له پیسو ګټلو نه د اولاد روزنه مهمه ده:
زموږ یو کلیوال د خپلی ځوانی په لمړیو کی د عربستان هیواد ته د حج او تر څنګ یی کار او مزدوری ته تللی ؤ، ده خپل تنکی ځوانان او واړه ماشومان اولادونه په وطن کی تر شا پریښودل. ده به هغلته د خپلی مزدوری څخه پریمانه پیسی را لیږلی او د زامنو او میرمنی یی ښه ساعت پری تیر ؤ، وایی مشر زوی یی چی کله ځوان شو د زردادیانو سره ی ټوپک په اوږه کړ.
دوهم یی په شوقی ډول د ایران سفرونه کول، دریم ،څلورم،پنځم او شپږم یی هر یو په خپل وار سره په ابتدایه مکتب کی له ځانونو څخه بدمعاشان جوړول او بیا به یی مکتبونه پریښودل.
د سیمی د واده په سیلونو او نورو خوشحالیو کی به مست ګرځیدل، مشر زوی یی چی په لسو کالو کی هم یو لمونځ نه کوی د یو ملا لور یی ورته واده کړیده او میړه یی د لمونځ او تلاوت څخه سخت په تنګ دی.
څو ځله یی ورته ویلی دی چی کچیری ما په لمانځه یا د قران په تلاوت ولیدلی پدی چاړه دی حلالوم (پداسی حال کی چی د همدی کلی یو ښځی ته یی کیسه کړی وه چی زما میړه پنځه ځایه زما د حلالولو لپاره چاړه ایښی ده ۱- په بستره کی د بالښت تر څنګ ، ۲- په خونه کی (اشپزخانه) ، ۳- په شپاله کی، ۴- په کناراب کی، او ۵- په یاد می ندی)
او دا میړه د زردادیانو په وخت کی په سیلو باندی هم د راکټ ډزی کړی وی (پدی خاطر چی ړنګه شی)، بیا چی کله طالبان راغلل ده هم د خرو پوندی ته مخه کړه، پوډر خو یی له پخوا څکول او هر بد عمل یی ملګری ؤ
دویم زوی یی چی نسبتا ښه ؤ، څو کاله وړاندی تریاکی شو، پلار ته یی په تلفن کی سپکی سپوری وویلی، خپله مور یی له کوره وشړله، داچی نارینه اولاد یی نه کیده خپله نوی زیږیدلی لور یی له کوره بهر غورځولی وه، مشره لور یی چی له پښو شله شوی وه تر کلینیک پوری هم نه رسوله تر څو خدای په خپله وروسته له یو نیم کال څخه بیرته جوړه کړه، او نور
دریم زوی چی له اوله په لیونی مشهور ؤ، هیڅ څه یی ندی پری ایښی، زه یی په لیکلو شرمیږم.
څلورم زوی چی په اولو وختو کی بد سړی ؤ، بیا وروسته لږ را ښه شو (دا هغه وخت دی چی پلار یی وروسته له څو ځله تیښتی بیرته له عربستان څخه د ابد لپاره راغی)، په مور او پلار یی لږ فکر کاوه، خو چی ده ته یی واده وکړ دا هم پوډری شو، خپله ځمکه یی لږ خپل پلار د ځان لپاره خرڅه کړی وه (پدی سره یی د زامنو د لاسه ښه ډبول هم وخوړل) نوره بیا ده خرڅه کړه خپل حق یی چی ؤ، مور او پلار یی وشړل، اوس د اوسیدو ځای نلری.
پنځم زوی چی په مور ډیر ګران ؤ، په جسم کی هم وړوکی ؤ د واده تر وخته د بدو په ډله کی نه حسابیده، خو کوم ښه والی یی هم نه درلود، کله یی چی واده وکړ، له مور او پلار او کلیوالو سره یی په جنګ جګړو لاس پوری کړ، موټر یی شوکول، باغونه یی لوټول، پسونه او میږی یی پټولی او بیا به یی له ولایت څخه بیخی په لری ځای کی په قصابانو خرڅولی او داسی نور
په والله چی دا ټول ریښتیا او واقعیت دی.
څه وخت وړاندی پلار یی (چی اوس بیخی سپین ږیری شوی دی) له کلیوالو وغوښتل چی د زامنو په ویشل شوی حق کی ده ته دومره څه ورکړی چی هغه خیټه یی پری مړه وی، خو زامنو په ځای ددی چی خبره یی ومنی، لمړی خپل پلار سپک کړ چی ولی کلیوال را ټولوی، بیا یی کلیوال ښه سپک کړل چی زموږ خپل منځی مشکلات په تاسو پوری اړه نلری، او دریم دا چی پلار یی لا پسی در بدره شو.
