(
له څه مودې راهيسې چې پخپله راډيو (( کليد )) کې ماته د رڼې چينې په نوم يوه ادبي خپرونه راسپارل شوې ده د ادارې خوښه دا وه چې زه بايد په کې له شاعرانو سره د هغوى د ژوند په تړاو مرکې نه بلکې د ادب له مخکښو کسانو سره په ادبي ژانرونو مرکې وکړم .
دغه خبره زما زړه ته هم کېوته او تر اوسه پورې مې منلې ده ما به دا مرکې تر پينځلسو اړولي وي ، خو کومې مرکې چې ماته ډېر خوند راکړى دى او راته په زړه پورې ده هغه همدا ده چې تاسو به يې ولولئ ما ښه وګڼله چې دا مرکې تاسو همداسې په ليکلې بڼه هم ولولئ که څه هم دغه چاره لږه ستونزمنه وه ، خو د ښاغلي ځواب په غوښتنه چې ارزښت يې ماته هم ډېر دى دا دى لومړنۍ ادبي مرکه مې درته وليکله اوهيله مند يم چې تاسو يې هم ولولئ ما دا مرکه له ښاغلي استاد نورالحبيب نثار سره (( په شعر کې د تصوير په ارزښت کړ ې ده .
ساحل : استاده په شعر کې د تصوير ارزښت څومره دى ؟
نثار : ((ګوره تصوير ډېر مهم شى دى ساحل صيب د تصوير اهميت په دې کى دى کله چې مونږ غواړم يو خبره لرو خيال لرو دا خيال څنګه مجسم کړو څنګه يې تصوير کړو ؟ځکه اول، خو په خپله خيال يو شى دى يو ذهني مفهوم دى ډېر مجرد ، ددې په خاطر چې دغه مجرد مفهوم که پوره نه شو مشخصولاى چې يو څه خو تشخيص ورکړو که نه يعنې نيمه تشخص ، خو ورکړو که نه چې دغه نيمه تشخص د همدې تصويرونو په مرسته کېږي او اهميت يې په دې کې دى چې تاته سترګو ته يوه ښکلا ودروي ښايست ودروي څه چې تا پيدا کړي دي او هغه د تخيل عمليه دې پرې سرته رسولې ده هغه څه چې تا په نورو حواصو کې درک کړي وي او په سترګو کې يې هم مخامخ ودروې نورو خلکو ته يې سترګو ته مخامخ ودروې طبعاُ چې ته تصويرونه جوړوې ، خو ښکلي به يې کوې ، نو د ښکلا د مجسم کولو لپاره د خيال د مجسم کولو لپاره د تصوير نه مونږ ناچاره يو همدغه وجه کوم شاعران چې په خپلو شعرونو کې انځورونه جوړولى او پنځولى شي هغه ښه شاعران دي ))
ساحل : استاده تصوير څنګه جوړيږي ؟
نثار : (( تصويرپه تشبيه او استعاره جوړيږي تشبيه او استعاره په خپله دا يو شى له بله سره ورته دى مشابهت لري دا په خپله په ذهني لحاظ د تصوير ايجادولو پروسه ده مثلا ته چې وايې د هغې مخ د سپوږمۍ غوندې ښکلى دى ، نو ته هغه مخ د هغې هغه ښايست ،ښکلا او رڼاوى نورو خلکو ته څنګه مجسموې ، نو د سپوږمۍ مثال ورکوې ، نو دغه ځاى دى چې تصويرونه په شعر کې ډېر مهم دي ، خو څومره؟
تصويرونه په شعر کې ډېر مهم دي ، خو دومره زيات هم نه مثلاً چې د تصويرونو تعادت په کې راشي دومره زيات چې هغه خيال دومره نه وي لکه دومره چې تا تصويرونه ايجاد کړي وي ، تصويرونه همدومره څومره چې ستا پېغام ورباندې لېږدي او د هغې په لېږدولو کې مرسته کوي ))
ساحل : استاده ځيني تصويري شعر ته بې شعريته شعر وايي ، خو ځيني ډېر تصويري شعر کې د پيغام د نشتوالي خبره کوي په دې اړه تاسو څه واياست ؟
نثار : رښتيا هم دا ډېره جالبه پوښتنه ده همېشه لپاره د پيغام خبره کيږي او د پيغام د خبرې اورېدو سره خلک داسې فکر کوي مونږ داسې فکر کوو چې ګنې د ژوند همدا عادي خبرې دا شعاري خبرې چې کېږي همدا پيغام دى نه زه دغه خپل ښکلاييز احساس چې مجسم کوم د تصوير په مرسته يې تاته رسوم تاته يې ښودل غواړم دا پخپله پيغام دى ، يعنې پيغام ، خو د ژوند برسېرنې عادي خبرې نه دي کوم شى چې ته له بل چاسره شريکول غواړې همدا پيغام دى ))
