آيا تاسي مثبت فکر کوى که منفي؟ ---------------------------- ژباړن: نذير احمد ولسمل
تر ټولو بريالي انسانان هغه کسان دي، چي په ذهن کي يې مثبت فکرونه ځاى لري.
که څوک د مثبت فکر کولو وړتيا په ځان کي نه ويني، په حقيقت کي يې په منفي اړخونو کي تمرکز کړى دئ.
کورنۍ د فکر کولو او ژوند کولو د زده کړي يو ښه ماحول دئ. په مثبت فکر کوونکي کورنۍ کي ټول غړي يو- بل تکړه او غښتلي بولي، او يو د بل سره مينه او عاطفه لري. داسي کورنۍ کولاى سي ډېر ناممکنه شيان په ممکن تبديل کړي او توفيق او برياوي يې په برخه سي.
راځئ چي د مثبت فکر په پېژندلو سره د ښه، مثبت، نوښتګر، هدف لرونکي او اميدواره فکر کولو په واسطه خپل ژوند د برياوو او خوشحاليو څخه ډک کړو.
د مثبت فکر تعريف:
د فکر کولو هغه طرز دئ، چي انسان د ځان او نورو کړني، ارزوني، احساسات، علايق او استعدادونه په مناسبه توګه درک کړي او بيا په صبر او آرامۍ سره يو ډېر ښه او عاقلانه تصميم ونيسي.
مثبت او منفي فکرونه:
مثبت فکرونه، رغوونکي او انرژي بخښونکي فکرونه دي، چي د تکرار او مشق په واسطه ذهن ته لاره پيدا کوي، چي په دې توګه نو د افکارو کنټرول زموږ په خپل لاس کي وي. په داسي حال کي چي بد يا منفي فکرونه ورانوونکي فکرونه دي او کله چي و ذهن ته لاره پيدا کړي؛ نو پراختيا مومي او په چټکتيا سره ذهن اشغالوي، چي په دې صورت کي به زموږ ذهن د منفي افکارو په اختيار کي وي.
د مثبت فکر کوونکو ځانګړتياوي:
- د تېرو او راتلونکو وختونو په اړه خوشبينه او ښه فکر کوي، او د هغه څه څخه چي په اختيار کي يې دي، راضي او خوشحاله وي.
- د رښتينو او منطقي نظرياتو هرکلى کوي، او د ناسم دليل د ردولو له پاره حتماً يو منطقي دليل لري.
- په وينا کي له مثبتو او اميدواره کوونکو عباراتو څخه کار اخلي.
- تل هڅه کوي چي په تلاښ او کوښښ سره بريا تر لاسه کړي، او که په يو کار کي برى ونه مومي، نو لومړى يې عامل په خپل ځان او بيا يې په دباندنيو شرايطو کي پلټي.
- تل تر خبرو – اترو مخکي فکر کوي، ځکه نو ډېر لږ د خطا، اشتباهاتو يا ضد و نقيض سره مخ کېږي.
- د مثبت ذهن په درلودلو سره خپل افکار کنټرولولاى سي.
- که د يو شي په اړه د نظر څرګندولو غوښتنه ځني وسي، که څه هم هغه شى به منفي اړخونه ولري، خو مثبت اړخونه يې بيانوي او موضوع په نېک شګون سره نيسي، يا په اصطلاح "د لوښي نيمى - ډکي خوا ته ګوري. "
- ستونزي ډېري عادي ګڼي او د حل له پاره يې د خپلي توانايي او د نورو د لارښووني څخه ګټه اخلي.
- ډېر وختونه ښاد، خوشحاله، له انرژيه ډک، او پياوړي وي.
- ټول شيان ښايسته او خوندور ورته ښکاري، او کوښښ کوي چي د ژوند له نعمتونو څخه ډېره ښه ګټه پورته کړي.
- د نورو سره ښې ټولنيزي اړيکي ساتي، ورته خوشبينه وي او کوښښ کوي چي د توان تر حده خدمت او مرسته ورسره وکړي.
د منفي فکر کوونکو ځانګړتياوي:
- تل د خپل اوسني او پخواني وضعيت څخه سر ټکوي او راتلونکي ته بدبينه وي.
- ډېر وختونه بېله کوم منطقي دليل څخه د نورو د نظريو سره مخالفت ښيي.
- ډېر کله په وينا کي منفي عبارات او کلمې استعمالوي.
- د يو ډېر کوچني خنډ په شتون کي د تلاښ او هڅي څخه لاس اخلي، او د خپلي بدبختۍ او شکست پړه پر نورو يا شرايطو باندي ور غورځوي.
- فکري تمرکز نه لري، ضد او نقيضي خبري کوي، په کړو – وړو کي ډېري اشتباوي او غلطۍ کوي، يا په بل عبارت سره "اول کار ترسره کوي، وروسته فکر! "
- دا چي منفي فکر کوونکي دي، نو افکار يې پر دوى باندي تسلط لري.
- که د يوشي په اړه د نظر څرګندولو غوښتنه ځني وسي، پام يې دموضوع منفي اړخونو ته ډېر وي او هغه بيانوي، يا په اصطلاح "د لوښي نيمى - تشي خوا ته ګوري. "
- د (پروړ) څخه (غر) جوړوي، او د ستونزو څخه تېښته غوره کوي.
- ډېر وختونه خواشيني، بدخوابه، اشتها نه لرونکي، عصبي او ناتوانه وي.
- ټولو شيانو ته نا اميده وي، او هغه څه چي په واک کي يې لري، هيڅ ګټه او خوند نه ځني اخلي.
- په ټولنيزو اړيکو کي و هر څه ته د شک او بدبينۍ په سترګه ګوري، او فکر کوي چي ټوله د دوى پر ضد توطيه کوي.