اوس چی څو میاشتی مخکی یی ښځه (ددی هلکانو مور) مړه شوه، دی اوس خلک په کلی ګرځوی، یوه شپه یو ځای بله شپه بل ځای تیروی.
دا کورنی چی پلار یی د یو دانسته (د هغه وخت کاتب) سړی زوی ؤ، مشر ورور یی لمړنی سړی ؤ چی په سیمه کی یی موټر واخیست، نن پداسی یو حالت کی ژوند کوی چی د یو بیچاره سړی لاس ته یی سترګی نیولی وی.
کیسه نوره هم اوږده ده خو همدلته به یی بس کړو
رابه شم دی ته چی د اولاد روزنه او د هغوی تربیت تر بل هرڅه ډیر مهم دی، تاسو ددی سړی ژوند وګوری، ده عزت غوښت هغه خدای پاک پداسی مصیبت وا ړؤ، ده به پیسی را ولیږلی زامنو ته به یی به لیک کی لیکلی ؤ چی پدی زراعتی ځمکه واخلی، زامنو به هغه په قمار،سیل،بچه بازی، د خپل کور په لګښت کی ټولی مصرف کړی.
کچیری دی سړی یوازی خپله زراعتی ځمکه کاله کړی وای، خپل اولادونه یی ښه تربیت کړی وای زه باور لرم چی د پاک خدای په مرسته به دده ټول ژوند د خوشحالیو ډګ ژوند ؤ ، خو ده د اولادونو تر تربیت پیسو ته اهمیت ورکړ.
راځی چی د خپلو اولادونو لپاره د خپل راتلونکی په خاطر فکر وکړو، د هغوی تعلیم تحصیل او اسلامی روزنی ته پاملرنه وکړو چی خدای مکړه موږ په دی مصیبت کی اخته نشو.
ستاسو د سوکاله او آرامه ژوند په هیله
درنښت
رالیږونکی:
عبید الله
لیمه وردګ
له پیسو ګټلو نه اولاد روزنه مهمه ده:
زموږ یو کلیوال د خپلی ځوانی په لمړیو کی د عربستان هیواد ته د حج او تر څنګ یی کار او مزدوری ته تللی ؤ/ ده خپل تنکی ځوانان او واړه ماشومان اولادونه په وطن کی تر شا پریښودل/ ده به هغلته د خپلی مزدوری څخه پریمانه پیسی را لیږلی او د زامنو او میرمنی یی ښه ساعت پری تیر ؤ/ وایی چی مشر زوی چل کله ځوان شو د زردادیانو سره ټوپک په اوږه کړ/ دوهم یی په شوقی دول د ایران سفرونه کول/ دریم /څلورم/پنځم او شپږم یی هر یو په خپل په ابتدایه کی له ځانونو څخه بدمعاشان جوړول او بیا به یی مکتبونه پریښودل/ د سیمی په واده سیلونو او نورو خوشحالیو کی به مست ګرځیدل/مشر زوی یی چی په لسو کالو کی هم یو لمونځ نه کوی د یو ملا لور یی ورته کړیده او میړه یی د لمونځ او تلاوت څخه سخت په تنګ دی/ څو ځله یی ورته ویلی دی چی کچیری ما په لمانځه یا د قران په تلاوت ولیدلی پدی چاړه دی حلالوم (پداسی حال کی چی د همدی کلی یو ښځی ته یی کیسه کړی وه چی زما میړه پنځه ځایه زما د حلالولو لپاره چاړه ایښی ده ۱- په بستره کی د بالښت تر څنګ/ ۲- په خونه کی (اشپزخانه) /۳- په شپاله کی/ ۴- په کناراب کی/ او ۵- په یاد می ندی)
او دی میړه د زردادیانو په وخت کی په سیلو باندی هم د راکټ ډزی کړی وی (پدی خاطر چی ړنګه شی)/ بیا چی کله طالبان راغلل ده هم د خرو پوندی ته مخه کړه/پوډر خو یی له پخوا څکول او هر بد عمل یی ملګری ؤ
دویم زوی یی چی نسبتا ښه ؤ، څو کاله وړاندی تریاکی شو/ پلار ته یی په تلفن کی سپکی سپوری وویلی/ خپله مور یی له کوره وشړله/ داچی نارینه اولاد یی نه کیده خپله نوی زیږیدلی لور یی له کوره بهر غورځولی وه/ مشره لور یی چی له پښو شله شوی وه تر کلینیک پوری هم نه رسوله تر څو خدای په خپله وروسته له یو نیم کال څخه بیرته جوړه کړه/ او نور
دریم زوی چی له اوله په لیونی مشهور ؤ/ هیڅ څه یی ندی پری ایښی/ زه یی په لیکلو شرمیږم/
