لومړى څپر كى
له ځان سره خپله مرسته وكړئ!
الله تعالى له هغوى سره مرسته كوي، چې له خپل ځان سره خپله مرسته كوي. دا يوه ازمايل شوې خبره ده، په دې اړه ډېرې تجربې شوي دي. له ځان سره خپله مرسته كول د شخصي پرمختګ بنسټ دى او كله، چې دا حِِس د يو قام په ډېرو وګړيو كې شتون ولري؛ نو هغه قام خامخا ځواكمن او د ژوند په هر ډګر كې بريالى وي. بهرنۍ مرسته يو كار كمزورى كوي؛ خو كورنۍ (داخلي) مرسته يې ځواكمنوي. كله چې د چا لپاره يا د كوم قام لپاره بل څوك يو څه كوي؛ نو هغه اړتيا چې دى يا دغه قام يې له ځان سره خپله مرستې كولو ته لري؛ له منځه ځي او ښكاره ده، چې د هغه كار پايله به هم كمزورې وي.
ډېر ځل ليدل شوي دي، چې د كومو وګړيو د كارونو څار او كتنه له حده زياته وي؛ د هغوى پښې او لاسونه د بل په امر خوځېږي؛ داسې وګړي د ژوند په ټولو چارو كې كمزوري او پاتې وي.
كه د ژوند چارو لپاره څومره غوره اصول او كړنلاره وټاكل شي، بيا هم له انسان سره د ژوند په عملي ډګر كې كومه مرسته نه شي كولاى، هو دومره شونې ده، چې د همدې اصولو او كړنلارې په رڼا كې به هغه خپلواك پرېښوول شي؛ تر څو له ځان سره په خپله مرسته وكړي، په خپله د خپل پرمختګ لارې پيدا كړي، كه څه هم په دې اړه ځينو وګړيو ډېره مبالغه كړې. هغوى وايي (( د انسان پرمختګ د ژوند د يوې ځانګړې كړنلارې لرلو پورې تړلاى دى )) خو زما په اند كړنلارې او اصول دومره ګټور او اغېزمن نه دي، لكه څومره چې ځينو حالاتو كې زيانمن تمامېږي. اوس نږدې ټول وګړي پوه دي، چې حكومتي قوانين او اصول دومره مرستندوى نه دي، لكه څومره يې چې د پرمختګ مخه ډب كړې ده.
اصلاً د حكومت دندې كومې دي؟
يوازې درې...
۱: زموږ د سر ساتنه.
۲: زموږ د مال ساتنه.
۳: زموږ د خپلواكۍ ساتنه.
دې كې شك نشته، چې كله د قانون اصول له عقل سره برابر وي؛ نو انسان ته د خپل زيار مېوه ډېره ښه رسي، دا كه جسماني زيار وي او كه اروايي؛ خو بيا هم قانون كه هر څومره غوره او ښه جوړ شواى وي؛ نو له لټانو څخه به زياركښان جوړ نه كړي؛ هغه څوك چې بې ځايه لګښت كوي هغه به هماغسې پاتې وي او شرابي به هېڅكله يوازې په قانون پرهېزګار نه شي. په دې اړه قانون له دوى سره مرسته نه شي كولاى؛ ځكه دا خويونه د دوى په وجود كې د دوى په خپله هڅه راټوكېدلي او اوس يې د له منځه وړلو لپاره هم بايد دوى خپله لاس په كار شي.
ولسي حكومت څه مانا؟ له څومره وګړيو چې دا حكومت رامنځته شواى وي، د هماغو وګړيو د كړو وړو ټولګه ده. حكومت چې هر څومره ښه او غوره وي؛خو كه رعيت يې ښه نه وي؛ نو هغه هم خپلې سطحې ته راټيټوي، په همدې ډول كه حكومت هر څومره خراب او ناښه وي؛ خو كه ولس و رعيت يې ښه و؛نو هغه به هم خپلې سطحې ته پورته كړي؛ يانې ښه به يې كړي. دا يوه طبعي قاعده ده، د يو قام كړه وړه چې هر ډول وي، د حكومت او قانون اكر (حالت) به يې هم هماغسې وي، لكه څرنګه چې اوبه ځانته په خپله ځاى پيدا كوي، دغه ډول د هر قام وړتيا د هغه په حكومت كې ښكاري.
په ښه قام باندې ښه وګړي ډېر ښه حكومت كوي؛ خو په ناپوهه او ناښه قام باندې ناپوهه او ناوړه وګړي حكومت كوي. دا په تجربو زباد (ثابته) شوې ده، چې د يو هېواد د حكومت وړتيا چارواكو پورې دومره تړلې نه ده، څومره چې د هغه هېواد اوسېدونكو پورې تړلې ده.
