عیني شاهدانو بېنوا ته وویلي چي  طالبانو تیر ماښام د کندوز ولایت د دشتي ارچي اړوند په یو کلي کي درې تنه دروژه ماتي او ماښام د لمانځه  د  اداء پر وخت وژلي دي .
عیني شاهدانو په وینا چي دسیمي معلومو طالبانو په مسجد کي دجماعت لمونځ د توپک دشپیلې په زور  ودراوه  او یاد کسان ئې د صفونو څخه راویستل او دخلکو په مخ کي ئې په ډزو ووژل .
عیني شاهدانو دا هم ویلي چي یادو طالبانو د اسلامي امارت په ادرس خلکو ته په زوره سپارښتنه کوله چي د دولت سره د کار انجام همدغه دی ټول دي پوه شي  او لدې دي  عبرت واخلي نوموړو کسانو خلکو ته په لوړ اواز وویل چي په کور کښینئ خدای به رزق ستاسي کورته خپله دروړي .
دیادولو وړ ده چي په وژل شوي کسانو کي دوه ئې سره وړونه وه او د دولت سره ئې په ملکي برخه کي کار کاوه او دریم کس  ملکي کس و چي تانده ځواني ېې لرله او له هیڅ چا سره ئې اړیکه نه درلودله .

په مسجد کي عامو لمونځ کوونکو دا کار یو ستر جنایت او وحشت وباله د دوي په وینا د اسلام مقدس دین هیڅ کله هم موږ ته داسي امر نه کوي چي لسګونه کسان دي خپله نیم لمونځ په زوره پریږدي او  د یو مسلمان روژاتي ویني دي خدای ته په سجده په مسجد کي توی شي .
عیني شاهدانو وویل چي تر وژنو وروسته هیڅ چا هم خپل لمونځ پوره نه کړ او ټول له ویري دمسجد پریښولو ته اړ شول 
دولتي چارواکي هم یاده پیښه تایدوي .

یادونه: دغه ډول روان ناورین د تش په نامه جهاد جریان ټول د قومي تعصبونو او تربګینت څخه سرچینه اخلي، دا ډول خلک نه په اسلام پوهیږي او نه ېې کار اسلامي دي

له بینوا څخه