درېيم لوست

ايکسل او وړتيا يې

په دې سرمشق کې مې ځينې موثر توکي تر بحث لاندې نيولي يعنې د زړو جدولونو له بنډل څخه نوي په وجود راوستل، لکه AutoFill چې د څو ليکل شوو سيلونو له کتار څخه نور په وجود راولي، همداسې Transpose چې د ليکل شوو سيلونو له عمودي کتار څخه افقي او له افقي هغه څخه عمودي جوړوي، له دې سره سره به يو فورمول چې يو جدول اداره کړي هم په کار واچوو.

Fill Handle

نوى Workbook پرانيزئ او د هغه A1 سيل تش پرېږدئ، ورپسې په A2  کې ١  او په A3  کې ٢ وليکئ دواړه سيلونه Select کړئ، د Selection په کښتنۍ برخه کې ښې لور ته يو ټکى موجود دى چې بڼه يې کټ مټ يوې مربع ته ورته ده، نوموړي ته Fill Handle ويل کېږي ١ شکل ته ځير شئ: 

١ شکل

ياد شوې ټکى د موږک په مرسته تر ديارلسمې Row پورې کش کړئ، د يادونې وړ ده دې ډول کشونې ته د کمپيوټر د اصطلاح له مخې Drag  چې لغوي معنا يې هم څکول يا کشول دي ويل کېږي، د نوموړې کړنې پر مهال د موږک له نښې سره نښتى يو کوچنى لارښود چې په وروستني سيل کې داخلېدونکې شمېره ښيي څرګندېږي ٢ شکل ته ځير شئ: 

٢ شکل

کله چې تر ديارلسمې Row پورې ورسېږئ، نوموړى لارښود ١٢ مه شمېره ښيي، که پر ياده شوې Row د موږک کليک خوشي کړئ  له A2  څخه بيا تر  A13  سيلونو پورې مسلسلې شمېرې چې وروستنۍ شمېره يې ١٢ ده ليکل کېږي.

د سيلونو صف کاپي کول

ټولې په لاس راغلې شمېرې انتخاب  (Select) کړئ او Ctrl+C کيلۍ غبرګې کښېکاږئ، يادې شوې کيلۍ د سيلونو کاپي کولو په موخه کښېکښل کېږي، ورپسې B1 سيل کليک کړئ چې په نښه شي.

که د ايکسل Ribbon ته ځير شئ د نوموړي د Home پر ټب د Clipboard   په پنل کې لومړنۍ تڼۍ Paste چې په لاندنۍ برخه کې يې يو کوچنى ټکى هم موجود دى پرته ده،  که نوموړى ټکى کليک شي يو ليست چې له بېلابېلو امرونو څخه جوړ دى پرانيستل کېږي ٣  شکل ته ځير شئ: 

٣ شکل

د نوموړي ليست له امرونو څخه Transpose کليک کړئ، چې د A  کالم کاپي شوي ارزښتونه له B1  څخه بيا تر  M1  سيل پورې په افقي بڼه و اوډل شي.

ورپسې له  B1  څخه بيا تر  M1  سيل پورې په لاس راغلي شمېري انتخاب او د رېبن د Home پر ټب د Cells  په پنل کې Format  او د نوموړي په پرانيستل شوي ليست کې Column Width  کليک کړئ، ٤ شکل ته ځير شئ، د نوموړي امر له کليکولو سره جوخت په پرانيستل شوې کړکۍ کې  ٤ وليکئ ٥ شکل ته ځير شئ: 

٤ شکل 

٥ شکل

 

فورمول کاپي کول

په يو سيل کې ليکل شوى فورمول هر وخت د نورو سيلونو لپاره کاپي کولاى شئ، که لاندنيو بېلګو ته ځير شئ هر فورمول يوازې د دوو سيلونو لپاره ليکل شوي دى، اوس خبره دا ده که د يوه جدول د هرو دوو سيلونو لپاره يو فورمول ليکئ ډېر وخت نيسي، يوازې د دوو سيلونو لپاره فورمول وليکئ او د نورو لپاره يې کاپي کړئ، مګر په ځينو جدولونو کې فورمول کاپي کول غلطه پايله ښيي، د بېلګې په ډول په همدې موخه C5 سيل کليک کړئ چې په نښه شي او لاندنى فورمول وليکئ او ٦ شکل ته ځير شئ:

