څلورم لوست

وختونه او نيټې

ايکسل ټولې نيټې د شمېرو په شکل له ځان سره ساتي، که څه هم د ايکسل ځانګړى Numeric Formatting نوموړې شمېرې د يوې نېټې په بڼه ښيي، مګر په حقيقت کې نوموړې شمېرې بلل کېږي، د بيلګې په توګه که په يو سيل کې ٣٩٨٥١ وليکو د سيل لپاره رښتيا هم يوه نا اشنا څېره غوره کوي، مګر که د نېټې په بڼه يې واړوو بيا داسې February, 7, 2009  يوه نېټه ځنې جوړېږي.

په روان لوست کې پر همدې ټکي ږغېږو، د ايکسل په يوه سيل کې ٣٩٨٥١ وليکئ، پر نوموړي سيل د موږک راسته تڼۍ کليک کړئ او له پرانيستل شوي ليست څخه Format Cells کليک کړئ، په دې ډول يوه وړوکې شان کړکۍ چې څو نورې پاڼې په غېږ کې لري پرانيستل کېږي، په نوموړو کې Number پاڼه په ګوته کړئ، ورپسې Date او بيا د نېټې يوه بڼه په نښه او OK تڼۍ کليک کړئ.

ايکسل د همدې تګلارې له مخې وخت هم د ډيسمل شمېرو په بڼه چې ورځ او شپه پر څلورو برخو ويشي ليکي، د بيلګې په توګه که په يو سيل کې يوه شمېره وليکو او بيا يې د Time  په بڼه واړوو وخت ځنې جوړېږي لاندنيو بېلګو ته ځير شئ:

١،  که  0.25  وليکئ او بيا يې د Time  په بڼه واړوئ 6:00AM  ځنې جوړېږي.
٢،  که 0.50 وليکئ او بيا يې د Time  په بڼه واړوئ  12:00PM  ځنې جوړېږي.
٣،  که 0.75 وليکئ او بيا يې د Time په بڼه واړوئ  6:00PM  ځنې جوړېږي.
٤،  که  1 وليکئ او بيا يې د Time   په بنه واړوئ 12:00AM  ځنې جوړېږي.

د ايکسل لپاره دا کړنلار ځکه کارېږي چې نوموړى وکولاى شي د تاريخ له پلوه په ډېره ښه توګه محاسبه تر سره کړي، له همدې امله دوه تاريخونه يو له بل سره پرتله کولاى يا د وختونو يو کتار جمع کولاى شئ. بايد ووايم ځينې ستونزې شته چې ښايي ور سره لاس او ګرېوان شئ، مګر تر ټولو عمده ستونزې پر لاندنيو درېو برخو ويشل شوي دي:

١،  پايله يې په سمه توګه نه ده فارمټ شوې.
٢،  پايله يې وخت ښودل دي چې بايد ٢٤ ساعته بڼه يې خپله وي، مګر نوموړى تاريخ او وخت دواړه ښيي.
٣،  وخت داسې ښکارې لکه دقيقې او ثانيې، مګر نوموړى په ساعت او دقيقه خوندي شوى دى.

يوه پوښتنه

داسې وګڼئ د يوې اوونۍ په اوږدو کې د جيمناسټيک په ټولګى کې ٤٠٠ سترې مسابقې تر سره شوي دي او وختونه يې په ايکسل کې ثبت دي، اوس غواړئ نوموړي وختونه د يوې ځانګړې څېړنې په موخه چې زده کوونکو څومره مهارتونه ښودلي جمع کړئ.

د بيلګې په توګه نوموړى ټولګى ١٥ زده کوونکي لري چې د هر يوه (يوه دقيقه او ٥٠  ثانيې) وخت ثبت شوى دى، مګر که نوموړي وختونه سره جمع کړئ پايله يې ٢ دقيقې او ٢٣ ثانيې راوزي چې دا په ډاګه غلطه پايله ده، اوس پوښتنه دا ده چې ايا ايکسل وختونه او نيټې نه شي اداره کولاى؟؟؟   ١ شکل ته ځير شئ: 

١ شکل

ځواب يې دا دى ايکسل وختونه او نېټې په ډېره ښه توګه اداره کولاى شي مګر فارمټ يې په موږ اړه لري، د پورتنۍ ستونزې حل د روان لوست په پاى کې ولټوئ.