څلورم زوی چی په اولو وختو کی بد سړی ؤ/ بیا وروسته لږ را ښه شو (دا هغه وخت دی چی پلار یی وروسته له څو ځله تیښتی بیرته له عربستان څخه د ابد لپاره راغی)/ په مور او پلار یی لږ فکر کاوه / خو چی دی ته یی واده وکړ دا هم پوډری شو/ خپله ځمکه یی لږ خپل پلار د ځان لپاره خرڅه کړی وه (پدی سره یی د زامنو د لاسه ښه ډبول هم وخوړل) نوره بیا ده خرڅه کړه/ مور او پلار یی وشړل/ اوس د اوسیدو ځای نلری/
پنځم زوی چی په مور ډیر ګران ؤ/ په جسم کی هم وړوکی ؤ د واده تر وخته د بدو په ډله کی نه حسابیده/ خو کوم ښه والی یی هم نه درلود/ کله یی چی واده وکړ/ له مور او پلار او کلیوالو سره یی په جنګ ګړو لاس پوری کړ/ موټر یی شوکول/ باغونه یی لوټول/پسونه او میږی یی پټولی او داسی نور
په والله چی دا ټول ریښتیا او واقعیت دی/
څه وخت وړاندی پلار یی (چی اوس بیخی سپین ږیری شوی دی) له کلیوالو وغوښتل چی د زامنو په ویشل شوی حق کی ده ته دومره څه ورکړی چی هغه خیټه یی پری مړه وی/ خو زامنو په ځای ددی چی خبره یی ومنی/ لمړی خپل پلار سپک کړ چی ولی کلیوال را ټولوی/ بیا یی کلیوال ښه سپک کړل چی په تاسو پوری اړه نلری/ او دریم دا چی پلار یی لا پسی در بدره شو/ اوس چی څو میاشتی مخکی یی ښځه (ددی هلکانو مور) مړه شوه دی (حاجی ....) خلک په کلی ګرځوی/یوه شپه یو ځای بله شپه بل ځای تیروی/
دا کورنی چی پلار یی د یو دانسته (د هغه وخت کاتب) سړی زوی ؤ/ مشر ورور یی لمړنی سړی ؤ چی په سیمه کی یی موټر واخیست/ نن پداسی یو حالت کی ژوند کوی چی د یو بیچاره سړی لاسه ته یی سترګی نیولی وی/
کیسه نوره هم اوږده ده خو همدلته به یی بس کړو
رابه شم دی ته چی د اولاد روزنه او د هغوی تربیت تر بل هرڅه ډیر مهم دی/ تاسو ددی سړی ژوند وګوری/ ده عزت غوښت هغه خدای پاک پداسی مصیبت وا ړؤ/ ده به پسی را ولیږلی زامنو ته به یی به لیک کی لیکلی ؤ چی پدی زراعتی ځمکه واخلی/ زامنو به هغه په قمار/سیل/بچه بازی/ د خپل کور په لګښت کی تولی مصرف کړی/
کچیری دی سړی سوازی خپله زراعتی ځمکه کاله کړی وای/ خپل اولادونه یی ښه تربیت کړی وای زه باور لرم چی د پاک خدای په مرسته به دده ټول ژوند د خوشحالیو ډګ ژوند ؤ/
راځی چی د خپلو اولادونو لپاره د خپل راتلونکی په خاطر فکر وکړو/ د هغوی تعلیم تحصیل او اسلامی روزنی ته پاملرنه وکړو چی خدای مکړه موږ په دی مصیبت کی اخته نشو.
درنښت
لیمه وردګ
24.04.2011
- لیمه وردګ
د «زه افسوس کوم دهغو پیغلو او خويندو په حالت چې پلارونه اونیکونه يي دانګریزانواو روسانو دیرغل په وخت دوطن دازادی لوړمقام ترلاسه کړ او اوس يي یوشمیرلورګانې دغربیانو اوشرقیانو دشومو اغراضو درسیدو بازیچې ګرځي .هیله او غوښتنه مې له ګرانو خویندو څخه داده چې خپل حقوق اوخپله ازادی داسلامدمقدس دین ترسیوري لاندې وغواړي نه دت ش په نوم دیموکراسي اودبشر دحقونو ترنامهلاندې ....
28.04.2011
- لیمه وردګ
د کولمبیا هیواد په اړه معلمومات
۱- سوال: سورپوستکی قبایل د کولمبیا په کومه سیمه کی ژوند کوی؟
۱- ځواب: ددی هیواد د لویدیځی برخی په ځنګلونو کی د سور پوستکو قبیلی ژوند کوی.
۲- سوال: په کولمبیا کی د کرهڼی کومو موادو وده کړی ده؟
۲- ځواب: قهوه، وریجی، جوار،ګنی،مالوچ،او کیله یی د کرهنی مهم توکی دی.
۳- سوال: د کولمبیا د کانی زیرمو نومونه واخلی؟...