د ۱۳۹۵ هـ ش کال د کب په ۱۸ مه د پنجشنبې په ورځ د کابل ښار په خلیج هوټل کې د حزب اسلامي امیر انجنیر ګلبدین حکمتیار د تألیفاتو او اثارو د مخکتنې لویه او علمي غونډه جوړه شوه. په دغه غونډه کې د حزب اسلامي لوړ پوړو مشرانو، غړو، مینه والو، د نورو ګوندونو مشرانو، د پوهنتونونو استادانو، د ولسي او مشرانو جرګو یو شمېر وکیلانو، دولتي چارواکو او یو شمېر خویندو برخه اخیستې وه او د حکمتیار صاحب علمي اثار نندارې ته اېښودل شوي وو. غونډه د سهار په نهو بجو د قاري صاحب احمد رشاد مموزي لخوا د قران عظیم الشأن په څو مبارکو آیتونو پيل شوه او تر دوو بجو یې دوام وکړ، چې په ترڅ کې یې ډاکتر غیرت بهیر، قاضي محمد امین وقاد، نعمت الله شهراني، مولوي قیام الدین کشاف، عبدالستار مراد، له خوست نه د ولسي جرګې غړې ساهره شریف، سید حسین عالمي بلخي، مولوي عبدالسلام عابد، محمد ناطقي، فاروق مېړني، صدیقې بلخي، مولوي عبدالحکیم مجاهد، انجنیر وحیدالله سباوون، حبیب الرحمان حکمتیار، ډاکتر نسیم مهدي او ډاکتر فاروق وردګ د ښاغلي حکمتیار پر شخصیت، علمي او فرهنګي هڅو، اوږدې جهادي مبارزې، او سیاسي ژوند خبرې وکړې. 

غونډې ته د حزب اسلامي د سیاسي کمېټې رئیس ډاکتر غیرت بهیر پرانیستونکې وینا وکړه چې په ترڅ کې یې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ وویل «حکمتیار د افغان مېړني ولس یو پېژندل شوی جهادي، سیاسي، علمي او ټولنیز شخصیت او اتل دی. په چاپ شوو اثارو کې یې څلور برخې شاملې دي (د افغانستان د اسلامي نهضت وجودي فلسفه، له دین څخه دفاع، د ازادۍ بیرغ پورته کول او د دین درک)، د دې غونډې د جوړېدو موخه د هغه علمي او فرهنګي اړخ روښانول دي چې ښایي لا به هم ځینې کسان ترې پوره معلومات ونه لري. ښاغلي حکمتیار د خپلې پنځوس کلنې جهادي مبارزې تر څنګ د خپلو لیکل شوو اثارو څخه ۱۱۸ علمي او څېړنیز اثار لیکلي او چاپ کړي دي، چې له دې جملې څخه یې ۶۸ په پښتو او ۵۰ نور یې په دري ژبه لیکل شوي دي. ټول اثار یې د اسلام د سپېڅلي دین د خپراوي او دفاع په رڼا کې لیکل شوي دي. په آتو جلدونو کې د قران پلوشې د قران عظیم الشان تفسیر، قران او پښتو ژباړه یې، د احادیثو تر ټولو معتبر کتاب بخاري شریف شرح، بایبل د قران په رڼا کې، د افغانستان اسلامي نهضت، د افغانستان د قضیې سیاسي حل، پټې توطئې او بربنډې څېرې، ښځه او حقوق یې د بېلګې په ډول یادولی شو. ښاغلي حکمتیار خپل اثار په پښتو، دري او عربي ژبو لیکلي دي چې یو شمېر یې اردو، عربي او ترکي ژبو ته هم ژباړل شوي دي. حکمتیار یو نړیوال شخصیت دی، په ډېرو سختو حالاتو کې یې دغه علمي، څېړنیز، ادبي او هنري کتابونه لیکلي دي.» 

قاضي محمد امین وقاد د افغانستان د اسلامي نهضت تاریخ په لنډو ټکو کې تشریح کړ، ده وویل جوانان مسلمان ډله چې ښاغلی حکمتیار یې د بنسټګرو له جملې څخه دی یو طبیعي جریان و، چې د ظلم او الحاد په وړاندې رامنځته شو، د افغانستان د اسلامي نهضت په تاریخ کې لومړی حزب اسلامي او یو کال وروسته جمعیت اسلامي جوړ شو، ښاغلی حکمتیار د هېواد د اسلامي نهضت بنسټګر او مستعد شخصیت دی، د پښتو، دري او عربي ژبو له اوچتو لیکوالانو څخه دی چې اثارو یې د دین په خپراوي کې مهم رول ولوبولی دی. موږ د ده راڅرګندېدو ته سترګې په لار یو، پر دولت یو ځل بیا غږ کوو چې د هوکړه لیک موادو ته ژمنتیا ولري، د حزب اسلامي بندیان راخوشې کړي او مهاجرینو ته د اوسېدو په ځای ورکولو کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي. 

