د چرګانو غوښی چی له نورو هیوادنو څخه راځی
دا غوښې په دوه قسمه دي، لمړی هغه غوښې دي چې اسلامي شرکتونه یې واردوي بل هغه غوښې دي چې غیر اسلامي شرکتونه یې واردوي. د غیر اسلامي شرکتونو خبره خو حل ده، خوړل یې ناروا دي ځکه ذبح عبادت دی او د غیر مسلمان څخه نه صحیح کیږي. راځو اسلامي شرکتونو ته، هغه شرکتونه چې مالونو د ماشین په واسطه حلالوي یوازې د ماشین په چاړه یې بسم الله لیکلي وي، علماء چې د هغې جملې نه تقي عثماني معاصر لوی فقیه دی وايي خوړل یې ناروا دي ځکه په اسلامي طریقه نه دي ذبحه شوي، بل هغه شرکتونه دي چې په مروجه توګه مالونه ذبحه کوي بیا یې نورو اسلامي هیوادو ته واردوي په دې هکله څه ستونزه نشته خوړل یې روا دي...والله اعلم، بله خبره دا چې د اسلامي شریعت له مخې د اهل کتابو ذبح خوړل روا دي، خو اوسني علماء وايي چې اوس اهل کتاب نه دي پاتې ټول مشرکین دي، نو ځکه یې ذبح ناروا ده.
په فیس بوک د (رڼا) له ګراپ څخه په مننه
لیمه وردګ
25.06.2011
- لیمه وردګ
د ورځې سنت (۴)ژباړه: سيد مصطفى حماس
مسواك وهل
مسواك وهل هغه سنت دى چې رسول اكرم صلي الله عليه وسلم ورباندي ډير زيات تاكيد كړيدى، چې وايي: كه زما په امت باندې دا سخته نه تمامېدلى، نو د هر لمانځه لپاره به مې په مسواك وهلو ورته امر كړى وو. رواه البخاري و مسلمكه يو مسلمان وغواړي نو دا سنت په شپه او ورځ كې له شلو ځلو څخه زيات هم ژوندي كولى شي، چې په هر...
28.06.2011
- لیمه وردګ
افغانستان موږکانو ته سخت ضرورت لری
یوی خیریه موسسی موږکان کشف کړی دی چی په مځکه کی خښ شوی ماینونه موندلی شی ، دغه موسسه وروسته له لسو کلونو تازه بریالی شوه چی نتیجه واخلی.
د (ابوبو) په نامه بلیژکی خیریه موسسی پر خپلی دی پروژی تقریبا یو میلیون ډالر خرڅ کړی دی او دی موسسی موکان یی داسی روزلی دی چی هغه سیمه کیندی چی هلته ماین ښخ شوی وی یا نور چاود یدونکی مواد وی.
بلژکی خیریه موسسی له لسو کلونو راهیسی دغه تجربه په افریقا کی پیل کړی وه...