د الله پیغمبر وايي

(ابغض الحلال عندالله الطلاق) د الله په وړاندې ناوړه حلال طلاق دی، طلاق د الله نه خوښیږي ځکه د ښځې او میړه خپلمنځي روابط باید تردې اندازې ونه رسیږي چې جلاوالی یې په ترڅ کې حتمي خبره شي، خو بیا هم انسان دی کله داسې اندازې ته رسیږي چې د خپل وجود برخه یې نه خوښیږي، غواړي د ځانه یې لرې کړي، ځانته بل د ژوند ملګری پیدا کړي، بیا په دې حالت کې طلاق یوازنی د حل لاره ده، وايي چې امام حسن رضی الله عنه ډیرې زیاتې ښځې طلاقې کړې، آن تردې چې علي کرم الله وجهه د کوفي خلکو ته وویل چې حسن ته نور لورانې مه ورکوئ ځکه چې طلاقوي یې، خو په آخر کې یې بیا داسې ښځه پیدا کړه چې ترمرګه د همغې سره پاتې شو، ویل کیږي چې همغې ښځې زهر ورکړل او مړ یې کړ، الله ښه پوهیږي روایات دي سهي او غلط یې نه مالومیږي، خو ویل کیږي چې حسن رضی الله عنه ورته وویل چې زه په دې پوهیږم چې په دې جام کې څه دي خو یوازې ستا په خاطر یې خورم...همدا وو چې مړ شو، پښتانه خو د سره طلاق نه پیژني، ډیر داسې پیښیږي چې په ناوړه خبرو سره یې ښځه پرې طلاقه وي خو بیا هم د ټولنې د شرم نه طلاق نه ورکوي، تاسې څه پکې وایی آیا د طلاق عاموالی د ټولنو په ګټه دی که په تاوان 

Mullah Gul Wazir Wardak څخه دیره مننه

لیمه وردګ