د لوی خدای په پاک نامه
زما کندهاره د زمرو وطنه
کندهار او جنګونه یی ـــــــــــــــــــــ ننګرهار او پرمختګونه یی
زموږ د لوی افغانستان دوه تاریخی او پیژندل شوی ښارونه چی د تاریخ په بیلابیلو دورونو کی بیلابیلو څیړونکو په خپلو کتابونو کی ددی ښارونو نومونه یاد کړی دی، د اوسیدونکو او مشرانو د غیرت او همت یادونه یی پکی کړیدی دلته یو له بله سره پرتله کوم البته دا پرتله کوم قومی تعصب او یا کوم بل هدف نلری. دا خبره د یادولو وړ بولم چی دی دواړو ښارونو خپل تاریخی او سوق الجیشی اهمیت تر اوسه پوری ساتلی دی.
هغه څه چی زما د پاملرنی وړ ګرځیدلی دی هغه دادی چی: سره ددی چی د کندهار عزتمند او مخور خلک د تل په څیر په قدرت کی پاتی شوی او د حکومت واګی یی په خپل لاس کی ساتلی دی، چی تر ډیره یی د خپلی خوښی سره سم د خپلو خلکو لپاره څه امتیازونه هم منلی دی. خو له بلی خوا د ننګرهار خلک بیا له قدرت څخه ډیر لری پاتی شوی، آن چی د وردګو یا بدخشانیانو په پرتله هم له کم سیاسی قدرت څخه برخمن ؤ. ګورو چی د ننګرهار ولایت د کندهار ولایت په پرتله ډیر د پام وړ پرمختګونه لری او کوی یی. ددی خبری عمده علت څه دی؟
که ووایو چی پاکستان د کندهار خلک آرامی ته نه پریږدی ځکه چی کندهار یوه اوږده پوله له پاکستان سره لری، خو دا خبره هم درسته نده ځکه چی د کندهار په پرتله ننګرهار له پاکستان سره اوږده پوله لری چی د لاسوهنی لپاره ښه زمینه برابروی.
که ووایو چی په کندهار کی لویی پروژی ندی کار شوی، دا خبره هم نده صحیح ځکه چی د کندهار د لویی ویالی پروژه د ننګرهار د هری لویی پروژی څخه لویه پروژه ده، چی له امله یی په لسګونو زره جریبه ځمکه خړوبیږی.
که ووایو چی د کندهار نفوس زیات مساحت یی کم دی، داخبره خو بالکل معکوسه ده، ځکه چی ننګرهار په ټول افغانستان کی له پر نفوسه ولایتونو څخه دی پداسی حال کی چی کندهار ولایت پدی ډله کی نه راځی.
که ووایو چی ننګرهار برق لری او کندهار یی نلری ، داخبره هم بیخی سرچپه ده، ځکه ننګرهار یوازی د درونټی د اوبو بند لری پداسی حال کی چی کندهار ولایت د افغانستان تر ټولو لوی د اوبو بند کجکی بند لری.
که ووایو چی ننګرهار یو سرحدی ولایت دی چی د تورخم- کابل لوی لاری پواسطه خپل تولیدات په ښه او ارزانه توګه بازار ته رسولی شی، دا هم تر ډیره بریده ناسمه خبره ده ځکه چی کندهار نه یوازی د بولدک له لاری بلکه د کندهار- هرات لویه لار، کندهار- کابل لویه لار او کندهار -بولدک لویه لار په لاس کی لری، چی په ډیره آسانی سره خپل تولیدات له خپلو کروندو څخه د هیواد او نړی هر ګوټ ته رسولی شی.
که ووایو چی په ننګرهار کی شیرزی زیات خدمت کړی، دا خبره تر یوه حده پر ځای ده خو بیا دا ویل هم پکار دی چی نوموړی ولی په کندهار کی دومره د پام وړ خدمت ونشو کړای؟ ولی یی هلته ارامی او سکون رانه وست؟ او ولی دده په وخت کی قومی شخړی زیاتی شوی؟ د پام وړ کارونو له جملی څخه یی د بابا ولی زیارت او د ښار د سړکونو جوړول د یادونی وړ دی.
او بالاخره که وګورو د ژوند په هر ډګر کی د کندهار ولایت لپاره د ژوند د پرمختګ لپاره ښه او مناسب شرایط نظر بل هر ولایت ته برابر او د دوی په خدمت کی ورکول شوی. خو سره ددی هم د کندهار ولایت د ژوند سویه او د ننګرهار ولایت د ژوند سویه چی دواړه پښتانه ولایتونه دی ډیر تفاوت لری (یو بام دوی هواوی). یو یی ډیر نا آرامه او ورسته پاتی ولایت جوړ شوی دی، او بل یی بیا د ولایتونو په منځ کی بیخی زیات پرمختګ کړی، فابریکی پکی درول کیږی، کارخانی پکی جوړیږی، او د همیشه بهار، یا د ښارونو د ناوی لقب یی ځانته ګټلی دی.
یوازینی دلیل چی ددی ټولو پوښتنو ځواب کیدای شی هغه دادی چی: د ننګرهار پښتانه علم دوست او علم پروره خلک دی، او په هر وخت او هر زمان کی یی دخپلو بچو لپاره د علم ډیوه بله ساتلی ده، پداسی حال کی چی د کندهار پښتانه په ټوله کی او مشران یی په ځانګړی توګه د علم سره خاصه علاقه او مینه نلری،که څه هم چی موږ ددی پرګنو څخه د بینوا، علامه رشاد، علامه حبیبی او نور په شان مخور عالمان لرو. دا یو تریخ حقیقت دی چی کیدای شی پدی سره ډیر کندهاری، هلمندی، پکتیکا وال ، زابلی اوروزګانی او غزنیوال پښتانه رانه خفه شی. خو زه له دوی او د دوی له مشرانو څخه دا یوه هیله لرم چی نور د خدای لپاره د ټوپک په ژبه خبری پریږدی راسی د پوهی او ساینس لاره د خپلو بچو لپاره خپله کړو، د هغوی ژوند ته پاملرنه وکړو، هغوی له پوډرو او تریاکو وساتو. راځی پداسی یوه مینه او لیوالتیا سره علم ته مخه کړو چی که د بیګاه ډوډی مو هم نه درلوده نو د بچو لپاره به ښونځی پرانیزو، که مو سر هم پدی لاره کی ځی تر دی لوی افتخار به زموږ لپاره نه وی. پدی هیله چی ځنی پرګنی لدی لیکنی څخه خفه نسی، ټول پښتانه زما د زړه ټوټی دی، هر پښتون زما ورور او هره پیغله زما خور ده.
و من الله التوفیق
لیمه وردګ
ستاسو د تبصری په تمه
که نورو دوستانو تبصری لوستل غواړی، په ټولی تبصری باندی کلیک کړی