بله پوښتنه

د ژمې تر وروستۍ ورځې پورې څومره ورځې پاتې دي؟ ښايې دا يوه ډېره ساده پوښتنه وي، په A2 کې د ژمې وروستۍ ورځ وليکئ ورپسې په A1 کې نننۍ (روان) تاريخ يا هم لاندنى فورمول وليکئ:

=TODAY()

ورپسې په A3 کې لاندنى فورمول وليکئ:

=A2-A1

د پورتنيو فورمولونو تر ليکلو وروسته به ايکسل داسې 1900/9/3  ځواب در کړي، ٢ شکل ته ځير شئ: 

٢ شکل

د پورتنيو تاريخونو له مخې د ژمې تر وروستۍ ورځې پورې ٦٩ ورځې پاتې دي، ځواب يې ځکه داسې په لاس راکړى چې د نيټې له مخې محاسبه تر سره شوې ده، ايکسل په اتوماتيک ډول د پورتنيو دوو سيلونو پايله په نېټه بدلوي، يعنې د ٦٩  پر ځاى  1900/9/3 ليکي، که لاندنۍ لارښوونې وڅارئ ښايي سم ځواب يې تر لاسه کړئ، د يادونې وړ ده دا ستونزه په ٢٠٠٧   او  ٢٠١٠ ايکسل کې حل ده.

١،   A3 سيل کليک کړئ چې په نښه شي
٢،  د ايکسل پر Ribbon  د  Home  پر ټب د Number له پنل څخه General په نښه کړئ  ٣ شکل ته ځير شئ: 

٣ شکل

 

يو ستر راز

داسې وګڼئ د يو ټولګى زده کوونکي غواړي په لومړنيو نهو اوونيو کې ٣٠٠ ساعته زده کړه وکړي او د نوموړي ټولګى ښوونکي په يوه ځانګړي جدول کې د هر زده کوونکي لپاره د هغه د هرې اوونۍ درسي ساعتونه معلوم کړي او د هر يوه لپاره يې بېل بېل فورمول ليکلى دى، ورپسې يې د جدول په وروستۍ برخه کې د ټولو فورمولونو د جمع لپاره بل فورمول چې د ټولو زده کوونکو درسي ساعتونه جمع کوي ليکلى دى، مګر پايله يې ټول ټال  ٢ ساعته او ١٥ دقيقې تر لاسه کړې ده، چې دا په ډاګه غلطه پايله ده ٤ شکل ته ځير شئ: 

٤ شکل

که لږ ځير شئ درې ساعتونه او ٤٥ دقيقې د يوې ورځې %15.6  برخه تشکيلوي، له همدې امله ټولو پورتنيو سيلونو له ځان داسې يو  0.156   ارزښت خوندي کړى، ځکه نو د هر زده کوونکي د درسي ساعتونو جمع د  0.156x9   يا هم  1.40  له مخې تر سره شوې ده، د يادونې وړ ده ايکسل  1.40  ارزښت په يوه ورځ، نهو ساعتونو  او ٤٥  دقيقو پېژني.

لکه څنګه چې موږ مخکې يادونه وکړه ايکسل د نيټو جمع د نيټې په بڼه او د وختونو جمع د وخت په بڼه بدلوي، که وګورو په پورتنيو سيلونو کې يوازې وختونه ليکل شوي دي، له همدې امله يې جمع هم د وخت له مخې فارمټ شوې ده، يو بل د پام وړ ټکى دا دى چې په ايکسل کې د وخت په جمع کولو سره يوازې ساعتونه او دقيقې ليدلاى شئ، يعنې ورځې او ثانيې چې بايد له وخت سره وليکل شي نه ليدل کېږي.

