سلام علیکم و رحمت الله و برکاة
ډیر ځله می اوریدلی چی خلک یا دینی ملا امامان وایی چی کچیری څوک حرام و خوری نو د هغی اولاد حرامی دی. زه چی دا د خپل کورنی ژوند او باالخصوص د نجونو د خرڅلاو تود بازار ته ګورم نو دا خبره می تل په مغزو کی راګرځی چی شاید موږ ټول حرامیان یو. ولی دا خبره می په ذهن کی راګرځی؟ ځکه چی تر اوسه می داسی یو پښتون پلار/ورور ندی لیدلی چی خپله لورخور یی د نوی خرڅه کړی.
ما پخوا داسی فکر کاوه چی ګواکی دا ولور او مهر یوه معنی لری، نو ځکه می خپل پلار ته هیڅ پدی اړه ندی ویلی، او ما ورته وویل چی ما خپل مهر تاسو ته دربښلی دی، خو کله چی د خاوند کور ته راغلم، او وروسته وروسته می پدی اړه ولوستل نو راته ښکاره شوه چی دا د پښتنی ټولنی ولورونه ټولی اضافی پیسی دی چی د هلک له کورنی څخه په بی انصافی اخیستل کیږی. هغوی خپل پټی، غوا ،خر، او هر څه یوازی پدی خاطر چی زما ولور پوره کړی خرڅ کړل، بیا چی زه کله دی کور ته راغلم په کور کی اقتصادی وضع ډیره خرابه وه، که په ظاهره د کورنی غړی د خپل زوی نوی ژوند ته خوشحاله ؤ له بلی خوا اصلأ دوی هر څه له لاسه ورکړی ؤ پټ غم د هر یوه د زړه ستنی لړزولی، اصلا په خوشالی پوهیدل نه.
دوی ته دغه خوشالی د یو لوی مصیبت پیل ؤ. دوی ډیری پیسی قرض کړی وی، دوی خپل پټی خرڅ کړی ؤ، دوی نور مالداری نه درلوده، او دوی پدی فکر کی ؤ چی خپل تنکی ځوانان زامن په مزدوری ولیږی، خو دوی باید خپل ښونځی ختم کړای وای، هیڅ لاره نه وه، زما خاوند لا د پوهنتون محصل ؤ، ده ویل دا می وجدان نه منی چی زما د واده پخاطر می وروڼه بیسواده شی، ای خدایه! ته له غیبه را باندی رڼا وکړی!، خو لنډه دا چی دده دوه وروڼه د مزدوری لپاره لاړل، ددی کورنی هغه خوشحالی نوره کله پاتی شوه، ټول په غم ککړ شول، د زړه قطری یی د جهالت کندی ته ګزار شوی.
ما فکر کاوه چی زه نور نو پدی کور کی قدر نه لرم ځکه داهر څه زما پخاطر وشول، ولی ددی کورنی خلکو تر خپله وسه زما زړه ساتلی ؤ، او دوی به ویل خدای د وکړی چی ستاسو کورنی زموږ نه خفه شوی نه چی په فلانی ورځ یی پیسی غوښتی زموږ سره نه وی، بیا مو ورته را پیدا کړی، ما به ویل نه! نه ؤ خفه شوی.
پدی فکر کی شوم چی لږڅه باید پدی اړه د اسلام له اړخه ولولم (ما هغه وخت کم زیات لوست کولای شو)، له مطالعی نه راته داسی بریښیده چی دا دپښتنی ټولنی دودونه او رواجونه تر ډیره بریده د اسلامی سره په ټکر کی ؤ. خو یوه ورځ می د مهر او ولور توپیر ولوست، پدی لیکنه کی ولور ته اصلا اسلام ځای نه ؤ ورکړی، یعنی دا په اسلامی کی نشته، یوازی ولور دی؛ نو می فکر وکړی چی ای پلاره! او ای مور! تاسو خو زه خرڅه کړی یم، نه دا چی تاسو زما په سر هغه حلال مهر کوم چی ما یی بښنه هم درته کړی وه اخیستی، هغه خو د نکاح تړلو په وخت زما خسر په ځان منلی او تر اوسه یی راکړی هم ندی.
لدی مطالعی دا هم راته ښکاره شوه چی د ولور پيسی ولو که ما وربښلی هم وی حرامی دی، او هیڅ د حلال حکم می ورته پیدا نکړ. بیا می دا فکر وکړ چی دا خو له پخوا نه را پاتی رواجونه دی، یعنی زما خپله مور او نیا هم همداسی خرڅی شوی دی، او پدی باندی چی د هری کورنی رزق/روزی برابره شوی د هغه کورنی نوی زیږیدلی ماشومان ټول حرامیان دی، پس ما هم خپل ځان داسی وګاڼه چی د حرامیانو له ډلی به یوه هم زه نه بلکه ټول پښتون نسل وی. او اوس می سوال دا دی چی کچیری موږ حرامیان یو ، نو زموږ دعا/عبادت به قبلیږی کنه؟
خدای خو د دا ملا ماتونکی ناروا او د دوه کورنیو د محبت ورکونکی رواج ریښی زموږ له ټولنی وباسی. پدی سره هیڅ که هم د هلک او نجلی ژوند نه هوسا کیږی. بلکه دخپلی لور لپاره دوښمنی ګټی، د پیغور ورکولو لاره ورته هواروی.
د خدای په لحاظ نور دا د دوزخ لاری پریږدی، د واقعی اسلام لور ته مخ واړوی.
په اسلامی مینه!
لیمه وردګ
رالیږونکی: م. هلال
لیکونکی: م.هلال