طهارت یا د لمانځه لپاره پاکوالی
دا طهارت د بدن ، جامو، او لمانځه د ځای پاک ساتلو ته شامل دی. د بدن پاکوالی په دوو شیانو سره کیږی:
لومړی: غسل(ځان مینځل):
چی د جنابت، حیض، او نفاس نه وروسته کیږی، پداسی شکل سره چی ټول بدن او ویښتان په اوبو سره د پاکوالی په نیت ومینځی.
دوهم: اودس کول: خدای ج داسی فرمایی
ترجمه: ای مومنانو کله چی لمانځه ته د ولاړیدلو(نیت او اراده) وکړی، نو خپل مخونه، او لاسونه تر څنګلو پوری ومینځی، او پر خپلو سرونو باندی مسح وکړی، او خپلی پښی تر بجلکو (پنډیو) پوری(ومینځی)
نو دا مبارک ایت په هغو شیانو مشتمل دی د کومو چی مراعات په اودس کولو کی فرض دی، او هغه شیان دا دی:
۱ـ د مخ مینځل د خولی اوپوزی ته اوبو اچولوپه شمول.
۲ـ تر څنګلو پوری دلاسونو مینځل
۳ـ د غوږونو په شمول دټول سر مسح کول.
۴ـ تر بجلکو پوری دپښو مینځل.
او د جامو اوځای پاکوالی دا دی چی له مرداری او د نجاست (ګندګی) څخه لکه: تشی بولی، ډکی بولی او نورو نجاستونو(ګندګیو) څخه پاک وساتل شی.
تیمم وهل
له هغو اسانتیاوو او سهولتونو څخه چی الله(ج)مسلمانانو ته ورپه برخه کړیدی، یو هم دا دی چی داوبو د نشتوالی په وخت یا په داسی صورت کی چی د اوبو استعمالول انسان ته ضرر ولری، هغه ته یی تیمم وهل رواکړی دی.
(دتیمم طریقه) پداسی شکل سره ده چی لاسونه به په ځمکه باندی ووهی او بیا په هغو سره خپل مخ او دواړه لاسونه مسح کړی.
الله(ج) فرمایی:
ترجمه: (که موچیری اودس یا غسل کولو ته ضرورت شو) او بیا مو اوبه ونه موندلی نو په پاکه خاوره سره تیمم وکړی، (یعنی دواړه لاسونه په ځمکه ووهی) او خپل مخونه اولاسونه په هغه سره مسح کړی.
عمار رض وایی: پیغمبر(ص) زه په یو کار پسی واستولم، نو ماته جنابت پیښ شو، او اوبه می پیدا نکړی،نو(دپاکوالی لپاره) په خاورو کی داسی ولغړیدم لکه څنکه چی یو حیوان لغړی(او بیا می لمونځ وکړی)، اوبیا پیغمبر(ص) ته راغلم او قصه می ورته بیان کړه، نو ویی فرمایل: ترجمه: تا ته دا کافی وه چی لاسونه دی داسی په (ځمکه) وهلی وای، او بیا یی لاسونه یو ځل په ځمکه ووهل، او بیا یی په چپ(لاس) سره ښی (لاس)، او دلاسونو پنجی او خپل مخ مسح کړی.
(دا خدیث بخاری او مسلم ورایت کړی دی)
فرض لمونځونه
اسلام پرهر مسلمان باندی په یوه ورځ اوشپه کی پنځه لمونځونه فرض کړی دی، او هغه: دسهار،غرمی، مازدیګر، ماښام، او ماسخوتن لمونځونه دی.
۱ـ د سهار لمونځ:
او هغه دوه رکعته دی، وخت یی له دوهمی سپیدی٭(هغه پرخه روښنایی چی د شپی لخواپه مشرق کی وی) راختلو څخه تر لمر ختلو پوری دی.
۲ـ د غرمی لمونځ:
اوهغه څلور رکعته دی، وخت یی دآسمان له مینځ نه د لمر له زوال څخه شروع بیا تر هغه پوری دوام لری چی د هر شی سیوری یو برابر٭ شی، بیله هغه سیوری نه چی د زوال په وخت کی وی.
۳ـ د مازدیګر لمونځ:
او هغه څلور رکعته دی، وخت یی د غرمی دوخت له وتلو نه شروع کیږی تر هغه پوری چی د هر شی سیوری دوه برابره شی، بیله هغه سیوری نه چی د زوال په وخت کی وی، او د ضرورت وخت یی د لمر تر لویدلو پوری دی.
۴ـ د ماښام لمونځ:
او هغه دری رکعته دی، اووخت یی د لمر لویدلو٭ نه تر سره شفق٭ ورکیدلو پوری دی.
۵ـ د ماسخوتن لمونځ:
او هغه څور رکعته دی، وخت یی دماښام دوخت له ختمیدلو نه وروسته بیا د شپی تر دریمی حصی او یا اولی نیمایی حصی پوری.