د بیولوژی سوالونه او جوابونه
لومړی پوښتنه: ټول پروتو زوا په لاندینو طریقو خپل خواړه لاس ته را وړی؟
لومړی ځواب:جذب د وجود د پوستکی په مرسته.
دوهمه پوښتنه:ټول پروتوزوا په په لاندینو شکلونو باندی تکثر کوی؟
دوهم ځواب:جنسی او غیر جنسی
دریمه پوښتنه: آمیب د پروتوزوا په لاندنی کلاس پوری تړلی دی؟
دریم ځواب: سارکودنیا.
لاندی تش ځایونه په مناسبو کلمو ډک کړی؟
۱. آمیب په نامساعد شرایطو کی په شاوخوا (سیست) جوړوی.
۲- د آمیب خوځیدل د (کاذبو پښو) په وسیله سرته رسیږی.
۳. د آمیب د اطراح عمل د( انقباضی وکیول) په مرسته سرته رسیږی.
صحیح او غلطی (سمی او نا سمی ) پوښتنی
لاندنی جملی په غورولولی، که چیری جمله سمه وی نو د جملی نمبر تر مخ (ص) علامه او که چیری جمله سمه نه وی نو (غ) علامه ورته کیږدی.
۱. آمیب په ناوړه محیطی شرایط کی لکه وچکالی، حرارت، او داسی نور د ځان څخه یو کلک قشرد سیست په نامه جوړوی (ص)
۲. هغه کلکه غشا چی آمیب په ناوړه سیمه ییزچاپیریالی شراطو کی د ځان څخه افرازوی د سیمه ییزپیریال د بدلونو سره سره همداسی پاتی کیږی.(غ).
۳. که چیری آمیب په وړو،وړو ټوټو باندی و ویشل شی، هره ټوټه یی په ځانکړی توکه په یوه آمیب باندی بد لیږی. (ص)
۴. یو ګلینا د فلاجیلاتا ډیر مهم نماینده دی او کلورو پلاستونو د درلو دلو له امله نه شی کولای چی له غیر عضوی موادو څخه په خپل پروتو پلازم کی خواړ جوړ کړی. نو ځکه یو ګلینا مجبور دی چی خواړه له بهر څخه لاس ته را وړی.(غ).
۵. په ترای پانوروماکی د خوب د ناروغی عامل له یوه فلاجیل ( parabasal body ) څخه منشا اخلی چی په وینه او د وجود په نورو مایعاتو کی یی د خوځیدو سبب ګرځی.(غ)
۶. د خوب کومی نښی نښانی چی د ترای پانزوما په ناروغی کی لیدل کیږی د هغو زهرو(توکسینونه) نتیجه ده کوم چی د ناورغی د عامل په ذریعه د مغز په نخاعی مایع کی افرازیږی.(ص)
تشریحی پوښتنی
۱. پلازمودیم په کوم کلاس او کوم فایلم پوری اړه لری او څه ډول ناروغی منځ ته را وړی؟
ځواب: پلازمودیم د سپوروزوا د کلاس نماینده او په فایلم پروتوزوا پوری اړه لری، د ملاریا د ناروغی سبب ګرځی.
۲. د پلازمودیم ډولونه کوم دی؟
ځواب: پلازمودیم په څلور ډوله دی پلازمودیم اووالی، پلازمودیم ویواکس، پلازمودیم ملاریا، پلازمودیم فالسیپارم
۳. د ملاریا مخنیوی څرنګه کولی شی؟
ځواب: د ولاړو اوبو ډنډونه باید وچ شی تر څو غوماشی تکثر ونکړی، لوی او بالغ غوماشی باید د حشره وژونکو موادو په وسیله له منځه لاړی شی،د شپی له خوا د بیده کیدو ځای باید پشه خانه ولری تر څو د ملاریا د غوماشو له چیچلو څخه په امن وی، د ملاریا ناروغان باید د معالج طبیب تر څارنی لاندی تداوی شی.
۴. پارامیشیم څه شی دی او چیری پیدا کیږی؟
ځواب: پارامشیم کوداتوم یو حجروی ژوی دی چی سیلیپر ته ورته شکل لری او عموما په ولاړو اوبو او ډندډونو کی د بوټو، سبو، او نورو فاسدو عضوی مواد درلوونکو وی ژوند کوی.
۵. د سکتوریا د کلاس په هکله څه پوهیږی؟
ځواب: د سکتوریا کلاس ژوی د ځوانی په مرحله کی د خوځیدولو غړی او خوله نه لری خو د وجود په لاندنی برخه کی ښکروته ورته اوږده جوړښتونه لری چی د تینتاکل (tentacles) په نامه یادیږی دا ډله ژوی د تینتاکل په وسیله خپل خواړه اخلی او وجود یی و لویو او کوچنیو هستو درلودونکی دی.
لیمه وردګ