او زحمت ګاله. کله چې هغه د انګلستان وزير وټاکل شو؛ نو چا يې له خراب ليک څخه سر وټکاوه؛ هغه سمدستي يو خطاط ونيو او د ماشومانو غوندې يې د ښکلي ليک ليکلو زده کړه پيل کړه. څه شى به وي، چې په هڅه تر لاسه نشي، ډېر لږ وخت وروسته هغه يو ښه ليکونکى شو. هغه بل پر دې هم مشهور شو، چې وړو وړو خبرو ته به يې ډېر ارزښت ورکاوه.
د برياليتوب او پرمختګ لپاره ښه سليقه لرل ډېر اړين دي. د همدې په سبب تر ټولو ستر کارونه په ډېرې اسانۍ سره تر سره کېداى شي. ښه سليقه دې ته هم وايي، چې يو څوک دې په خپل بکس کې شيان په منظم ډول کېږدي. په ښې سليقې سره د يو کار کولو لپاره ښه لاره داده، چې هر کار په خپل وخت وکړاى شي او د نن کار سبا ته پرېنښودل شي. د سيسل عادت دا و، چې هېڅکله به يې يو کار نيمګړى نه پرېښود، چې زه بيا به يې وکړم. ډېر ځل داسې هم شوي، چې هغه به په يو کار بوخت و او د ډوډۍ خوړلو وخت به شو؛ نو هغه کار نه دى پرېښى، کار يې بشپړ کړى او بيا يې ډوډۍ خوړلې. ډي وټ [14] هم په دې نظر دى، چې د برياليتوب، پرمختګ او ښې سليقې غټه نښه همدا ده، چې هر کار په خپل وخت کې تر سره شي. هغه ليکي (( که کله ما غوښتي وي، چې يو ليک دې چا ته ولېږم؛ نو هغه وخت مې بې له ليک ليکلو اولېږلو په بل هيڅ شي هم نه دى لګولاى. که ماته کله کوم کورنى کار کول اړين وي، په هغه وخت ټول ځان په هغه کار کې بوختوم؛ تر څو يې بشپړ کړم.
د فرانسې يو وزير چې په خپلو کارونو کې ښه چالاکه و او له دې سره سره د سيل او چکر مينه وال هم و، له ده وپوښتل شول، چې ته دا دواړه کارونه څرنګه په يو وخت کې کولاى شې؟ هغه ورته ځواب ورکړ، چې زه د نن کار سبا ته نه پرېږدم؛ ځکه سيل او چکر زما د کارونو لپاره خنډ کېدلاى نشي. که غواړئ چې کارونه مو ښه تر سره شي؛ نو خپله ورته ځان ښه کړئ او که غواړئ چارې مو همداسې نيمګړې وي؛ نو خپل کارونه په خپله مه ترسره کوئ او نورو ته يې وسپارئ.
يو لټ ځمکه وال و، چې کله له پورونو څخه تنګ شو؛ نو نيمه ځمکه يې وپلورله او نيمه يې يو کروندګر ته اجاره ورکړه. د وخت په تېرېدو سره کروندګر هم ځمکه وال ته راغى او ورته يې وويل (( ښاغليه! که خوښه دې وي، دا ځمکه راباندې وپلوره )) هغه ورته په حيرانتيا وويل (( وروره! زما ځمکه له دې دوچنده وه، ما ونه شوه کرلاى؛ نو ځکه اړ شوم، چې نيمه يې وپلورم؛ ځکه لګښت مې له لاسته راوړنو ډېر و. اوس تا په دې نيمه کې دومره روپۍ څنګه وګټلې، چې اوس دې ددې وړتيا پيدا کړه، چې ټوله رانه اخلې؟ کروند ګر ځواب ورکړ (( زما او ستا تر منځ بس دومره توپير دى، چې تا خپلې ځمکې ته ويل، چې (( ځه )) او زه ورته وايم، چې (( راځه )) تاسره يوازې د خپل ځان د اسوده ګۍ غم دى او په دې غم کې نه يې، چې ځمکه کې فصلونه دې څرنګه برباديږي او زه هر سهار وختي پاڅېږم او په خپلو کښتونو ګرځم ))
ولټر سکاټ يو ځوان ته ليک کې ليکلي و (( وروره! خپل وخت بې ځايه مه تېروه. د کوم کار کول چې درباندې وي، سمدستي يې کوه. هڅه کوه چې د کارونو له پاى ته رسولو نه وروسته د ارامۍ او سوکالۍ په فکر کې شې، نه د کارونو تر سره کولو څخه مخکې؛ ځکه ددې پايله بيا له لاس مروړلو او پښېمانۍ نه پرته بل څه نه وي. تا به د فوځ کتارونه د حرکت په حال کې ليدلي وي، که لومړى کتار سم مزل ونشي کولاى، نو دويم کتار ناارامه وي؛ ځکه د دويم کتار پرمختګ لومړي کتار پورې تړلى وي. بس همدغه حال د کاروبار هم دى، که تر لاس لاندې کارونه دې سمدستي يو د بل پسې ترسره نه کړل؛ نو کارونه درباندې ډېرېږي او پايله يې ستا د پرېشانۍ او وارخطايۍ نه بله څه نه کېږي؛ ځکه د انسان ماغزه دومره توان نه لري، چې يو درجن کارونه په يو وخت تر سره کړي.