د حج او اوقافو پخواني وزیر نعمت الله شهراني د ښاغلي حکمتیار اثارو او تالیفاتو ته په اشارې وویل: د جهاد له زیاتو مصروفیتونو سربېره حکمتیار صاحب د هېواد لپاره د علم او فرهنګ ستر نعمتونه په میراث پرې اېښي دي، حکمتیار یوه علمي پانګه ده، هېوادوالو یې د سولې له بهیر څخه ټینګ ملاتړ وکړ، افغان دولت هم باید د دغې هوکړې موادو ته ژمنتیا وښیي څو ښاغلی حکمتیار په هېواد کې راڅرګند شي. 

د اقتصاد وزیر او د جمعیت اسلامي ګوند د سیاسي کمېټې مشر عبدالستار مراد هم حکمتیار یو علمي شخصیت وباله او زیاته یې کړه چې راځئ د حکمتیار صاحب کتابونه ولولو او عمل پرې وکړو، جمعیت د حکمتیار صاحب له راتګ او په هېواد کې د نظم ملاتړ کوي، باید په مشترکاتو سره راټول شو، مونږ د اقتصادي سرچینو په لرلو سره تر هر چا غني یو خو د یو ګډ کار او ثبات د نه لرلو له کبله تر ټولو فقیر ولس یو، د حزب اسلامي د مشر راتګ ته مونږ هم د نورو هېوادوالو په څېر سترګې په لار یو. 

په ولسي جرګه کې د خوست ولایت استازې ساهره شریف د حکمتیار صاحب د (ښځه او حقوق یې) تر سرلیک لاندې کتاب باندې څېړنیزه مقاله لیکلې وه چې د غونډې ګډونوالو ته یې واوروله. اغلې شریف شریف وویل: حکمتیار صاحب په وسله وال جهاد کې د یو بهادر رهبر تر څنګ په علمي ډګر کې هم لویې پنځونې او ویاړونه لري چې د بېلګې په ډول یې زه درته د ښځه او حقوق یې کتاب ستاسو په حضور کې څېړم. ښاغلي حکمتیار دغه کتاب د «قانون منع خشونت علیه زنان» د هغه غربي او د اسلامي او افغاني دودونو سره په ټکر کې قانون په تړاو لیکلی دی چې څو کاله وړاندې غربیانو او د هغوی بړېڅو کوښښ کاوه چې په افغانانو یې د قانون په ډول ومني. دروند مشر حکمتیار صاحب دغه ناولی او سپېره قانون د قران عظیم الشان او نبوي سپېڅلو احادیثو په رڼا کې په دې کتاب کې نقد کړی او د ښځو پ تړاو یې د اسلام د سپڅلي دین په رڼا کې مهمې څرګندونې کړې دي. دغه قانون د ولسي جرګې لخوا رد شو خو پخواني ولسمشر توشېح کړ چې له مخې یې ښځو ته د امن خونې هم جوړې شوې چې په افغاني ټولنه کې یې د ښځو په تړاو ګڼې ستونزې وزېږولې، د امن په دغو خونو کې افغاني ښځې بې پته شوې چې نه یوازې په کورنیو بلکې بهرنیو رسنیو کې یې هم انعکاس وکړ. زه د یوې افغانې مور او خور په حیث د دغې قانون زیانونه احساسوم او د ښاغلي حکمتیار صاحب دلایل او نقد پر ځای بولم. حکمتیار صاحب په دغه کتاب کې وایي چې ښځه په اروپا او امریکا کې د نارینه د لاس اله ګرځېدلې ده، په اعلانونو کې ترې کار اخیستل کېږي؛ خو راشئ وګورئ چې اسلام ورته څومره لوی ارزښت ورکړی دی. غربیان یوازې د افغان ښځو د حقونو غوښتنه په ډېر شیطاني ډول کوي د خپلو شیطاني دسیسو لپاره کوي، په داسې حال کې چې په افغان نارینه وو او مظلومو ماشومانو یې بمونه اوروي. په دې کتاب کې د نکاح، مسلمانې کورنۍ رامنځته کول او نور اړوند مهم مسایل حکمتیار صاحب ډېر ښه څېړلي دي، زما په اند دا یو ډېر ګټور او ارزښتمن اثر دی، باید په هر افغان کور کې وي، خویندې او میندې یې ولولي او په کورني ژوند کې ترې ګټه واخلي. 