دا چې قام د ډېرو اشخاصو ټولګې ته ويل كېږي، نو ددې قام تهذيب به څه وي؟ د همدغه قام د ښځو، نارينه وو، نجونو او هلكانو ځانګړي پرمختګ ته ددې قام وړتيا او تهذيب ويل كېږي.
په يو قام كې د راګډو ټولو اشخاصو زيار، زړه ورتيا او ايمانولۍ ته د قام پرمختګ ويل كېږي او هم يو قام كې د راګډو ټولو اشخاصو لټۍ، ځانغوښتنې او بدچلنۍ ته د قام وروسته پاتې والى ويل كېږي.
زموږ د ټولنې هغه نېمګړتياوې، چې موږ يې په وېر كېنولي يوو، كه لږ غور ورته وكړو، نو هغه زموږ د هر يو د بداخلاقيو پايله ده، كه موږ د قانون په زور د هغې له منځه وړل غواړو، پوهېږئ! څه به وشي؟ هغه بدۍ او نېمګړتياوې به په بله بڼه رامنځته شي او د ځان لپاره به يو بل چوكاټ غوره كړي. هو، كه د ټولنې هر وګړى ځان ښه كړي، خپلې نېمګړتياوې له منځه يوسي، خپل كړه وړه ښه كړي؛ نو ډېر لږ وخت كې به ټوله ټولنه يوۀ ښه ټولنه وي.
كه زما دا خبره سمه وي؛ نو راځئ هر يو په خپل ځان كې دا حِس پيدا كړو، چې خپل كړه وړه په خپله ښه كړو، د خپلو نېمګړتياوو د را په ګوته كولو لپاره د حكومت يا محكمو انتظار ونه كړو، د ټولنې د سمون او پرمختګ لپاره دا يوه ډېره غوره لار ده. ددې پر ځاى چې وخت په وخت زاړه قوانين بدل كړو، نوي او سخت قوانين وضعه كړو يا هم د ټولنې د وګړيو د سمون لپاره نورې نورې لارې وسنجوو، غوره دا ده، چې ملي فكر ولرو، قامي او ملي مينه بايد په خپلو زړونو كې پيدا كړو.
دا چې زموږ ټول پرمختګونه يوازې دې پورې تړلي دي، چې څرنګه پر خپل ځان په خپله حكومت وكړو؟ نو دا مهال حكومت او دولتي محكمو ته دومره اړتيا نه پېښېږي. دې كې شك نشته، چې حكومتي ادارې د محكمو په ګډون، د بداخلاقۍ، ناپوهۍ او ځانغوښتنې له مكروبونو ډكې دي. د لټۍ او تنبلۍ ناروغيو په كې ښه پوخ ځاى نيولاى. كوم قامونه چې د دغسې ادارو د كارونو په تمه ناست وي، په هغو كې حكومتونه ځي و راځي؛ خو د دوى خپلواكي هماغسې تر پوښتنې لاندې وي.
تر هغې چې په قامونو او ولسونو كې دا فكر ژوندى وي، چې زموږ خپلواكي زموږ حكومت پورې تړلې ده؛ نو د پرمختګ، سمون او ښه والي فكر په كې وده نه شي كولاى. په حكومتي ادارو كې كه هر ډول بدلونونه رامنځته شي، بيا هم په كې د ښه والي فكر هسې يو خيالي تصوير دى، چې په ناڅاپي غږ يا د سترګو په پورته كولو سره به هېڅ هم نه وي.
د قام د ځانګړو كړو وړو ښه والى د قامي خپلواكۍ بنسټ جوړوي. جان سټوارټ مل[1] ليكي: (( تر هغې چې د يو قام د هر وګړي په زړه كې انسانيت ته درناوى او د خپلو حقونو او عزت خيال شتون ولري؛ نو هېڅ ظالم حكومت پرې ظلم نشي كولاى، كه رښتيا وويل شي، دا ظلم پر دوى خپله د دوى ناپوهي او كړه وړه كوي. د دوى همدغه ناپوهي ده، چې په چارواكو كې د دوى د عزت او درناوي فكر وژني. د انسان د پرمختګ وسايلو كې وګړي څومره تېروتلي دي، ځينې وايي چې تر ټولو ښه واكمن ته ډېره اړتيا ده؛ يانې لومړى بايد حكومت ښه شي ورپسې قام. ځينې وايي، نه لومړى بايد قام ښه شي؛ خو ځينې بيا وايي چې د غوره قوانينو او اصولو رامنځته كول د انسان د پرمختګ وسيله كېداى شي.
