د لارو په سر د نجونو ځورول
د افغانستان په ښارونو کې د نجونو ځورول او د دیني عالمانو چپه خوله پاتې کیدل، ولې؟
په ډیرو ځایونو کې مې د هغو کسانو نظر اوریدلی او خپل ځانته معلوم کړیدئ چې د یو خوا د ټولنې د اسلامي اخلاقو د له منځه تلو ویره لري له بلې خوا د هلکانو له لوري د نجونو ځورول ښه او پر ځای بولي.
دا ډله خلک کوم او څوک دي؟
دا ډله خلک هغه کسان دي چې ډیر کم دیني (محلي) علم لري او د ژوند له ټولنیز اړخه هیڅ خبر نه لري، له بله پلوه دوی داسې انګیري چې ګواکې پدې کار سره به د ښځو بهر ته د تګ مخه ونیول شي؛ او پدې اساس به ټولنه د ښځو څخه د سرچینه اخیستونکو فتنو څخه پاکه وي.
خو دوی پدې فکر نه کوي چې د ټولنې ځوانانو ته د نجونو د ځورولو روحیه ورکول زموږ د اسلامي او افغاني ارزښتونو تر پښو لاندې کول او په نړۍ کې بدنامي ده.
پدې کار سره به هغه ښځې چې له سره حیا نلري، ایمان نلري، ضعیف النفسه دي، هیڅ له بهر ته تلو څخه منع نه شي بلکه ددې جاهلانه روش څخه به زموږ هغه باعزته او با شرافته خویندې متضررې شي (او دادی کیږي ) چې هغوی په ریښتیا هم مسلمانې دي، د خپل ځان عفت ورته محترم دی، او دوی یوازې د خپل مجبوریت له مخې بهر ته را وزي.
نن یوه نجلی د مجبوریت له مخې پوهنتون ته ځي چې ترڅو ډاکټره شي، او سبا د همدې اسلامي ټولنې د یوې مسلمانې خور علاج د اسلام په چوکات کې وکړای شي، نن یوه مسلمانه خور د مجبوریت له مخې پوهنتون یا ښونځی ته ځي تر څو سبا د خپلې مسلمانې خور لپاره معلمه شي او نجونه شاګردانې د نارینه معلم (اختلاط) څخه خلاصې کاندي او خپله د معلمۍ پاکه دنده په غاړه واخلي. مګر ډیره د خواشینی خبره ده چې هیڅوک دغو ټکو ته پام نه ساتي، یو عیاش خدای نا ترسه هلک نجونه د خپلې عیاشی له مخې او نور ملا ډوله هلکان یې د دې پوچ تصور له مخې د لارو په سر ځوروي او یا د ځوانانو دغه کړنې حمایه کوي، او یا یې په بازار، سرکونو، مارکیټونو.... او نورو عامه ځایونو کې آزار او اذیت کوي.
تاسو څه فکر کوئ دا ښه کار دی؟
آیا پدې سره اسلامي اخلاق په ټولنه کې دود کیږي؟
آیا دا کار د کفري نړۍ د شومو موخو لپاره یوه ښه وسیله نده؟
آیا همدا نارینه خپله خور مور نلري؟
آیا د دوی په هغو دا روا داره ده؟
ښکاره خبره ده چې، نه!.
منندوی مو
راليږونکی : ثناګل
لیمه وردګ