د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي هم وینا وکړه چې په وینا یې حکمتیار صاحب د اسلامي نهضت او جهاد ځلانده ستوری دی، ما یې پاک نیت او اخلاص په هغه وخت کې حس کړ چې د مجاهدینو په دولت کې دی صدراعظم او زه یې په کابینه کې د تجارت وزیر وم، د کابینې په غونډو کې مې د هېواد د سوکالۍ، ملي یووالي، سولې او د یوه سوچه اسلامي افغانستان د جوړېدو لپاره د ده نېک نیت، اخلاص او سپېڅلي ارمانونه ولیدل، متأسفانه چې د ناولو څېرو او دسیسو له کبله د ده هغه پاک ارمانونه هغه وخت ترسره نه شول. ما یې ډېر کتابونه لوستي دي، ژورې څېړنې یې کړې دي. د حزب اسلامي او حکومت ترمنځ د شوې هوکړې مادې باید د حکومت له لوري پوره شي، یوه برخه زما یعنې د مهاجرینو چارو وزارت مسؤلیت دی چې د حزب اسلامي مهاجرو ته د اوسېدو ځای برابرول په کې شامل دي، زه دلته بیا هم اعلانوم چې خپل مسؤلیت ته ژمن یم او پوره تیاری او ژمنتیا ورته لرم. 

مولوي قیام الدین کشاف وویل: حکمتیار صاحب یو ځیرک، دراک، زړور، بااستعداده او مجاهد رهبر دی، ټول عمر یې په جهاد، دعوت او علم کې تېر شو، د خپلې اوږدې مبارزې په درشل کې یې قلم له ګوتو نه دی غورځېدلی، په تقویٰ او پاکنفسۍ کې په ټولو رهبرانو کې ساری نه لري، ټول اثار یې د قران او احادیثو په رڼا کې لیکلي دي. د یو جهادي او سیاسي جریان تر شا چې د دین فکري روزنه نه وي په غلطو لارو روانېږي، چې په هېواد کې مو یې ډېر مثالونه په سترګو ولیدل؛ حکمتیار یوازینی رهبر دی چې خپل ځان د هېواد د ټولو ستونزو په وړاندې مسؤل بولي، د خپل لوی جهادي کاروان تر شا یې لوی فکري، علمي او فرهنګي سنګر هم جوړ کړی دی چې د بریا لوی راز یې هم همدا دی، ووینئ ۱۱۸ چاپ شوي اثار چې کابو ټول یې د دیني پوهې، سالم فکر جوړونې او فکري خلا د ډکونې په موخه لیکلي دي د هېواد او سیمې په معاصر تاریخ کې یې بېلګه نه شو موندلی. پر دې حقیقت یې نه دوست او نه دښمن سترګې پټولی شي چې حزب اسلامي د هېواد تر ټولو نورو ګوندونو ډېر علمي، فکري او په هېواد او دین باندې مین کدرونه لري او یوازینی ګوند دی چې افغانستان شمول دی. حکمتیار د الله دوست دی، زه یې د الله تعالیٰ لپاره وایم او اعلان کوم چې کلک ملګری یې یم، هیله ده ټول خدای پال او وطن پال پرې راټول شي، مونږ یې راڅرګندېدو ته د یوه تږي روژه دار غوندې تږي یو. 

د حزب وحدت مردم افغانستان ګوند په استازیتوب محمد ناطقي وویل: حکمتیار په جهاد، سیاست، د قران کریم په تفسیر او فعالې رهبرۍ ځانګړتیاوې لري چې د هېواد په تاریخ کې یې بل رهبر نه لري. یوازینی رهبر دی چې د قران کریم او احادیثو په برخه کې یې دقیقې څېړنې کړې دي چې هر کتاب یې د هېوادوالو لپاره ویاړ دی. 

