پښتو متلونه

لاس پر خپلو کوچنيانو مه پورته کوه چې بې دفاع کېږي !

هڅه مه کوه ، بد خويه پيشو له کوره وباسې 

که غواړې ، ټولې ستونزې هېرې کړې ، تنګ بوټونه پرپښو کوه !

که غواړى چې لېوه دې ور نه ټکوي ، ښه لاره داده ، پسه په باغ کې پرېږده !

د تيلو لپاره برمه کول ستوماني لري .

سترګې له سترګو شرمېږي

مارخوړلی له پړي ډارېږي


  چې په تمه د سپروشي، هغه پاتې په ميروشي

بنده ترخپل وس پړ دے

اوبواخيستی ځګ ته هم لاس اچوي 

خوشحال خټکه! په درنو دروند، په سپکو سپکه

د کبرکاسه نسکوره ده

خپل عيب د ولو مينځ دے

چي يوه دانه خاوري شي، سل پيدا شي 

چي په ګوړه مري، په زهرو یي څه له وژني

لږ خوره تل خوره، ډير ګنډير شي

نابلده غله جمات ماتوي

اجل چې راشي وخت نه غواړي 

انسان په ویل، حیوان په وهل

نور بیا

 

لیمه وردګ