ساحل : استاده تصويرونه په څو ډوله دي ؟
نثار : (( نو تصويرونه ظاهراً، خو مونږ دوه ډوله وايو چې يو ذهني تصويرونه وايو بل ته عيني تصويرونه وايو عيني هماغه دي چې په سترګو راته ښکاري ، ګورو يې
مثلاً مونږ وايو د پلانۍ قد د سروې غوندې دى هغه پلانى هم ګوره عيني لحاظ باندې يا په مشخصه توګه مقصود مونږ يو څوک ده يا يو څوک دى او سروه هم په سترګو باندې وينو هغه ونه ده چې قدوقامت يې لوړ دنګ ښکلې ښايسته همېشه سمسوره تر اوتازه ونه ده دا عيني تصويرونه دي ، ذهني تصويرونه داسې دي لکه زه به د پسرلي صيب يو بيت درته ووايم : چې مغرور حسن يې شيېلې مسکا وتخنوي _ د زړه په تل کې غلې څړيکې زما و تخنوي _ مغرور حسن ، حسن په خپله ښکلا ، خو مجرد يې مونږ اورو دا يو ذهني انځور دى يا يو مفهوم مګرکله چې بيا دغه حسن مغرور هم شي بيا هم مجر دى چې (( مغرور حسن يې شېيلې )) مسکا خپله يو ذهني انځور دى ، خو کله چې دا مسکا شيېلې مسکا شي ، شوخه مسکا شي ، شوخه مسکا ، نو لا پسې ذهني مجرد انځور دى ، نو دغه عمدتاً دوه ډوله انځورونه مونږ لرو چې مشخص غير مشخص ، مشخص مجرد يا ذهني او مجرد يا ذهني او عيني دغه دوله ډوله انځورونه مونږ لرو ))
ساحل : ځيني شعرونه چې يواځې د يوې رنګينې تابلو حيثيت لري پخپله تصوير يې د يوه پيغام په حيث منلى شو که نه ؟
نثار : (( نو ګوره ښکلا ښکلا ده که دا مسله عادي ميناتور هم وي که عادي نقش او نګار لکه په رختونو کې چې ګورو دا عادي ښځينه رختونه ، يا د کور په فرشونو کې يا په غوريو کې ، په ظرفونو کې چې کوم نقشو نګار دى يو معين شى نه دى ، چې مشخص بهر کې وجود لري مګر منظم شکلونه يې جوړ کړي دي په سترګو طبعاً ښه ښکاري يو ښکلاييز اغېز لري اما خاص مقصد چې مونږ يې له بل سره شريکول غواړو هغه نه لري ))
ساحل : استاده حقيقي تصويرونه که تخييلي تصويرونه د شعر په ارزښت کې ډېر رول لري ؟
نثار (( حقيقي تصويرونه او تاسو تخيلي وويل ګوره تصوير پخپله د خيال پيدا وار دى دا مونږ يې چې جوړو دا شاعران يې چې جوړوي په شعرونو کې يا مثلاًُ په هنري پرچو کې چې مونږ کوم مِضمون وړاندې کوو په هغې کې تشبيه کاروو استعاره کاروو مرسل مجاز کاروو دا چې کوم تصويرونه ايجادوي دا پخپله اصلاً خيال دى چې ته دا مجسم کوې دا خيالي دي . حقيقي ، خو هاغه دي چې مونږ او تاسې په نورو حواسو باندې مسحه کولاى شو لکه يو عادي تصوير چې ته کېنې کمرې ته او تاته د يوه تصوير په شکل لاسته درځي دادى يا مثلاً يو شى د بل شي سره مشابه ګڼې دا ونه د نارنج ونه ده او داسې ده لکه د مالتې ونه ، نو دا خو هغه حقيقي تصويرونه دي چې ته يې مثال ورکوې مګر کله چې مونږ په شعر کې د انځورګرۍ خبره کوو هماغه د خيال په بنياد ده يعنې مونږ د خيال دنيا کې د ځيني شيانو په باره کې فکر کوو او دغه خپله مشاهده چې شا او خواته طبيعت کې فطرت کې ګردچاپيره شيان وينو د هغې ترمنځ اړيکې روابط پيدا کوو يا راته يو شى يوه پديده د بلې غوندې ښکاري او مشابهت يې پيدا کوو دا په حقيقت کې مونږ په خپله تصويرونه پنځوو او انځورګري کوو ))
ساحل : استاده ځوانو شاعرانو د چا چې شعر يوې مرحلې ته رسېدلى دى په شعر کې د تصوير په اړه کومې سپارښتنې کوئ ؟
