تر کومه چې زه فکر کولی شم، ټول پښتانه په یو او بل نامه خپل وروسته پاته، له مشکلاتو ډک او د مرکزونو څخه لرې پرتو کلو او بانډو کې ژوند باندې خوښ او کله کله خو آن چې فخر پرې کوي.

خو د پښتنو له دې نظر سره خوشحال بابا مخالف دی، هغه پوهه، جرأت، زیرکي، هوښیاري او تعقل تر ډیره په ښاري محیط پورې تړي. او د خوشحال بابا دا خبره د نن ورځنیو افغانانو د ژوند مصداق هم دی.

 

د خوشحال بابا یوه قطعه د ښاري او کلیوال په برخه کې:

خو چې خوله کا ســره وازه
حال د دواړو شي څرګـــــند
که جاهل د کوهســــتان دی
که د شــــــهر دانشمـــــــند
په ویل کې یو پریشان ځي
بل ویل کــــــا بنــد په بنـــد
د جاهل ویل خوند نه کــــــا
د دانا ویل کـــــــا خــــــــوند

پدې هیله چې پښتانه نور له کلیوالي او کوچیاني ژوند ستړي، او د تمدن، عزت، او هوښیارۍ ژوند ته راوګرځي.