هغه وګړي چې د ښه واكمن د لرلو هيله كوي، كه دغه ډول واكمن پيدا هم شي؛ نو هغوى ځانونه نېكمرغه ګڼي او موږ ته به ووايي چې لږ صبر وكړئ، تاسې لپاره به هر څه وشي، تاسې خپله لاس و پښې مه وهئ. كه موږ د دوى خبره ومنو؛ نو پايله به يې څه وي؟ پايله به يې دا وي، چې په خپل لاس به د يو ظالم حكومت بنسټ كېږدو. د ښه واكمن لټون او هيله يو ډول بت پرستي ده، داسې هيله لرل د پاچايي ځواك و واك له عبادت سره ورته دي، لكه څرنګه چې د زرو عبادت او پرستش انسان ذليلوي، دغه ډول يې د پاچا د ځواك و واك عبادت هم هر څه په اوبو لاهو كوي.
تر ټولو غوره او ښه فكر دا دى، چې انسان بايد له ځان سره خپله مرسته وكړي، كله چې وګړي پر دې ښه پوه شي او پر دې خبره عمل هم وكړي؛ نو هغه مهال دغه بت پرستي له منځه ځي، د پاچا د ځواك و واك عبادت او له خپل ځان سره مرسته كول، دوه داسې مخالف لوري دي، چې پر يو مهال يې يو ځاى كېدل ناشوني دي.
قامي ځواك او د پارلمان د كړنو د ښه والي هيله، دا ټول باطل خيالونه دي، ويلم ډرېګن، چې د ايرلينډ نوميالى هېوادپال دى، يو ځل يې په يو نندارتون كې وويل: كله چې زه د خپلواكۍ نوم اورم؛ نو زما ذهن ته زما هېواد او هېوادوال راشي. زه دا ډېر اورم چې زموږ هېواد ته هغو يا دغو خپلواكي ګټلې. د نورو هېوادو اوسېدونكو موږ لپاره ډېر څه كړي دي. زه هم د نورو وګړيو غوندې دا منم، چې زموږ د خپلواكۍ ډېر څه يوازې همدا موږ پورې تړلي دي، زه باوري يم چې كه موږ زيار وباسو، خپل ځواك پر ځاى وكاروو؛ نو پرمختګ مو حتمي دى، اوس موږ ايله يو ګام وړاندې تللي يوو؛ خو پر دې څه نه كېږي. خپلواكي ګټل ستونزې ګالل غواړي، كلك هوډ د برياليتوب لومړى آړ دى. كه موږ د پرمختګ ډګر ته راووځو او د زړه له تله هلې ځلې وكړو؛ نو لرې نه ده، چې د خپلواكو او سوكاله قامونو په ليكه كې ودرېږو.
كه انسان د تېرو قامونو اكر ته په غور سره وګوري؛ نو ويلاى شو، چې د اوسنيو انسانانو پرمختګ د تېرو هغو د غور و فكر، زيار و هڅو پايله ده.
د هغه مهال خواريكښ كروندګر، د كانونو ايستونكي، د نويو څېزونو جوړونكي، د پټو خبرو را ايستونكي، د جرثقيل او نورو الو كاروونكي او ټول كسبګر، هنرمندان، شاعران، فيلسوفان، حكيمان او چارواكي ټولو زموږ په پرمختګ كې ستره ونډه لرلې ده.
د اوسني هر قام د پرمختګ ودانۍ د پخواني نسل د زيار پر بنسټ ولاړه ده، له آره خو د اوسني پرمختګ ددې سترې ماڼۍ جوړوونكي پخواني وګړي دي. هغوى د پرله پسې زيار و كوښښ په پايله كې علوم و فنون له ګډوډ اكر نه را و ايستل او سره يې ترتيب كړل. دا د مهال بدلون او اوښتون دى، چې د هغوى ميراث موږ ته راپاتې شو؛ خو دا ددې لپاره هم نه، چې موږ يې له منځه يوسو، ويې لګوو، هغوى موږ ته دا ددې لپاره پرېيښى چې موږ ورته نور پرمختګ هم وركړو، نور شته هم پرې اضافه كړو او راتلونكي نسل ته يې په مېراث پرېږدو.