اوس راځو د راز خبرې ته هغه دا چې په ايکسل کې د وخت لپاره يو پټ غوندې فارمټ شته چې ورځې هم په ساعتونو بدلوي او جمع يې صحيح ليکي، د نوموړي فارمټ د پلي کولو لپاره ټول جدول Select کړئ ٥ شکل ته ځير شئ: 

٥ شکل

ورپسې د Number  پر پنل وړوکې تڼۍ کليک کړئ ٦ شکل ته ځير شئ: 

٦ شکل

د نوموړې تڼۍ تر کليکولو وروسته يوه کړکۍ چې له څو پاڼو څخه جوړه ده پرانيستل کېږي، په نوموړو پاڼو کې Number يوه کليک کړئ او  د  پاڼې په ښې اړخ کې د پرتو فارمټونو له ليست څخه  Custom په نښه کړي ٧ شکل ته ځير شئ: 

٧ شکل

د په نښه شوي فارمټ د Type په کور کې General ليکلى وي، هغه پاک کړئ پر ځاى يې لاندنى فارمټ وليکئ او د OK تڼۍ کليک کړئ  ٨ شکل ته ځير شئ:

 [h]:mm 

٨ شکل

د ياد شوي فارمټ تر ټاکنې وروسته د ټولو زده کوونکو درسي ساعتونه په پوره توګه ليکل کېږي، ښايي ځينې وختونه د په لاس راغلو پايلو پر ځاى يوازې داسې (#) نښې ليکلې وي، دا په دې معنا دي چې ټاکلى کالم د پايلي د ښودلو وړتيا نه لري، يعنې کالم تنګ او پايله پراخه ده ٩ شکل ته ځير شئ: 

٩ شکل

که پورتني شکل ته ځير شو يوازې د K  په کالم کې نوموړې  (#)  نښې ليکلي دي، يعنې K  کالم د ليکنې د ښودلو وړتيا نه لري، په همدې موخه د  K  او  L  کالمونو تر منځ عمودي کرښه دوه ځله کليک کړئ چې کالم د اړتيا په اندازه پراخ شي ١٠ شکل ته ځير شئ: 

١٠ شکل

د کالم تر پراخولو وروسته به هره پايله چې په راز کې يې د ټولو پايلو جمع هم شامله ده په سمه توګه څرګنده شي ١١ شکل ته ځير شئ: 

١١ شکل

 

د جيمناسټيک  ټولګى ستونزه او حل يې

د روان لوست په سر کې د جيمناسټيک ټولګى په اړه ږغېدلې يو، نوموړى جدول پرانيزئ، B4  په نښه او
Formula Bar ته ځير شئ ښايي تېروتنه يې په ګوته کړئ!.  يعنې ښوونکي غوښته په نوموړي سيل کې د احمد لپاره يوه دقيقه او ٢٥ ثانيې وليکي مګر ايکسل په يوه ساعت او ٢٥ دقيقو اړولي دي ١٢  شکل ته ځير شئ: 

١٢ شکل

وجه يې دا ده چې مايکرو سافټ ايکسل په دې پوهولى چې په لنډه توګه يو ټاکلى وخت وليکي، په دې ډول وخت سپمېږي او د وخت ليکل ځورونکې بڼه نه خپلوي. اوس راځو د ايکسل يو پرکاره  Function  ته چې نوم يې Time دى او نوموړى په لاندنۍ بڼه ليکل کېږي:

=time(hours,minutes,seconds)

که غواړئ د يو ټاکلي وخت يوازې ساعتونه څرګند کړئ فورمول په لاندنۍ بڼه وليکئ:

=hour(B4)

که غواړئ د يو ټاکلي وخت يوازې دقيقې څرګندې کړئ فورمول په لاندنۍ بڼه وليکئ:

=minute(B4)

ځکه ايکسل د ساعتونو په دننه کې دقيقو ته او د دقيقو په دننه کې يې ثانيو ته ځاى ځانګړى کړى دى، د ياد شوي ټولګي ستونزه په لاندنۍ بڼه له منځه يوسئ:

١،   F4 سيل په نښه او لاندنى فورمول وليکئ:

 =time(0,hour(b4),minute(b4))

٢،  نوموړى يعنې  F4  سيل په h:mm:ss بڼه فارمټ کړئ، د فارمټ په اړه لږ مخکې ږغېدلي يو ١٣ شکل ته ځير شئ: 

١٣ شکل

٣،   F4  د دوهم ځل لپاره په نښه او  د Fill handle   په مرسته يې لومړى تر H  کالمه او بيا تر 18  مي رو (Row)  پورې کش کړئ چې نوموړى فورمول ټولو سيلونو ته کاپي شي ١٤ شکل ته ځير شئ: 

