په پښتنو سیمو کی هر وخت د ښونځیو د سوزولو خبر ورکول کیږی، او دا هم ځنی وخت ورسره یادوی چی ۱۰۰ ټوکه یا زر ټوکه قران شریف پکی وسوزول شول.
درنو لوستونکو! دا خبره خو له سره ټولو ته ښکاره ده چی زموږ ځنو پښتنو د پنجاب د غلامی حلقی په غاړه کی اچولی دی، او د هغوی څخه د ښه مسلمان، ښه مجاهد، او ښه وطنپال القاب د ځان لپاره ګټی.
زه به نور څه نه وایم، خو یوازی دومره خبره کوم چی دا د اسلام د دفاع تر نامه لاندی جهاد (د پښتنو سیمو د ښونځیو سوزول، د نجونو بیسواده تربیه کول، یوازی د توری په زور ژوند کول) دا ټول د هغه مخربو او پلیتو دوستانو شوم اهداف دی چی د پښتون له احساساتو څخه په استفادی یی پر دی مظلوم کام له کلونو کلونو راهیسی تحمیل کړی دی.
که د نجونو علم ناروا دی، ولی د عربو نجونی باسواده دی؟
که د نجونو علم نا روا دی، ولی په ټوله اسلامی نړی کی د نجونو ښونځی او پوهنتونونه فعال دی؟
او که په ټوله کی علم ناروا دی، نو بیا دا د کفارو د ټوپک او ماشیندار، او یا هم موټر او موتر سایکل څخه ولی استفاده کوی؟
خبره بل ځای ده: هغه داچی کچیری د پښتون بچی باسواده شی، د پنجاب لپاره به مخرب مجاهدین له کوم ځایه پیدا کیږی؟؟؟
نو را به شو دیته چی: د قران سوزول په مکتب او د همدی قران سوزول په بل ځای کی څه فرق لری؟
کچیری یو قران په مکتب کی وسوزول شی، پدی کار کی ثواب دی، ځکه چی پدی سره د پښتون کام د ملا تیر ماتیږی. او پدی کام کی د سر سړی له سره پیدا کیدای نشی.
او بل داچی د مکتب سورونکی هدف خو د پښتون د اولاد سره دوښمنی ده نه د قران سره، هغه قران خو په بی توجهی سره پخپله سوزیدلی نه داچی هغه پښتون مکتب سوزونکی ځوان په قصدی توګه سوزولی.
او که کوم بل څوک قران سوزوی دا خو بیا زموږ د مظلوم ملت د احساساتو د را پارولو لپاره لا ښه وسیله ده، نو باید هغه ډیر بد و ګڼو، باید مظاهری وکړو، بیرغونه وسوزؤ، او یو بل په کاڼو ویشتو سره مړه کړو.
نو پدی اساس په مکتب کی د قران سوزول ثواب او د بل په لاس سوزول ډیر بد عمل دی.
و من الله التوفیق