د عبدالرحمان جامع جومات خطیب او د هېواد پیاوړي عالم مولوي عبدالسلام عابد د حکمتیار صاحب د (بایبل د قران په رڼا کې) کتاب په اړه څېړنیزه مقاله ولوسته چې په وینا یې حکمتیار یوازې د سنګر غښتلی مجاهد نه دی؛ بلکې د هېواد لوی او ویاړمن علمي شخصیت هم دی، علمي شخصیت یې له دې لوړ دی چې په اړه یې په یوه ورځ کې خبرې وکړو باید په ورځو ورځو خبرې وکړو او ارزښتمن اثار یې تر کتنې لاندې ونیسو. ای کاش د برحق جهاد د کامیابېدو وروسته د اسلام، جهاد او افغانستان داخلي او خارجي دښمنان نه وای توانېدلي چې د ظلمونو او تباهۍ یو بل پړاو پیل کړي، ښاغلي حکمتیار به د هېواد د سوکالۍ، تعلیم، پر ځان بسیاینې او دفاع لپاره تر دې هم ډېر څه کړي وو. ما ته په (بایبل د قران په رڼا کې) کتاب باندې د وینا دنده راکړ شوې ده چې ما د دغې لوی کتاب څخه ډېر څه زده کړي دي، زه یې محترم حکمتیار صاحب ته مبارکي وایم، د ښاغلي حکمتیار یوازې جهادي او سیاسي اړخ ډېر روښانه دی مونږ ته په کار دي چې علمي اړخ یې هم چې ډېر ځواکن دی خلکو ته واضح کړو. په دې کتاب کې په بایبل یا انجیل بشپړ بحث شوی دی، د صلیبي جګړو په اړه تاریخي اړین بحثونه شوي دي او ثابت شوي دي چې انجیل په مطلق ډول تحریف شوی او د پاپانو او کلسیا د خرافاتو یوه ټولګه بلل شوې ده. حکمتیار صاحب ویلي دي، د مسحیت منسوخ شوي دین او کلیسا واکمنان د هر ډول امکاناتو په لرلو سره سره عاجز دي چې د مسحیت منونکو دایره پراخه کړي حتیٰ عاجز دي چې له مسحیت نه د خلکو اوښتو مخه ونیسي. 

فاروق مېړني د افغان ملت ګوند په استازیوب خبرې وکړې، ویې ویل زه د ښاغلي حکمتیار له نامه سره د هغه د جهادي مبارزې، سیاست او علمي هڅو په تړاو له پخوا بلد یم، لومړني ملګري مې یې پېژندل واقعأ چې ډېر مبارز، جدي او هڅاند وو. جناب حکمتیار صاحب ډېر ځیرک مبارز او جدي شخصیت دی، د جهاد په تاریخ کې تر هر چا ځلانده رول لوبولی دی، د ده غښتلې رهبري او استعداد د دې باعث شو چې شوروي اتحاد دړې وړې شو، یوازې افغانستان کې نه بلکې په نوره نړۍ کې هم چې څوک د روس د ماتې خبرې کوي د جناب حکمتیار صاحب نوم هم حتمأ ورسره یادوي. اوس یې د سولې زرین باب پرانیستلی دی چې مونږ یې په ټینګه ملاتړ او قدرداني کوو، ډاډمن یو چې که راڅرګند شي او د سولې او پخلاینې لپاره کار پیل کړي چې همدا یې ژمنه او طرحه ده ان شاالله پر وس یې پوره دي او په دې برخه کې به لویې لاسته راوړنې ولرو. باید په ګډه یو بل ته سره لاس ورکړو او هېواد له دغې دردناک حالت څخه وژغورو. 

د سولې عالي شورا غړي مولوي عبدالحکیم مجاهد هم خبرې وکړې ویې ویل: د دغې پرتمینې غونډې له جوړونکو او تنظیموونکو د زړه له تله مننه کوم چې د هېواد د لوی علمي شخصیت د اثارو پېژندنه یې راته وکړه، همدغسې چې وایي ژوندي ملتونه ژوندي پالي باید د خپلو نومیالیو پالل په ژوند وکړو. افغان جهاد د ظلم او الحاد په وړاندې د افغان مسلمان ولس یو طبیعي بهیر و چې محترم حکمتیار صاحب پکې تر ټولو ځلانده تاریخ لري. د دغې جهاد په ترڅ کې هم د جهاد مخلصینو او هم منافقینو په کار پیل وکړ، د جهاد بریالیتوب او د روس دړې وړې کېدل د همدې مخلصو مجاهدینو د مټو زور و، وروسته منافقینو جهاد وتروړه. محترم حکمتیار صاحب د جهادي کارنامو ترڅنګ په علمي او تحقیقي برخه کې هم لویې لاسته راوړنې لري، یوازې د امنت باالله په اړه یې شپږ ارزښتمن کتابونه لیکلي دي، حکمتیار هغه شخصیت دی چې د هرې لحظې نه یې ګټه پورته کړې ده، د قران کریم تفسیر او نور ټول کتابونه یې د ډېرې ستاینې او قدرونې وړ دي. حکمتیار د یو غښتلي رهبر، مدرس، امام، داعي او پیاوړي لیکوال رولونه په ډېر لوړ استعداد او غښتلتیا ادا کړي دي چې د هېواد لوی ویاړ دی. په هېواد کې د سولې او سوکالۍ لپاره په وار وار له خپلو غوښتنو او موقفونو تېر شوی دی، د سولې هر اواز ته یې لبیک ویلي دي. د سولې وروستي بهیر د کامیابۍ لپاره ما د ښاغلي حکمتیار قرباني په سترګو ولیده. زه ډاډمن یم چې حکمتیار صاحب به د یو ملي رهبر په توګه راڅرګند شي او په هېواد کې به لوی مثبت بدلونونه رامنځته شي او د سولې، پخلاینې او ورورولۍ یو نوی او پیاوړی پړاو به پیل شي چې د هېواد ګوټ ګوټ ته به یې روښنایي ورسېږي. 