١٤ شکل

که وګورو ټول وختونه په سمه توګه په لاس راغلل، مګر که زاړه وختونه له منځه يوسو نوي هم ځي، وجه يې دا ده چې نوي وختونه له زړو سره تړاو لري او د هغوى په مرسته نوي په وجود راغلي دي، که غواړئ نوي وختونه پر ځاى پاتې وي او زاړه له منځه يوسئ لاندني لارښوونې په پوره غور وڅارئ:

١،  ټول نوي وختونه Select کړئ.
٢،  Ctrl+C کيليانې غبرګې کښېکاږئ.
٣،  د Paste  تڼۍ تر څنګ يوه وړوکې تڼۍ شتون لري نوموړې کليک کړئ او  له پرانيستل شوي ليست څخه Paste Special  ته ټک ورکړئ ١٥ شکل ته ځير شئ: 

١٥ شکل

٤،  په پرانيستل شوې کړکۍ کې چې له بېلابېلو کورونو څخه جوړه ده Value   کور په نښه او OK  تڼۍ کليک کړئ. اوس که زاړه وختونه له منځه لاړ شي نوي پر ځاى پاتېږي ١٦ شکل ته ځير شئ: 

١٦ شکل

٥،  ورپسې نوي وختونه د زړو ځاى ته انتقال کړئ، د جمع او اوسط فورمولونه يې له سره وليکئ او په h:mm:ss  يې فارمټ کړئ ١٧  شکل ته وګورئ: 

١٧ شکل

 

وخت په ساعت بدلول

 په لاندني Worksheet کې يو زده کوونکى غواړي د ټولنې لپاره خپل خدمتې ساعتونه جمع کړي، نوموړي د خپل کار د پيلېدو او پاى ته رسېدو وختونه ټول ليکلى دى، ده په D4 سيل کې لاندنى فورمول د خپلې يوې ورځي د کارې وخت معلومولو په موخه ليکلى دى چې څومره کار يې کړى دى:

=C4-B4

مګر ځواب يې داسې   1:15AM  تر لاسه کړى دى، ايکسل هم کله نا کله د ښوونځى د يو زده کوونکي په څېر سم مفهوم نه شي تر لاسه کولاى ١٨ شکل ته ځير شئ: 

١٨ شکل

حل لار يې دا ده که غواړئ له يو ټاکلي وخته بل منفي کړئ د ساده منفي پر ځاى د  Hour  منفي فورمول په کار واچوئ، لاندنيو دوو فورمولونو ته ځير شئ:

=C4-B4
=HOUR(C4-B4)

١،  په D4 کې ليکل شوى فورمول پاک کړئ او نوموړى سيل په General   فارمټ کړئ، که نوموړى سيل په General فارمټ نه شي بيا يې هم پايله غلطه په لاس راځي، د فارمټ په اړه مخکې ږغېدلې يو.
٢،  ورپسې په D4 کې لاندنى فورمول وليکئ او ١٩ شکل ته ځير شئ:

=HOUR(C4-B4) 

١٩ شکل

د يادونې وړ ده که د پورتني فورمول له لارې له يو ټاکلي وخت څخه بل منفي کړو يوازې پوره او مکمل ساعتونه ليکل کېږي يعنې د دقيقو او ثانيو توپير يې نه ليکل کېږي ١٩ شکل ته وګورئ، که غواړئ د دقيقو او ثانيو توپير يې هم په ګوته کړئ د پورتني فورمول پر ځاى لاندنى هغه په کار واچوئ او يوازې په  Number  يې فارمټ کړئ  ٢٠ شکل ته ځير شئ:

=24*(C4-B4) 

٢٠ شکل

که پورتني شکل ته ځير شئ په D4 سيل کې 1.25 ليکلى دى، نوموړى دا معنا نه ورکوي چې ياد شوي کس يو ساعت او پنځه ويشت دقيقې کار کړى دى، بلکې د ساعت له څلورمې څخه عبارت دى، يعنې نوموړى کس يو ساعت او د هغه څلورمه برخه کار کړى دى، که په سيمه ييزه لهجه ووايم دې کس يو ساعت او يو پاو کار کړى دى.

 

د څلورم لوست پاى