دې كې شك نشته، چې په انګرېز قام كې (( له ځان سره په خپله د مرستې كولو )) حِس ډېر پياوړى دى؛ ځكه نو په كې هر وخت ډېر داسې وګړي پيدا شوي چې ستر ستر كارونه يې كړي دي؛ خو كه لږ غور وشي، دا ستر كارونه هغو غريبو او خواريكښو تر سره كړي دي، چې څوك يې نوم هم نه اخلي؛ يانې زموږ د پرمختګ اتلان نوموركي دي؛ ځكه د هرې جګړې برياليتوب د جګړې بولندوى پسې ليكل كېږي؛ خو ټول پوهېږي، چې جګړه سرتېري كوي، انساني ژوند هم د سرتېرو جګړې ته ورته دى، د هر پېر، هر قام د تېرو شويو او راتلونكيو نسلونو تر منځ منځني په خپله همدوى وي؛ نو ځكه خو دوى بايد له خپلو تېرو او راتلونكيو نسلونو څخه ډېر كارنده او تكړه وي؛ ځكه د جګړې پر مهال هم بايد منځني سرتېري تر وړاندې او وروستو هغو ډېر ځواكمن وي او دا ځكه چې دوى د وړاندې او وروستيو په پرتله ډېر څه كولاى شي.
ډېر داسې وګړي هم شته، چې نوم و نښان يې په كتابونو كې نه دي ليكل شوي؛ خو هغوى د پرمختګ بنسټونه ايښي او د ژوند په ډګر كې يې له هغوى نه ډېر څه كړي دي، چې اوس يې د كتابونو او ورځپاڼو مخونه ډك كړي دي.
د ورځني ژوند له تجربو دا خبره زباديږي، چې ځينې ځانګړي كړه وړه هم دومره ځواك لري، چې د نورو پر ژوند او كړو وړو اغېز وكړي او رښتيا هم دا زده كړه غوره او ښه ده. كله چې موږ دا عملي زده كړه د علمي زده كړې سره پرتله كوو؛ نو د ښوونځيو او پوهنځيو زده كړې ددې زده كړې په پرتله بيخي لومړنۍ ښكاري.
د غوره او ښه ژوند كولو زده كړه، د ښوونځيو او مدرسو له زده كړې ډېره ګټوره ده؛ ځكه د ښوونځيو او مدرسو زده كړې د كتابونو او كتابتونونو پورې تړلي وي؛ خو د ښه ژوند كولو زده كړه انسان هره ورځ له ملګرو سره په ناسته ولاړه كې، په خپل كور كې، د ښار په كوڅو كې، ماركېټونو كې، كارځايونو كې او هر ځاى كې له وګړيو سره ناسته ولاړه كې، كولاى شي تر لاسه كړي. دا زده كړه ليك و لوست ته اړتيا نه لري، شونې ده، په دې اړه يو نالوستى له يو لوستي ډېر بريالى وي.
همدا عملي زده كړه ده، چې د يو قام وګړيو ته پر ځان ويسا او باور لرل ښيي او د ژوندانه په هر ډګر كې ترې د ښو كړو وړو هيله كوي. همدا زده كړه انسان اړ كوي، چې د ژوند غوښتنې پوره كړي او د خپل ښه راتلونكي لپاره هلې ځلې وكړي؛ خو دا زده كړه له كتابونو څخه تر لاسه كېږي، بېكن څه ښه ويلي دي (( عمل او كړنه په زده كړو پورې اړه نه لري، د زده كړو عملي كول له زده كړو كولو نه وروستۍ، دباندنۍ او پورته خبره ده. تجربې او ژوره كتنه له انسان سره په ښه ژوند تېرولو كې مرسته كوي او هم انسان ددې وړ ګرځوي، چې له خپلې زده كړې او پوهې څخه د ژوند په ډګر كې ګټه واخلي ))
دا هم تجربو زباد كړې ده، چې انسان پر پوهې سربېره د زيار ګاللو او كار كولو په وسيله هم د كمال لوړې درجې ته رسېدلاى شي. كه د شعر و ادب په برخه كې د برياليو او غوره اشخاصو ژوند ته كتنه وكړو؛ نو ډېرى يې له زده كړو پرته د ښو كړنو په وسيله نوميالي شوي دي او د وګړيو په زړونو كې يې ځاى موندلاى دى.
