د  چين  په ګوانجو ښار کې د اسيايي لوبو په لړ کې افغان کرکټ ملي لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې هانک کانګ ته په اتو ويکټو ماتې ورکړه.

دا لوبه چې نن سهار د افغانستان په وخت ٦ بجې پيل شوه،لومړى د هانک کانک لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځيدو ٦٣ منډې وکړې چې د افغان توپ اچونکو لخوا ميرويس اشرف ٣ او شاپور ځدراڼ او محمد نبي دوه دوه ويکټې واخيستې.

افغان لوبډلې د ٦٤ منډو ټاکلى هدف يوازې د دوو لوبغاړو په سوځيدو په ١٤ اورونو پوره کړ او د اسيايي لوبو دويم پړاو او نيمه پايلوبې ته لاره ومونده.

ټاکل شوې چې افغان کرکټ ملي لوبډله خپله دويمه يا نيمه پايلوبه سبا د کابل په وخت سهار شپږ بجې له پاکستان سره ترسره کړي.

د ويلو ده چې ننګرهار کليد راډيو د افغان لوبډلې ټولې په ژوندۍ بڼه خپروي.