ضروری مسایل

د اسلام د شریعت د احکامو مختلفی درجی دی چی د هغی پیژندل ضروری دی، او د هغی د پیژندلو نه بغیر د مونځ یا کوم بل عمل د صحیح کیدو او د فاسد یدو علم نشی کیدی. د درجه بندی په اعتبار سره د شریعت آته حکمونه دی ځکه چی هر قول او فعل یا خو جایزدی یا ناجایز، نو که جایزوی نوهغه به د دی پنځو قسمونو نه وی.

جایز: ۱- فرض ۲- واجب ۳- سنت ۴- مستحب - ۵ - مباح

او ناجایز:  ۱- حرام ۲ - مکروه ۳ - مفسد.

 

۱- فرض د الله هغه امر دی چی په قطعی دلیل سره ثابت شوی وی، د فرضو په پریښودلو سره لمونځ یا بل هر فعل فاسدیږی (یعنی نه قبلیږی) او باید د سره ادا شی.

۲- واجب هغه امر دی چی په داسی قطعی دلیل سره ثابت وی چی ثبوت یی قطعی وی خو خو  مراد یی قطعی نه وی. د واجب په پریښودو سره په لمانځه کی سجده سهوه واجبیږی.

۳- سنت هغه امر دی چی محمد ص هغه په ټول عمر کی ادا کړی وی، خو یو ځل یا دوه ځله تری پاتی وی. د سنتو په ادا کولو ثواب او په نه کولو یی ګناه ده، خو لمونځ یا بل فعل یی کیږی او په لمانځه کی سحده سهوه هم نه پری لازمیږی.

۴- مستحب هغه امر دی چی محمد کله کړیدی او کله یی پری ایښی دی، کول یی ثواب او نه کول یی ګناه نده.

۵- مباح هغه امر چی کول او نه کول یی ثواب او ګناه نلری. یعنی نه ثواب او نه عذاب لری.

نور بیا

 

لیمه وردګ