زما کليزه !
مور مې بېګاه راته وېلې زويه !
نن دې کليزه ده راغاړې وځه
تا د ژوندون د يوشتم پسرلي
موسم ته غاړه ورکړه
ترتا دې دوه ورونه پخوا مړه شوي
ته لا هغه مهال نړۍ کې نه وي
ستا د راتلو لارې مې تل څارلې
چې زما بل زوى به نړۍ ته راځي
ددې نړۍ خوښي به ټوله ماته
په يوه دم راکوي
همسې وشول د الله خوښه وه
ته يې راغاړې ويستې
ژوند خو غربت و خو ته بل انسان وې
تا به په غم کې هم خندلې راته
ما به هم ټوله نړۍ هېره کړله
اوستا خوښي به مې يوځاى لمانځله
پلار دې عجيب سړى دى
ته ورته ډېر ګران يې
وايي چې دا زوى مې پاچا غواړمه
او تل به دې باندې درسونه وايم
زه يې د ګټې هېڅ پروا نه لرم
ګټه په خپله کوم
خو ته عجيب انسان يې
چې کله وړ وې هم عجيب انسان وې
اوس چې زلمى يې بيا هم ښه انسان يې
تا هر وختې مونږ غوښتې يو
تا مونږ ته هېڅکله ترخه خبره
کړې نه ده
خومونږ يې غواړو چې غوصه شې مونږ ته
چې درته ښځه وکړو
خو ته دا کار نه کوې
ځکه له مونږه سره مينه لرې
زموږ ه لپې ستا لپاره دي اوس
زموږ د زوى پرده دې خداى وساتي
زه ور موسکى شوم ورته ومې ويل :
چې تاسو يۍ ژوند کې به هر څه کېږي
خداى به زموږ ګوډله هم جوړه کړي
زه ستاسې لپې تل سپړلې غواړم
چې تاسو نه يۍ څوک به ماته وايي:
زويه الله دې راته ښکلى لره
خپلوسيالانو کې ښاغلى لره
زه دهمدې خبرې تږى يمه
چې دعاګانې راته وکړئ
ماته ددې نړۍ اغزي ګلونه شينه
++++++++=
کليد راډيو د شپې يوه بجه
خپله بستره
٢٥ _ ١ _ ٢٠١١
ژباړې