زه خو وايم، د ښه ژوند كولو زده كړې لپاره تر ټولو غوره كتاب هغه دى، چې د سترو او نومياليو وګړيو ژوندليكونه په كې ځاى وي. دا ډول كتابونه لوستل د ژوند لارې لپاره له څراغ نه كم نه وي؛ ځكه دا كتابونه موږ ته راښيي چې څرنګه ښه ژوند وكړو، خپل ذهنونه څرنګه له بېكاره او لوېدلو خيالونو څخه خالي كړو او هم څنګه د ژوندانه په ډګر كې له همت نه كار و اخلو، دا كتابونه موږ ته د ژوند په ډګر كې د هغو برياليو او نومياليو وګړيو بېلګې مخې ته ږدي، چې ټول عمر يې پر ځان باور درلودلاى، زيار يې ايستلاى او بريالى ژوند يې كړى دى. ددې كتابونو په لوستلو انسان خپله پوهېږي، چې د خپل ژوند لپاره څه كولاى شي؟ او څه بايد وكړي؟ په دې ډول كتابونو كې دا خبره ښه روښانه شوې، هغه وګړي چې د ژوند په ډګر كې ځان پاتې او لوېدلي ګڼي، كه هغوى پر ځان باور وكړي، راپورته شي او خپل برياليتوب لپاره سر له نوي فكر وكړي؛ نو داسې به هېڅ نه وي، چې دده مخه دې ونيسي او دى وړاندې تللو ته پرېنږدي.
هغه وګړي چې اوس يې تاسې نومونه په ډېر قدر اخلئ، هغوى چې د پوهې او هنر په ډګر كې نوميالي او ستر ګڼل كېږي، هغوى چې نن يې تاسې نظرونو ته احترام لرئ او د قدر په سترګه ورته ګورئ او هغوى چې له مرګ وروسته اوس هم د وګړيو پر زړونو پاچاهي كوي، دوى د كومې ځانګړې ډلې، قام او نژاد پورې تړلي نه وو، چې د هغې په وسيله به يې دومره پرمختګ كړاى وي او دومره به ستر شوي وي، هغوى لكه تاسې غوندې عادي انسانان وو.
څوك له ښوونځيو راوتي، ځينې يې د پلورنځيو كاركوونكي وو، ځينې يې په خيمو كې زېږېدلي او ځينې يې هم په پاچاهي ماڼيو كې چوپړ كوونكي وو. له دې ټولو پرته د الله تعالى ډېرى پيغمبران په ډېرو غريبو كورنيو كې زېږېدلي دي، هغوى زيار ايستى؛ غربت، لوږې، تندې او.... يې هم مخه ډب نشوه كړاى؛ بلكې دې ستونزو او زحمتونو هغوى نور هم هڅولي چې زيار وباسي، زحمت وګالي، د خپل زړه ټول ځواك له ځان سره ملګرى كړي؛ تر څو په ستونزو بريالى شي. په دې اړه موږ په زرګونو بېلګې لرو او داسې هېڅوك به هم نه وي، چې ترې سترګې پټې كړي. دا خبره اوس سل په سلو كې سمه ده ((انسان چې څه وغواړي، هغه كولاى شي )) ګورئ جرمي ټېلر[2]، ښاغلى ريچرډ آر كريټ[3]، ټنډرټن[4] او ټرنر[5]، دا ټول زموږ په ټولنه كې څومره ستر وګړي ګڼل كېږي؟ همدارنګه دا هېچا ته هم نه ده، معلومه چې شكسپير[6]څوك و؟؛ خو دې كې شك نشته، چې هغه د ډېرې غريبې كورنۍ زوى و، پلار يې قصاب و او خپله شكسپير هم يو مهال د رخت اوبدلو كار كاوه. ځينې وايي چې هغه لومړى د يو ښوونځي څوكيوال و، بيا له يو عادي محرر سره د مكتوبونو دوباره ليكوونكى شو. دده په اړه وګړي وايي چې دى يو نړيوال شخصيت و؛ ځكه دده په ليكنو او ډارمو كې د هرې پوړۍ وګړيو خبرې داسې راغلي چې فكر كېږي، ده به يو مهال هغه دنده تر سره كړي وي. يو ماڼو وايي چې هغه به هرومرو كښتۍ چلولي وي، يو پادري وايي، چې هغه به حتماً مذهبي لارښود هم تېر شوى وي، يو اس پېژندونكى فكر كوي، چې ده به خامخا اسونه هم پلورلي وي. لنډه دا چې داسې فكر كېږي، چې هغه به په ټوله نړۍ كې ګرځېدلاى وي، له هر ځاى څخه به يې تجربې او پوهې زده کړي وي؛ ځكه يې ډرامې، ليكنې او ...ټولخوښي ګرځېدلي دي.
