اسلام علیکم و رحمت الله

په نکاح کی حلال او حرام

الله تعالی فرمایی :-ای مومنانو مه حراموی پخپل ځان هغه شیان چی خدای درته حلال کړی دی، او د الله له امر څخه تیری مه کوی چی خدای تیری کونکی نه خوښوی.

د مایده سورة ۸۷ آیة

     حضرت محمد فرمایی: زه له تاسو نه ښه خدای پیژندونکی یم، او له هغه څخه ډیر ډاریږم؛ اما د شپی برخه په ویښه تیروم او لږ هم ویده کیږم؛ کله هم روژه یم او کله هم روژه نه یم، او ازدواج هم کوم، هر څوک چی زما له سنت او زما له لاری مخ واړوی زما له امت څخه ندی.  

بخاری

حضرت محمد بل ځای فرمایی:

ای د مسلمانانو ټولیه! هر څوک چی نفقه لری نکاح دی وکړی، نکاح کول د سترګو د ساتلو  وسیله ده، او  انسان له زنا څخه لیری ساتی.

(بخاری)

بل ځای خدای پاک فرمایی:

ستاسو څخه هغه خلک چی نکاح یی نده کړی د صالحو  ځوانانو او پیغلو سره د نکاح وکړی، کچیری غریب وی خدای پاک یی د خپل فضل له مخی بی نیازه کوی.

د نور سورة ۳۲

 

 

د پیغلی کتل یا لیدل د ازدواج په مقصد 

یو مسلمان کولای شی کله چی د یوی ښځی سره د نکاح کولو نیت وکړی، مخکی د نکاح له عقد څخه د  د نوموړی پیغلی سره وګوری، تر څو د پوهی او علم له مخی نکاح وکړی؛ او د ژوند دا مهم ګام په اشتباه او تیروتنه پورته نکړی، او له بلی خوا سترګی هم د زړه پیغام رسونکی دی، ځنی وختونه د دوه سترګو لګیدل د الفت او مینی د پنځونی لامل ګرځی.

مسلم له ابو هریرة څخه روایت کړی چی وایی: د پیغمبر سره وم چی یو نفر راغی او وی ویل چی له یوی انصاری میر منی سره می نکاح کړی ده، پیغمبر تری و پوښتل: آیا هغه ته دی کتلی ده؟ ورته وی ویل: نه خیر!، بیا یی ورته و فرمایل: ورشه او  هغه و ګوره ځکه چی د انصارو سترګی معیوبی دی.  ت ۲۱۳

مغیره بن شعبه وایی: د یوی میرمنی روبیاری ته ورتلم حضرت محمد(ص) و فرمایل: هغه و ګوره د هغی لیدل  ستاسو  دواړو د را بطی د دوام موجب ګرځی.

مغیره وایی: د نجلی مور او پلار ته ورغلم  د خدای (ج) د نازولی پیغبر(ص) خبره می ورته وکړه، د نجلی مور او پلار پدی خبره خوشحاله نشول، ولی نوموړی نجلی چی خپل ځان یی په څادرکی پیچلی وه له موضع خبره شوه او ویل :

کچیری د خدای (ج) پیغبر(ص) دا ډول دستور درکړی وی نو بیا راشه او وګوره، مغیره وویل: 

 هغی ته می وکتل، او وروسته می نکاح کړه؛ (ابن ما جه او ترمزی)

له پورته احادیثو څرګند یږی چی دخدای (ج) رسول (ص) د ځای او اندازی په اړه چی باید د رویباری پر وخت ولیدل شی تعین کړی یی ندی.

   ځنی علمان یی یوازی د ښځی په مخ او په څیړوکی را ټولوی، ولی داچه دا دوه یاد ځایونه په عادی حالاتو کی هم لیدای شی 

نو د رویباری په صورت کی خو باید ځنی خاص ځایونه مهم ولیدل شی تر څو د رویباری او عادی لیدو تر منځ توپیر وشی.

 

په یو حدیث کی را غلی ( هر کله چی د نجلی رویباری مو کوله  کچیری کولای شی هغو ځایونوته چی ستاسو د نکاح تړلو

د تشو یق لامل کرځی ورته وګوری نو ویی ګوری) (ابن ماجه ترمزی )

 

ځنی علماً د لیدلو د ځایونو په اړه ډیر افراط او ځنو هم ډیره سخت ګیری یا تفریط کړی دی، خو اوسط په دواړو کی غوره لار ده.

نن ورځ یو ځوان څنګه یوه پیغله وګوری:

پدی اړه ځنی اسلامی علماً وایی: په ننی زمانه کی کچیری یو څوک غواړی له یوی پیغلی سره نکاح وتړی د پیغلی د بدن هر هغه ځای چی د نوموړی پیغلی مور او پلار یی د لیدو حق لری، هغه ځوان هم کولای شی ویی ګوری. او حتی کولای شی د مغیره له حدیث څخه استفاده وکړی چی په اساس یی کولای شی د پیغلی سره روا محلونو ته چی مباحت ولری لاړ شی تر څو  دواړه د یو بل د علم ،پوهی، زیرکی، او سلوک په اړه پوره مالومات تر لاسه کړی، خو شرط به یی دا وی چی د پیغلی یو محرم به حضور ولری.

همدا شان که یو ځوان و غواړی د یوی پیغلی سره نکاح وکړی، کولای شی بی لدی چی  هغه پیغله او یا د هغی کورنی پری خبره شی ورته و ګوری، جابر بن عبد الله (رض) د خپلی میرمنی په اړه وایی:

د ونی تر شا ورته پټ وم تر څو هغه و وینم.

د مغیره (رض) له حدیث څخه څرګندیږی، چی یو مسلمان پلار نشی کولای خپله لور د هغه هلک سره چی نکاح ورسره تړی د لیدو څخه منع کړی، او وایی چی رواج او کلتور دا اجازه نه راکوی؛ دلیل دا دی چی شرع پر رسم او رواج مقدم ده، د یادولو وړ ده چی نه هلک، نه نجلی، او نه هم د نجلی کورنی دا حق لری چی د نکاح په بانه دوی دواړه آزاد پریږدی، هر چیری چی ځی بی له محرم څخه لاړ شی، او هر ناوړه کارونه چی زړه یی غواړی تر سره کړی؛ لکه چی یو شمیر غرب ځپلی دا ډول استباهات تکراروی.

اسلام افراط او تفریط نه قبلوی

و من الله التوفیق

لیمه وردګ