د سپیڅلی ذات په پاک نامه
پاکوالی د ایمان جز دی ------ په پاکوالی کی د یو انسان د شخصیت اندازه لګی، او د هغه د کورنی ژوند او تربیی څرګندویی کوی.
که څه هم زموږ ټولنه او بیا په خاصه توګه زموږ د کلی کور اقتصادی کچه ډیره ټیټه ده، ډیری ماشومان په ډیرو سختو کارونو ګمارل کیږی، چی دا کار پخپل وار د هغوی په تعلیم او همدا راز تربیه باندی ډیر منفی اغیز اچوی. همدا یو دلیل دی چی ډیری پښتانه ځوانان د خپل ماشومتوب پر مهال د سخت کار کولو له امله نن بیسواده در په در ګرځی. ددی بیسوادی عامل یوازی دا ندی، بلکه ددی ترڅنګ د مور او پلار نه تشویق هم اصلی لامل کیدای شی.
خو دا چی ددی بیسوادی له امله نن زموږ ټبر څومره کړیږی، هغه یوازی یو با احساسه پښتون درک کولای شی.
خبره می د پاکوالی او نظافت کوله، زموږ ډیر تنکی ځوانان چی کله نوی په ځوانی راځی د یو څه مودی لپاره ډیر پاکیزه ګرځی، چی ځنی خو یی آن په کور کی د خور/مور/ وریندار لپاره د کالی مینځلو په خاطر سر خوږی پیدا کړی وی. خو کله چی لږ وخت تیر شی، همدا ځوانان بیا ډیر په بی سلیقه ګی سره خپل ژوند کوی، ډیری خو بیا سره ددی چی خپل کالی پاک نشی ساتلی، د خپل ځان لپاره سپینی جامی انتخابوی، او بیا یی په هفتو هفتو اغوندی. ځنی خلک داسی عادت هم لری چی کله ښارونو ته لاړ شی، لکه محصل، دوکاندار او یا هم د کوم بل کسب لپاره، نو په هغوی کی داسی کسان را پیدا شی چی د ښاریانو پرضد د ناپاکو کالیو په اغوستو فخر کوی، او په ځان شډل پډل پښتون نوم ایږدی. دا کار په پخپل ذات کی هیڅ معنی نلری، بغیر لدی خپل ځان وشرموی.
ژوندی مثال: زموږ یو کلیوال د کابل پوهنتون یوی پوهنځی ته کامیاب شوی ؤ، د جوزا په میاشت کی یی امریکایی سرویز بوټ بی له جرابو په پښو کول، ما ورته وویل چی دا بوټ دی په صنف کی ډیر بد یوی کوی، نور بوټ ځانته واخله!. خو هغه ځوان راته په خندا کی وویلی چی پدی سره کابلیان په عذابوم، کله چی په صنف کی ..... مضمون کاروم نو بیا بوټ له پښو وکاږم، لږ شیبه وروسته ګورم چی هیڅوک می هم ترڅنګ نه پاتی، او میز ټول ماته خوشی وی.
دا یو سړی ندی، بلکه په سلګونو دی ته ورته نور هم دی چی یا قصدا دا کار کوی یا یی د بی غوری له مخی کوی. همدا اوس وختو کی می د یو چا له خولی واوریدل چی ویل یی: کله چی زموږ کره کلیوال میلمانه راشی له تګ وروسته یی بیا ټولی ټوشک او بړستنی مینځو، ځکه چی هغوی په ډیر ناپاکه کالیو کی ګرځی، او موږ په خوله ورته وایو چی راشی حمام وکړی کالی مو بدل کړی، ولی هغوی یی نه کوی. که فکر وکړو زموږ نارینه او زنانه د سلیقه یی ژوند سره هیڅ اړخ نه لګوی. په ټوله کی پښتانه د آشپزی او پخلی سره چندان علاقه نلری. له همدی امله په زیاتره پښتون میشته سیمو کی آشپز د هزاره یا تاجیک له کامه وی. ښځی د کور په تنظیم او ډیکوریشن کی ډیری وروسته پاته دی، هیڅ د نوی تغییر فکر نکوی.
نو درنو دوستانو! د پاکوالی پوره خیال ساتی، پدی سره ستاسو قدر په ټولنه کی زیاتیږی، خلک د قدر په سترګه درته ګوری. ثواب به مو هم په نصیب کیږی، او تر هر څه مهم دا چی د خپل کورواله سره به مو ژوند لا خوږوالی پیدا کړی.
ستاسو د سو کالی په هیله!
رالیږونکی: حمید الله قریشی