نثار (( ګوره پخپله دا شاعري عموماً کله چې مونږه د شعر خبره کوو يعنې د مخيل کلام خبره کوو د پخوانه دا خبره راروانه ده د تخيلي کلام هغه وينا يا هغه کلا چې په مبنا کې يې خيال وي ، خيال حقيقي شى نه دى ، نو بې له تصوير يا بې له مخيل کلام نه ځکه دشاعرۍ لپاره تر ټولو مهم عنصر هسې ، خو ګڼ عناصر لري پيغام دى موسيقي ده اهنګ دى خيال دى فکر دى تصوير دى دا ټولې خبرې مهمې دي ، خو د تصوير په برخه کې يعنې بې له تصويره شاعري کول صحيح ده ځيني وخت ځيني ډېر لکه ګله بې پت لکه د پرخې نه يم _ چې به د لمر له پلوشو سره ځم ګوره سهل ممتنع بيت دى د حمزه بابا ، خو که هغسې تصوير ګيري مونږه ووايو چې ډېر يې د خيال په مرسته باندې جوړو ډېره خيالي يا ډېره ذهني ده هغه نه ده (( ګله بې پت لکه د پرخې نه يم )) ددواړو مثال چې درکوي دواړه مشخص شيان دي که ګل دى که پرخه ده يعنې د تصوير په مرسته لازماً مونږ چې شاعري کوو مونږه انځورونه وړاندې کوودا انځورونه لکه مخکې مو چې وويل دابه ذهني وي يا به عيني وي يعنې يا به مجرد وي يا به مشخص وي خامخا کول غواړي ،خو پام دې ته په کار دى چې مونږ تصويرونه د څه دپاره وړاندې کوو د ښکلاد پنځوونې لپاره يعني مونږ بايد د ښکلا د پنځونې حس ولرو يا د ښکلا پنځونې صلاحيت او قابيليت ولرو ډېر ځله داسې شيان مونږ په شا او خوا کې وينو يا که اغېز هم راباندې کوي يو قسم منفي اغېز لري يا پخپله هغه شى د ذات يوقسم منفي يا بدرنګ غوندې وي مګرمونږ د ښکلا پنځوونې حس لرو يا دا صلاحيت لرو د هغې په مرسته د همدغسې يوې منفي پديدې نه يوه مثبته نتيجه اخلويعنې په خپله کوشش کوو چې ښکلا وپنځوواو ښکلې يې کړو، نو که دا زمونږ د ځوانو شاعرانو او که د پخوانيو لپاره وي مهمه خبره دا ده چې زمونږ ټوله زړه شاعري لوستل غواړي په هغې کې زمونږ استاذان شاعران که په کلاسيک کې دي او يا په اوس وخت کې مونږ سره معاصر دي ددې ټولو شاعري لوستل غواړي د هغوى کوم بيتونه کوم شعرونه چې مونږ ته خوند راکوي په دې خبره ځان وپوهو چې ولې يې خوند راکړ په دې کې دا خوند چېرته دى ولې اېجاد شوى دى که ښکلى دى ولې په څه باندې ښکلى دى دغه راز او رمز باندې بايد ځان پوى کړواو ځوانان بايد چې پرې ځان پوه کړي او دې ته چې متوجې شي د دوى د شعر او هنر په وده کې دا خبره يعنې ډېر ژور لاس کوي او ورسره ورسره نه يواځې دا چې هغه کلاسيک لولودا خپل وخت کې ځکه مونږ په نني وخت کې چې اوسيږو همدا نن ورځ کې ژوند کوو مونږ نه د همدغه وخت خلک پيغام غواړي خبره غواړي تصوير غواړي يو مفهوم غواړي د همدې ورځې خبرې رانه غواړي ، که چېرته هغه يواځې د عادي پيغام برسېرنه خبره وي ، نو په عادي توګه به يې نېغ په نېغه چا ته ووايو ، ددې په خاطر چې يو څه ښکلا وپنځوو د چا له عواطفو سره برخورد وکړومطلب له عواطفو سره چلند پيدا کړو ، نو مونږ مجبور يو د همدغه تصويرونو نه به کار اخلو سمبولونو نه به کار اخلو استعارې نه به کار اخلو تشبيه به کارو خبره چې کوو په ادبي انداز کې به يې کوو په ښکلي انداز کې به يې کوواو نهايت کې بې پيغامه ژوند او بې مرامه ژوند نو چون انسانان يو نه په فردي لحاظ زمونږ په ژوند کې کوم اهميت لري نه په اجتماعي لحاظ ))
ساحل : ډېره مننه استاده !
نثار : مننه له تاسو هم
لیکنې