دا چې په حقيقت كې هغه هر څه وي، وي به؛ خو دې كې شك نشته، چې هغه ډېر خواريكښ هڅاند او تكړه وو، ستړيا، لټي او ناكامي يې نه پېژنده؛ ځكه يې اثار د وګړيو په زړونو اغېز ښندي. كه تاريخ ولولو، دا به راته لاښه روښانه شي، چې د نړۍ ستر شاعران، انجينران، د سرتېرو مشران، د ورځپاڼو چلوونكي، انځورګران، واعظان او نور ټول له ډېرو غريبو كورنيو سره اړيكې لري؛ خو چې زيار او زحمت يې ګاللى د ژوند په هر ډګر كې په اوچتو سترګو ولاړ شوي دي. دداسې سترو وګړيو د ژوند ليكونو له لوستلو نه وروسته سړي ته دا معلومېږي، چې ستونزې، خنډونه او محروميتونه ډېر مهال د برياليتوب وسيله كېږي؛ ځكه دا ليدل شوي او دا هېچېرې نه دي ليدل شوي، چې د برياليتوب وسيله دې لټي يا تنبلي وي.
كه يو څوك د هر څومره پانګوال او لوړپوړي شخص زوى وي؛ خو چې د خپل پرمختګ فكر ورسره نه وي، پرمختګ نشي كولاى. سمه ده، چې ځمكې او كورونه انسان ته په ميراث کې پاتې كېږي؛ خو پوهه او عقل بيا څوك په ميراث نشي وړلاى. انسان كولاى شي د پيسو په وسيله له نورو كار واخلي؛ خو كه چا ته د قارون خزانې هم وركړې، عقل، غور و فكر ترې نشې اخيستى. كه انسان هر څومره غريب يا پانګوال وي؛ خو د زده كړې پر مهال دواړه اړ دي، چې په يو كتار كې ودرېږي او پر يوې لارې لاړ شي. د انسان د روزنې لپاره پانګې ته هېڅ اړتيا نشته، كه نه نو د نړۍ په زرګونو او لكونو غريبان ولې د پوهې او هنر بنسټګر شوي دي؟ له همدې ځايه ويلاى شو، چې دا خبره سمه ده (( پانګه ډېرى مهال ضررناكه؛ بلكې د پرمختګ خنډ كېږي، د پانګوال انسان ډېرى مهال پر ځان باور نه وي، هغه كې دا متره نه وي، چې غمونه او ستونزې وګالي. دې كې شك نشته، چې كه يو انسان زياركښ او هڅاند وي، ستونزو او زحمتونو ته وار پار خطاء نه كړي؛ نو غربت به يې د اسماني بلا پر ځاى د الله تعالى جل جلاله د رحمت په څېر پكار شي.
پانګه د انسان لپاره د عياشۍ وسيلې ډېرې ژر برابروي، چې په واسطه يې انسان خوار او ذليلېږي او د انسانيت له درجې هم كښته ولېږي؛ خو كه يو څوك له دې سره سره چې پانګه لري، عياشۍ، لټۍ او ناغېړۍ ته ځان ونه سپاري، خپل ټول ځواك په كار و اچوي او د راتلونكي ښه ژوند فكر و سوچ ورسره وي؛ نو لرې نه ده، چې په ټولنه كې د يو وياړمن او عزتمن شخص په څېر راڅرګند شي.
انګلستان ځكه دومره پرمختګ كړى، چې د واكمنانو يې لټي او ناغېړي نه خوښېده؛ هغوى د كار و ګړي وو. هغوى به ټول عمر په داسې كارونو بوخت ول، چې د هېواد او قام د پرمختګ باعث به يې وو. د پارلمان غړي لكه ډربي، رسل[7] ډرزيلي[8]، ګليډاسټون[9] دا ټول بې جوړې خوارېكښ او هڅاند وګړي ول. همدرانګه ښاغلى رابرت پيل[10] او لارډ بروهم[11] له حده زيات خواريكښ وو.
لارډ بروهم پوره شپيته كاله خپل هېواد ته خدمت وكړ، كله چې داسې عمر ته ورسېد، چې د هر انسان زړه په کې غواړي بېكاره او ارمه واوسي؛ نو دا مهال يې څېړنې او ليكوالۍ ته مخه كړه او ډېرې غوره رسالې او كتابونه يې وليكل، هغه چې زيار او محنت سره يې له زړه نه مينه وه، په زړښت كې يې هم دومره زيار ګاله او دومره هڅه يې كوله، چې درې تكړه ځوانان هم ورته نشوه رسېداى. هغه ته به ويل كېده، چې ته اوس بوډا يې، دومره كار كول درته ښه نه دي؛ خو هغه په دې نه قانع كېدل، څه يې چې زړه غوښتل، هغه يې كول.