=C1*A5 

٦ شکل

Enter کيلۍ کښېکاږئ چې پايله يې څرګنده شي، که وګورو د اجرا شوي فورمول پايله سمه ده، مګر که يې د جدول بل سيل ته کاپي کړئ پايله يې ورانېږي، د بېلګې په توګه که نوموړى فورمول D6 سيل ته کاپي شي پايله يې صفر په لاس راځي ٧ شکل ته ځير شئ: 

٧ شکل

پورتنۍ ستونزه ځکه منځ ته راغلې ده چې په فورمول کې د C1 په نښه شوې مرجع د  D2  په مرجع بدله شوې او د A5  په نښه شوې مرجع په B6 بدله شوې ده، د ايکسل دې کړنې ته Relative References ويل کېږي او دا د نوموړي يو کارنده ډيزاين بلل کېږي.

که غواړئ فورمول داسې کاپي کړئ چې مرجع يې بدله نه شي د C1 پر ځاى $C$1  وليکئ، په دې ډول که فورمول بل ځاى ته کاپي شي د C1  مرجع نه بدلېږي، دې کړنې ته Absolute Reference ويل کېږي.

ځينې وختونه بايد په يو فورمول کې يوازې يوه مرجع قيد شي، دې کړنې Partially Absolute يا په بل عبارت Mixed Reference ويل کېږي، په فورمول کې يوازې يوه ډالر ($)  نښه ليکل يوه مرجع قيدوي، د بېلګې په توګه که د (A) توري مخې ته ډالر ($) نښه وليکل شي يوازې د A کالم مرجع قيدېږي او که د (2)  شمېرې مخې ته ډالر ($)  نښه وليکل شي يوازې د دوهمې Row  مرجع قيدېږي. په دې بڼه يو ليکل شوى فورمول که بلې سيمې ته کاپي شي يوه مرجع خامخا په کې قيد وي يعنې نه بدلېږي.

په همدې موخه يوه بېلګه

په دې بېلګه کې يو فورمول ليکو چې په لومړۍ برخه کې يې د Row او په دوهمه برخه کې يې د کالم مرجع قيد شوې ده، که لاندنۍ لارښوونې په پوره غور وڅارئ ښايي سمه پايله لاسه کړئ!

١،  له B2  څخه بيا تر  M13  پورې ټول سيلونه انتخاب (Select)   کړئ  ٨ شکل ته ځير شئ: 

٨ شکل

٢،  فورمول په لاندنۍ بڼه وليکئ:

=B$1*$A2

٣،   Ctrl کيلي ونيسئ او Enter کيلي کښېکاږئ  ٩ شکل ته ځير شئ: 

٩ شکل

يادونه: د پورتني فورمول تر ليکلو وروسته د Enter  پر ځاى Ctrl+Enter کيليانې کښېکاږئ، چې نوموړى فورمول د ټولو انتخاب شوو سيلونو لپاره کاپي شي، بل پلو ياد شوى فورمول پر بل ډول هم ليکل کېداى شي، د نورو معلوماتو لپاره د روان لوست تفصيل چې د لوست په وروستۍ برخه کې ليکل شوى وګورئ.

Fill Handle پر نورو ډولونو کارول

د روان لوست په سر کې د Fill Handle په اړه وږغېدو، مګر نوموړى پر ډېرو نورو ډولونو هم کارېږي چې عبارت دي:

١،  د مياشتو لنډ نومونه
٢،  د مياشتو اوږده نومونه
٣،  د ورځو لنډ نومونه
٤،  د ورځو اوږده نومونه
٥،  نېټه
٦،  وخت
٧،  لومړى، دوهم درېيم او...  (1st, 2nd, 3rd)
٨،  ربع ( څلورمه )  (Quarter)
٩،   ور زيات شوى ځانګړى ليست

که غواړئ د سيلونو په يوه صف کې د مياشتو لنډ نومونه وليکئ، د نوموړي صف لومړنى سيل په نښه او د ميلادي کال د مياشتو له نومونو څخه د يوې د نامه د سر درې توري وليکئ د بېلګې په توګه Sep، ورپسې نوموړى سيل له سره کليک کړئ چې Select شي، د Selection په کښته برخه کې ياد شوى مربع شکله ټکى کليک کړئ او کليک نيولى يې يو لورې ته کش کړئ ١٠ شکل ته ځير شئ: 

١٠ شکل

که د مياشتو لنډ نومونه وي که اوږده، که د ورځو لنډ نومونه وي که اوږده، وخت وي  يا نيټه، ټول په پورتنۍ بڼه ليکل کېږي ١١ شکل ته ځير شئ: 