که د انسان په زړه کې د وخت قدر وي؛ نو شونې ده، چې هر کار په خپل وخت تر سره شي. د ايټاليا يو پوه وخت ته خپل جايداد وايي، د هغه وينا ده (( دا وخت يو داسې جايداد دى، چې بې له کوښښ او هڅو نه هېڅ هم ترې نشي تر لاسه کېداى؛ خو که پوره هڅه او کوښښ په کې وشي؛ نو هيڅوک يې هم بې ميوو نه دي پريږدي. که دا همداسې بېکاره پرېښودل شي؛ نو له بې ګټو ونو او بوټو نه پرته بل هېڅ هم په کې نه پيدا کېږي. )) له وخت نه په ښه ډول کار اخيستلو کې ګټه داده، چې انسان له ډېرو بديو نه ژغورل کېږي؛ ځکه د لټ او تنبل شخص دماغ د شيطان دوکان وي او بېکاره انسان د شيطان تکيه. که موږ په ګټورو کارونو کې بوخت يوو، بس داسې ده، لکه د ځمکې په ابادۍ کې چې بوخت يوو؛ خو بېکاره پاتې کېدل داسې دي، لکه دا ښکلې ځمکه چې همداسې ورانه پرېږدو. د وزګار سړي ذهن دروازه نه لري، حرص او لالچ چې هر وخت وغواړي، دده ذهن ته لاره پيدا کولاى شي. په سمندري سفرونو کې ډېرى ځل ليدل شوي، چې د کومې بېړۍ خدمتګاران وزګار وي، په هغې کې ډېرې پېښې رامنځته کېږي، ځکه شيطان د وزګارتيا په وخت کې هغوى ته وايي، چې راځه اداره کوونکى له منځه يوسه او بېړۍ خپله کړه؛ پر همدې بنسټ تکړه اداره کوونکى چې کله پوى شي خدمتګاران يې وزګار دي، که بل کار نه وي؛ نو ورته وايي، چې لاړ شئ لنګر پاک کړئ.
ډېرى کاروباري وګړي وخت ته دولت وايي او رښتيا هم کله ناکله وخت دومره ارزښتمن شي، چې انسان ته له ملګرو اودوستانو هم غوره ښکاري. د پرمختګ يو سبب او د برياليتوب بنسټ له وخت نه ښه کار اخيستل دي. هغه يو ساعت وخت چې انسان يې له خپل عمره په لټۍ او تنبلۍ کې تېروي، که د يوې موخې لپاره تېر شي؛ نو د څو کالو ناپوه څخه به پوه او له کمل عقل څخه به هوښيار جوړ شي. که له وخت څخه ګټورو کارونو کې کار واخلو؛ نو ژوند به مو له خوږو ډک او مرګ به درته د غلو دانو يو ډک ډوک کښت وي.
ښه فکر او بريالۍ تجربې له موږ هېڅ هم نه غواړي، که موږ يې هر ځاى کې غورځول غواړو، غورځولاى يې شو، هغوى له موږ نه نه خفه کېږي؛ خو ګټه يې داده، چې دا له موږ سره د غربت او سفر په حالاتو کې نه بېلېدونکي ملګري دي چې په سختو حالاتو کې موږ ته لارښوونه کوي. بس همدا يوازينۍ ښه لاره ده، چې له وخت نه بايد څرنګه کار واخلو؟ او په ګټورو کارونو کې له وخت نه کار اخيستل انسان په ټول ژوند کې بريالى کوي، له پرېشانيو او خپګانونو يې ژغوري.