راځئ! چې پانګوالو كې د يو بل زياركښ سراى باورلټن[12] له حاله هم خبر شو، په ليكوالو كې ډېر كم د هغه مقام ته رسېدلي، هغه يوازې يو هنر نه درلود؛ بلكې په هره برخه كې يې كتابونه ليكلي، په ناول، شاعرۍ، ډارمه ليكنه، تاريخ ليكنه، ورځنۍ مهمې پېښې ليكنه، د وينا او بيان فصاحت، په قانون پوهېدل، په دې ټولو برخو كې هغه جوړه نه درلوده. علت څه دى؟ هغه ولې دومره پرمختګ وكړ؟ ځكه چې هغه د دونيا دې تش په نوم عيش و عشرت ته په كركه وكتل او شپه و ورځ په خپلو كارونو بوخت پاتې شو. په انګريزي ليكوالو كې فكر نه كوم، داسې څوك وي، چې دې ټولو برخو كې دې يې دومره غوره كتابونه ليكلي وي او تر ټولو د ستاينې وړ خو داده، چې دا هر څه هغه په خپل شوق تر سره كړي دي. كنه يو پانګوال سړى و، كولاى يې شول چې خپل عمر يې په چكر، ښكار، نندارو، بهرنيو هېوادونو ته په سفرونو او په سلګونو نورو عيش و عشرتونو تېر كړى واى؛ خو نه هغه په خپله خوښه دومره زحمت وګاله، نور يې هر څه ته شا كړه، ليكوالۍ او كتابونو ليكلو ته يې مخه كړه، همدا ورته ستره ننداره او تر ټولو غوره لوبه ښكارېده. هغه لومړى ځل يو څه شعرونه چاپ كړل، خو چا يې دومره قدر ونه كړ، له هغه وروسته يې نوره خواري وكړه او يو ناول يې وليكه، هغه هم چاته دومره خوند ورنه كړ، دغه ټكى د پام وړ دى، كه دده پر ځاى د كوم كمزوري زړه خاوندليکوال واى، بيا به يې د ليكوالۍ نوم په خوله هم نه و اخيستى؛ خو افرين دې وي د هغه همت او كوښښ ته، چې ځان يې ونه بايله او بيا يې هم د كتابونو ليكل جاري وساتل، له دې وروسته هغه ورو ورو مشهورېده، هغه پرله پسې تر دېرش كالو پورې كتابونه وليكل او په دې ډول يې نړيوال نوم وګاټه.
ډرزيلي ډېر زياركښ انسان و، هغه هم لومړى ځل غوښتل د ليكوالۍ له لارې برياليتوب ته ورسي؛ خو پاتې راغى. هغه هم ځان ونه بايله او كرار كېنه ناست، دا خبره رښتيا هم ده، چې حق نه پټېږي، يوه ورځ ځان ښكاره كوي. ډېر وروسته وګړي پوه شول چې د هغه قلم و ليكوالۍ كې څومره زور دى؟ هغه په وينا او خبرو كې هم لومړى ځل پاتې راغى، كله چې هغه د عوامو مجلس كې خبرې كولې؛ نو وګړيو خندل او ويل به يې، نقل كولو ته راغلى. لنډه دا چې په لومړي ځل وينا يې چې د ناستو وګړيو زړه څه غوښتل، هغه يې ورپورې وويل؛ خو دا چې خپله ډرزيلي د خپلې وينا په پاى كې كومه جمله وويله، هغه د پام وړ ده (( ما ډېر كارونه پيل كړي، په لومړي سر كې نه يم بريالى شوى؛ خو وروسته وروسته بريالى شوى يم. زه اوس كېنم؛ خو دا وايم، داسې وخت به هم راشي چې تاسې ته زما خبرې په زړه پورې وي او په غور يې واورئ ))
رښتيا هم هغسې وخت راغى او د هغه وړاندوينه سمه وخته؛ ځكه ډرزيلي يو مهال د انګلستان تر ټولو غوره ويناوال ګڼل كېده او دا ځكه چې هغه د نن سبا ځوانانو غوندې په يو ځل پاتې راتګ زړه ماتى نشو او نه كېناست؛ بلكې د خپلې وينا پر نېمګړتياوو يې غور وكړ، د پارلمان د بحثونو لوستنه يې پيل كړه، د خپلو اورېدونكو د خندا ټكي يې ځان ته معلوم كړل او په پاى كې بريالى راووت.
