ما کور ودانه ما په نوم که
زموږ په کور کې دې ځان زوم که
ځان فدايي که ځان اتوم که
که زورور يې زور معلوم که
اوس مې ډولۍ د کلي منځ کې تېروينه
25.11.2010
- احمد بختيارساحل
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن پاکستان ته په ماتې ورکولو سره په چين کې د اسيايي لوبو پايلوبې ته لاره ومونده.
په ننۍ لوبه کې د پاکستان لوبډلې د پچې په ګټلو افغانستان ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.
افغان لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځيدو ١٢٥ منډې وکړې،چې دشبير نوري ٣٥،د کريم صاديق ١٩ او د محمد شهزاد ١٧ منډې په کې د پام وړ وې.
پاکستاني توپ وهونکو که څه هم ښه توپ وهنه پيل کړه خو له شپږم اور څخه وروسته لوبغاړي يو بل...
04.12.2010
- احمد بختيارساحل
د لويو وچو ترمنځ د کرکټ څلور ورځنۍ سيالۍ چې د دوو کلونو راهيسې په لاره اچول شوې وې بلاخره په پايلوبه کې افغانستان وشول کړاى چې خپلې سيالې لوبډلې سکاټلينډ ته په ٧ ويکټو سره ماتې ورکړي .
دغه پايلوبه چې د دوبۍ په نړيوال لوبغالى کې ترسره شو د دېسمبر په ٢ پيل او او نن پاى ته ورسېد .
کله چې د دواړو لوبډلو ترمنځ پچه واچول شوه سکاټلېنډ وګټله او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يې ايله ٢١٢ منډې جوړې کړې چې د سکاټلينډ له لوري مک کالم په کې سليزه هم ووهله...