د انګلستان مشهور مشر نلسن [15]وايي (( زما د پرمختګ ستر راز په دې کې دى، چې زه به هر کار ته له کاره پينځه لس دقيقې وړاندې تيار وم ))
لکه څرنګه چې ځينې پانګوال په لومړي سر کې د پيسو په قدر نه پوهيږي او کله يې چې پيسې له لاسه ووځي؛ نو د غفلت له خوبه راويښيږي، دغه ډول ډېرى وګړي د وخت په قدر هم نه پوهيږي. دوى وخت بېځايه تېروي، ډېر ارزښتمن ساعتونه، ارزښتمنې مياشتې او قيمتي کلونه يې پرې تېر شي؛ خو دوى په کې د غفلت له خوبه راويښ نه شي. خبر هم پرې نه وي، چې وخت پرې څرنګه تېرېږي؛ خو کله يې چې د مرګ نېټه راورسېږي؛ بيا هڅه کوي، چې په يوه شېبه کې د خپل ټول عمر زيان جبران کړي؛ خو وخت ترې تېر وي. کله چې په انسان کې لټي او تنبلي پخه شي او د انسان لاسونه او پښې پر دې ځنځيرنو وتړل شي؛ نو بيا ددې ځنځيرونو ماتول ستونزمن وي. که زيار له موږ سره په ژوند کې مل و؛ نو کولاى شو، چې له لاسه ورکړې پيسې بېرته تر لاسه کړو او هېره شوې پوهه پرې هم راياده کړو. له لاسه تللې روغتيا هم شونې ده، د دوا او پرهېز په سبب به بېرته راشي؛ خو يو ځل تېر شوى وخت په هېڅ صورت کې شونې نه ده، چې بېرته راوګرځي. د وخت محاسبه، انسان دې ته اړ باسي، چې په خپل وخت کارونه تر سره کړي او پر خپل وخت کار کول او د وخت قدر کول د پاچاهانو نيک صفت و. دا شى نېکو وګړيو هم پر ځان لازم کړاى و؛ خو کاروباري وګړيو لپاره بيا له هر څه اړين دى. همدغه پر خپل وخت کار کول دي، چې په واسطه يې انسان پر ځان باور پيدا کوي. څوک چې په انتظار د نورو وخت نه ضايع کوي، هغوى سره په حقيقت کې د خپل وخت قدر وي. دا خوى يو ډول ايمانداري هم ده؛ ځکه که يو څوک له يو چاسره د ليدلو ژمنه وکړي؛ نو پر ژمنې وفا کول د ايمان نښه ده او وعده ماتول د بې ايمانۍ. چا سره چې د بل د وخت فکر نه وي؛ نو د خپل وخت فکر هم ورسره نه وي او چا سره چې د خپل وخت فکر نه وي؛ له هغه سره د خپل کاروبار فکر هم نه وي، دغه ډول وګړيو ته يو کار سپارل نه وي پکار.
د واشنګټن [16] مرستيال يو ځل خپل کاري دفتر ته له ټاکل شوي وخت نه لږ ناوخته راغى، کله چې واشنګټن ترې د ناوخته راتلو سبب وپوښت؛ نو هغه ځواب ورکړ، چې ساعت مې وروسته پاتې و؛ ځکه په خپل وخت راونه رسېدم. واشنګټن ورته وويل (( وروره! يابه ته ځان ته نوى ساعت واخلې او يا به زه د نوي مرستيال غم وکړم ))
چا سره چې د خپل وخت غم نه وي، هغه د نورو سوکالي او ارامي هم له منځه وړي. له دغسې وګړيو سره چې د چا سرو کار شي؛ نو ټول عمر به يې په ستونزو کې وي؛ ځکه دا ډول وګړي ددې پر ځاى چې د پلان له مخې يو کار تر سره کړي، په ګډوډۍ اموخته وي، نظم او ترتيب خوند نه ورکوي او په اصطلاح دوى په بې نظمۍ کې سخت منظم وي. دوى ټول عمر مېلمستيا ته تر ډوډۍ خوړلو وروسته راځي او خپل موټر هغه مهال مستري ته ورولي، چې په نيمه لاره کې ورته ودرېږي. د دوى عادت وي، چې کله د پوستې موټر لاړ شي، دوى خپل ليک پوستې ته سپاري؛ خو لنډه دا چې د دوى هره چاره بې وخته، بې نظمه او بې ترتيبه وي.
که څوک ورسره په معامله کې راګير شي؛ نو توبې ايستلو ته يې اړ باسي.
خو له دې ټولو خبرو سره سره دا هم منل شوې، چې څوک يو کار بې وخته او ناوخته تر سره کوي؛ نو پايله يې هم هماغسې ورته ناوخته او بې وخته تر لاسه کېږي. همدا وګړي بيا د دونيا نه ګوښه په تيارو کې پاتې وي، همدوى دي چې بيا له خپل برخليک نه سر ټکوي او کنځا ورته کوي.
که انسان غواړي بريالى کاروباري شي؛ نو د پورته ښو صفتونو له خپلولو څخه پرته بايد پر ځان ويسا او باور ولري او په اصطلاح بايد په خپلو چاور کې خپلواک شي. له دې سره سره بايد ددې وړتياهم ولري، چې کوم ځاى کې کوم کار څرنګه ترسره کړي؟ دې وړتيا ته ډېر ځله هغه ځاى کې اړتيا پېښېږي، کله چې انسان د خداى پر مخلوق واکمن وي؛ يانې د پوځ مشرانو، واکمنانو او پاچاهانو لپاره مهمه نه ده، چې يوازې دې د واکمنۍ او جنګېدلو چل ورته زده وي؛ بلکې دوى بايد بريالي او تکړه کاروباري وګړي هم وي. دوى بايد ددې وړتيا ولري، چې کومه دنده چاته سپارل پکار دي؟ دوى بايد د سرتېرو د خوراک، پوښاک او نورو اړتياوو پوره خيال وساتي. دغه صفتونه د اروپا دوو واکمنانو کې موجود وو او هغوى تکړه کاروباريان هم ول، چې يو يې ناپليون او بل يې ولنګټن[17] و.