هلک که نجلی کوم یو؟

مینه او لیوالتیا په زیاترو کورنیو کی د هلکانو په لور ده، هغه کورنی چی په هغه کی د هلک څراغ ونه لګی د کورنی ټول غړی له غم او پریشانی ډک ژوند تیروی، زموږ په رواجونو کی خو تر ټولو غټ پیغور د میراث کیدو خبره ده، حال دا چی لور ته میراث کیدل، یا زوی ته هیڅ توپیر نلری. ولی یوه خبره بیا دلته زموږ د بد بخته خلکو  د رواج ده هغه داچی: کله چی نجلی د پلار د کوره واده شی، نو بیا باید د پلار کور خپل و نه بولی، او حتی د ورینداری د خبری ځواب هم باید ونکړی، ځکه هغه نور نو د پلار په کور کی یوازی د میلمنی حیثیت لری، او هیڅوک داسی فکر نه کوی چی ددی واده شوی نجلی لپاره د پلار په کور کی  نور حقوق هم شته. حال داچی نجلی د مور او پلار په کور کی د وروڼو سره شریک حق لری.

د مثال په توګه : کچیری یوه خور او دوه وروڼه وی، نو د خور حق د هر ورور د حق دوه برابره دی، ولی دی خبری ته څوک غوږ نه نیسی، یا به نه پری پوهیږی.

کچیری د هغه څه چی خدای پاک هغه د لور او زوی حق ګرځولی مطابق عمل وشی او خپله مور او پلار دا فرق را نه ولی، زه باور لرم چی د هلک او نجلی  دا دومره لوی فرق به له منځه لاړ شی، او هغه څوک چی په کور کی هلکان نلری د میراث له پیغوره به خلاص وی.

داخبره چی زموږ خلک ولی د خدای په داد باندی خلکو ته پیغور وکوی هغه به پریږدو د لوستونکو قضاوت ته.

ستاسو څه نظر دی؟؟

لیمه وردګ