د مشرانو جرګې غړې صدیقې بلخي هم د حکمتیار صاحب په شخصیت او علمي هڅو خبرې وکړې او د اغلې ساهرې شریف څېړنیزه مقاله یې د بېلګې په توګه یاده کړه چې د حکمتیار صاحب د (ښځه او حقوق یې) کتاب په اړه یې لیکلې وه. 

انجنیر وحید الله سباوون د حکمتیار صاحب په سیاسي او علمي ژوند خبرې وکړې او د سولې او روغې جوړې له پروسې یې ملاتړ څرګند کړ. ښاغلي سباوون وویل حکمتیار صاحب یوازینی کس و چې جهادي بهیر او د اسلامي نهضت لوري ته یې ډېر افغانان رادعوت کړل، د ده غښتلې رهبري وه چې شوروي اتحاد دړې وړې شو. سوله یوه ملي پروسه ده باید ټول ولس یې په ګډه استقبال کړي او د راوستو لپاره یې هڅې وکړي. 

انجنیر حبیب الرحمان حکمتیار د حکمتیار صاحب د (شعر و عرفان در محک قران) کتاب باندې د هغه ایراني الاصله بلوچ سني عالم چې د اسلام اباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې تدریس کوي مقاله ولوسته چې په وینا یې دغه عالم په خپله مقاله کې وایي چې ما د رسنیو څخه د حکمتیار صاحب په اړه منفي تبلیغات اورېدلي وو خو کله مې چې په یوه کتابتون کې د (شعر و عرفان در محک قران) کتاب ولید په بشپړ ډول مې فکر د حکمتیار صاحب په اړه بدل شو او وروسته پوه شوم چې حکمتیار صاحب د اسلامي امت په ځانګړي ډول د افغانستان لپاره څومره لوی ویاړ دی. 

د فاریاب ولایت لپاره د حزب اسلامي امیر ډاکتر نسیم مهدي هم د  حزب اسلامي او حکمتیار صاحب په کردار څرګندونې وکړې، ویې ویل حزب اسلامي چې په سر کې یې ورور حکمتیار دی د هېواد د اسلامي نهضت او اسلامي بیدارۍ محور و او دی، د ظلم په خلاف راپورته شوی دا غورځنګ به ان شاالله حکمتیار صاحب په هېواد کې د سوکالۍ او تل پاتې سولې تر پړاوه رسوي. زه او ټول ولس له ورور حکمتیار صاحب څخه په ټینګه غوښتنه کوو چې د یو ملي رهبر په توګه راڅرګند شي ترڅو ټول دردېدلي او مؤمن هېوادوال پرې راټول شي. 

د غونډې په پای کې ډاکتر فاروق وردګ خبرې وکړې چې د ښاغلي حکمتیار په علمي څېړنو، چاپ شوو اثارو او جهادي کارنامو یې رڼا واچوله، په وینا یې حکمتیار صاحب ټول ۱۵۸ لیکلي اثار لري چې له دې جملې ۱۱۸ چاپ شوي دي او دا ټول یې په داسې حال کې لیکلي دي هر لحظه یې د مرګ له خطر سره مل وه. په داسې لوی شخصیت باید هېواد وویاړي. د حکومت سره د شوې هوکړې بندونه باید ژر تر ژره عملي شي څو د حکمتیار صاحب راڅرګندېدو ته لاره هواره کړي او په هېواد کې د سولې یو رښتینی بهیر پیل شي. 

به غونډه کې استاد حمید عزیزي او نعمت الله محمودي ویندویان وو او د حزب اسلامي او حکومت تر منځ د حزب اسلامي د اجرايي کمیسیون رئیس دوکتور محمد حکیم حکیم په دعا سره پای ته ورسېده.