دا چې څومره بېلګې وړاندې شوې، يا به وړاندې شي، له دې ټولو ښكاري چې د برياليتوب او پرمختګ ستر راز په زيار ايستلو او پر ځان باور درلودلو كې دى؛ خو له دې سره سره دا هم بايد ومنو، چې كومه ګټه موږ د نورو له بريالي ژوند، غوره ويناوو او ياهم غوره كړو وړو څخه اخلو، هغه زموږ په كار و بار، بلكې زموږ په ژوند كې راسره ډېره مرسته كوي، له ماشومتوبه تر زړښته انسان له يو بل څخه مرسته اخلي او څوك چې لږ وړتيا هم ولري، هغه د چا نيكي نه هېروي او اقرار كوي، چې چا چا ورسره مرسته كړې؟
ټاك ول[13] له ډېرې لوړې كورنۍ سره اړيكه درلوده، د هغه پلار د فرانسې يو عزتمن سړى و، مور يې هم ښه پانګواله او عزتمنه ښځه وه. د همدې كورنۍ اغېز و، چې هغه سمدستي قاضي مقرر شو؛ خو د هغه دا دنده خوښه نه وه؛ نو ځكه يې استعفا وركړه او امريكا ته لاړ. د هغه د بحري سفر يو ملګرى ليكي چې ټاك ول له لټۍ څخه سخته كركه درلوده، هر وخت به په يو نه يو كار بوخت و، هغه خپل يو ملګري ته ليك كې ليكي (( په ژوند كې هېڅ داسې مهال نشته، چې انسان دې په كې كيني؛ ځكه هر وخت بايد دى په بهرنۍ يا كورنۍ (داخلي) هڅه بوخت وي. زه انسان يو داسې مساپر ګڼم، چې د سړو هېوادونو په سفر وتى وي، هغه چې څومره هڅه كوي او وړاندې ځي، هماغومره به تېز او بريالى وي، كه په خپل ځاى ولاړ پاتې شو؛ نو ساړه به يې يخ كرخ كړي او د وړاندې تلو توان به ترې واخلي، په كراره کېناستو د انسان روح ناروغېږي؛ نو پكار ده، چې له ناروغۍ نه د ژغورلو لپاره انسان هر وخت بايد په يو نه يو كار بوخت وي )) كه څه هم ټاك ول د ځانګړي زيار او هڅې پلوى و؛ خو ورسره يې دا هم منل، چې د نورو كړه وړه او غوره ژوند ته پام كول له انسان سره خپل پرمختګ كې ډېره مرسته كوي. هغه خپل يو بل ملګري ته په يو ليك كې ليكلي (( وروره! څومره چې زه پر تا باور لرم، پر هېچا يې نه لرم، هو ډېرو وګړيو به زما پر ژوند اغېز لرلاى وي؛ خو له تا پرته بل هېچا هم زما د ژوند په كړنلاره اغېز نه دى لرلاى ))
هغه د خپلې ماندينې په اړه ليكي (( زه د مريم په وسيله نرم زړى او نرم مزاجه شوم كنه له مانه به د پوهې په لاسته راوړلو كې دومره هڅه نه وه شوې، زه باوري يم چې د لوړ فكر او پوهې څښتنه ښځه ورو_ ورو د خپل مېړه پر كړو وړو اغېز پرېباسي او پست فطرته او ناپوهه ښځه خپل مېړه د خوارۍ او ذلت كندې ته ورټېل وهي ))
لنډه دا چې د انسان كړه وړه له سلګونو خواوو څخه اغېزمن كېږي، ځينې وخت چې هغه د نورو برياليو وګړيو بېلګې ګوري؛ نو ترې اغېزمن كېږي، كله په كتابونو كې ځينې لارښوونې لولي او پرې اغېز كوي، كله نا كله د خپلو ملګرو له ناستې ولاړې څخه هم يو څه اخلي، كله بيا د خپل پلار او نېكونو له ويناوو او كيسو نه يو څه زده كوي، كه دا ټولې اغېزې ګټورې وگڼو، بيا هم دې كې شك نشته، چې انسان ته د خپل ژوند ښه والي لپاره په خپله هاند او هڅه كول پكار دي. همدغه هاند او هڅه ده، چې انسان پرې بدې يا ښې لارې ته وربرابرېږي. د نړۍ د هوښيارو او نېكو وګړيو له ناستې ولاړې، چې كومه ګټه اخيستل كېږي، كه لږ پام ورته وكړو، ټول يې له ځان سره د مرستې په فلسفه ولاړ دي؛ نو له هرڅه غوره او بريالۍ لار دا ده، چې له ځان سره خپله مرسته وكړو.