افغانسافټ - له دود سره سم په دې لارښود کې تر هر څه مخکې د يوه عامل سافټوير OS (Operating System) د ټاکنې او د هغه د لګولو پر لار چارو ږغېږم، دلته دا خبره ځکه ليکم چې که يو عامل سافټوير د يو ځانګړي پلان له مخې په يو کمپيوټر کې ځاى پر ځاى شي پايله به يې هغومره ښه او بريالۍ وي.
تر هر څه مخکې بايد څه وکړو؟
ښايي له ډېرو کسانو سره دا پوښتنه وي چې وينډوز لګول خو کومه ستونزمنه خبره نه ده، خو د دې ويبپاڼې د کتونکو په غوښتنه غواړم د هغه د لګولو پر لارو چارو په مفصل ډول وږغېږم، تر څو هغه کسان چې د وينډوز لګول ورته ستونزمنه خبره برېښي هم په دې وتوانېږي چې پرته له کومې اندېښنې د خپل کمپيوټر وينډوز بدل او يا ترميم کړي.
دوينډوز لګولو څخه مخکې بايد لاندنۍ پوښتنې په پوره توګه ځواب شي:
١. ايا کمپيوټر مو د ٧ وينډوز چلولو توان لري؟
٢. ايا د کمپيوټر پرزې او نور توکي لکه پرينټر، سکينر او.... مو د ٧ وينډوز له چاپېريال سره سمون خوري؟
٣. ايا د وينډوز لګولو لپاره