د بښونکی او مهریان څښتن په پاک نامه

درنو لوستونکو د اسلام د پنځه بناوو څخه تر ټولو مهمه او لمړنی بنا (ستنه) د شهادت کلمه ده چی ددی کلمی عربی لفظ په لاندی ډول دی:

اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان محمد الرسول الله

پښتو ژباړه:شاهدی ورکوم په دی چی هیڅ د عبادت لایق نشته مګر یوازی خدای (الله) او شاهدی ورکوم چی محمد د هغه  رالیږل شوی استازی (رسول) دی.

د یادولو وړ خبره ده چی پدی الفاظو باندی د زړه یقین او باور د ایمان له شرطونو څخه دی، مانا داچی ددی الفاظو په ژبه تکرار هیڅ مانا نلری مګر داچی د خدای وجود او هستی ، قدرت او توانایی، په خپل دماغ کی مجسم او د هغه د استازی ریښتینولی او رسالت په زړه قبول او په ژبه یی اقرار وکړی. (زه نه پوهیږم چی خلک به خدای څنګه په خپل ذهن کی انځوروی؟؟)

په نړی کی ډیری خلک آن د ډیرو تکړه ساینس پوهانو له ډلی څخه داسی کسان شته چی د خدای په وجود کی هیڅ شک نلری او دوی د خدای وجود د خپل علم (ساینس) له مخی درک کړی دی، مګر د پیغمبری سلسله دوی ته بی مانا ښکاری او وایی چی : هو! انسان ته د یو پیغمبر لارښونی د خدای د درک او پیژندلو لپاره کیدای شی آسانه لاره وی، ځکه هغوی نشی کولای په دومره شیانو ځان پوه کړی لکه څومره چی موږ پوهیږو، خو دا په دی مانا نده چی یو خدای پیژندونکی انسان دی په عبادت مکلف وی،  دوی وایی: خدای د انسان په عبادت هیڅ هم نه کیږی او نه اړه ورته لری، دوی په حلالو او حرامو کی پولی نه پیژنی،  چی پدی حساب دغه ډله کسان د اسلام  تر سیوری لاندی نه راځی او کافر (اسلام نه منونکی) په نامه یی پیژنو.

له بلی خوا که ګورو د نړی زیاتهبرخه(۳۳٪ عیسویت لمړی مقام، ۲۱٪ اسلام دوهم مقام) خلک په ځانکړی توګه غربی ټولنی (اوروپا، امریکا، او نور) چی د عیسویت دین یی منلی دی، هم د اسلام تر چتر لاندی نشی راتلای، که څه هم دوی په پاک خدای ایمان لری او د هغه ذات (الله) ټول پخوانی پیغمبران په حقانیت سره پیژنی او ایمان یی پری راوړی دی، خو د الله تعالی د وروستنی پیغمبر (محمد) له پیغمبری څخه منکر دی؛  دوی وایی چی سره ددی چی په بایبل (انجیل) کی د راتلونکی پیغمبر یادونه شوی ده او موږ په هغه باندی په ایمان راوړلو مکلف شوی یو، خو د هغه پیغمر صفات د اسلام په پیغمبر (محمد) کی نشته، نو پکار ده چی خپل دین ته تر هغه ادامه ورکړو تر څو چی راتلونکی پيغمبر د خپلو مشخصو صفاتو سره دی نړی ته راشی.

البته، دا د دوی د تحریف شوی دین (اوسنی بایبل کتاب) دلایل دی چی وړاندی کوی یی او خپل پیروان یی غافل ساتلی دی، نه دا چی العیاذ با الله د محمد په پیغمبری کی شک دی.

ددی دلایلو له مخی دا ډله خلک هم د کفارو په صف کی راځی، او پدی دینا که هر څومره ښیګنی او نیکی وکړی په آخرت کی ورته هیڅ په درد نه راځی.

رابه شو دی ته چی د شهادت کلمی په منلو (یعنی د خدای په وجود باوری کیدل، د هغه د قدرت پیژندل او پدی باندی اقرار کول او همدا رنګه د هغه په ټولو پخوانیو پیغمبرانو ایمان راوړل او هم د هغه (الله) په وروستنی پیغمبر محمد مصطفی ایمان راوړلاو د هغه پیغمبری بی له شکه منل) سره د بشریت د ژوندانه لپاره یو مشخصه تګلاره ټاکل پکار دی چی دا تګلاره پاک خدای د خپل کتاب قران له لاری  انسانانو ته ښوولی ده، چی ددی تګلاری غټی او بنسټیزی ډبری یی د اسلام پنځه ستنی دی چی هر یوه یی په خپل نوبت سره په وروستیو لیکنو کی روښانه کوو

 

و من الله التوفیق

 

لیمه وردګ