١١ شکل

Fill Handle   د خورا پوهې او ځېرکتيا خاوند دى، د بېلګې په توګه که ربع ورته په نښه کړو مسلسله شمېره تر څلورو پورې ليکي او بېرته يې له سره غبرګوي ١٢ شکل ته ځير شئ: 

١٢ شکل

 

Fill Handle ته ځانګړى ليست زياتول

١،  File  تڼۍ ورپسې Options  کليک کړئ ١٣ شکل ته ځير شئ: 

١٣ شکل

٢،  د پاڼۍ په کېڼ اړخ کې Advanced   ورپسې د General   په برخه کې Edit Custom Lists   تڼۍ کليک کړئ  ١٤ شکل ته ځير شئ: 

١٤ شکل

٣،  Add  تڼۍ کليک کړئ او د ځانګړي ليست نومونه وليکئ  ورپسې Add  د دوهم ځلې لپاره کليک کړئ او بيا OK تڼۍ ټکوهئ ١٥ شکل ته ځير شئ: 

١٥ شکل

که د نوموړي ليست له نومونو څخه يو وليکل شي او بيا د  Fill Handle په مرسته يو لورې ته کش شي ټول نومونه په ځانکاري ډول ليکل کېږي ١٦ شکل ته ځير شئ: 

١٦ شکل

 

د Fill Handle يوه تېروتنه

ځينې کسان په دې عقيده دي چې نوموړى د اوونۍ د ورځو د مسلسلو نومونو د ليکلو پر مهال له يوې تېروتنې سره مخېږي، ښايي ځينې کسان دې ټکي ته نه وي متوجه شوي، خو زه غواړم د ښاغليو لوستونکو پام دې ټکي ته هم را وګرځوم.

نوموړى نه يوازې دا چې د موږک په چپه کليک يې تر يوې ځانګړې سيمې پورې کشولاى شئ، بلکې د موږک د راسته کليک په مرسته يې هم کارولاى شئ، مګر له راسته کليک سره يې يو ځانګړى ليست چې د هغه Popup Menu بلل کېږي ملګرى وي، په همدې موخه په B2  سيل کې Monday وليکئ او د موږک د چپه کليک په مرسته يې تر B8  پورې کش کړئ ١٧ شکل ته ځير شئ: 

١٧ شکل

ورپسې په D2 کې بيا هم Monday وليکئ او د موږک د راسته کليک په مرسته يې تر D8  پورې کش کړئ، په دې ډول د ځانګړي لارښود له لورې د هرې ورځي نوم بېل بېل د پردې پر مخ ليکل کېږي، مګر د کليک تر خوشي کولو وروسته يو ليست پرانيستل کېږي ١٨ شکل ته ځير شئ: 

١٨ شکل

په نوموړي ليست کې Fill Weekdays کليک کړئ چې د اوونۍ مسلسل نومونه وليکل شي ١٩ شکل ته ځير شئ: 

١٩ شکل

که پورتني شکل ته ځير شو  تر Friday وروسته Monday تکرار شوې ده چې ځينې کسان نوموړې د Fill Handle  تېروتنه ګڼي، مګر زه (ژباړن) بيا په دې عقيده يم چې مايکروسافټ د پروګرام په ليکلو کې له ډېر دقت څخه کار اخلي او د امکان تر بريده د هرې تېروتنې مخه نيسي او دا  استدلال کوم کومې دوې ورځې چې نوم يې په ليست کې نه ليکل کېږي ښايې هغه دوې ورځې وي چې د نړۍ په ځينو سيمو کې د اوونۍ د رخصتۍ په نامه يادېږي او په ليست کې يې ځکه نوم نه ليکل کېږي چې دواړې ورځې تشې دي. د يادونې وړ ده Fill Handle   د نيټې په ليکلو کې هم ورته کړنه تر سره کوي ٢٠ شکل ته ځير شئ: 

٢٠ شکل

که پورتني شکل ته ځير شو په  H  کالم کې ليکل شوې نيټې د ٢٠١٠ م کال د لومړۍ مياشتي لومړۍ نيټه او بيا څلورمه نېټه ښيي، ځکه د نوموړې مياشتي دوهمه او درېيمه نېټه  د Saturday   او  Sunday ورځې دي چې د نړۍ په ځينو سيمو کې د اوونۍ د رخصتۍ ورځو په نامه لمانځل کېږي، له همدې امله ويلاى شم Fill handle  که پر ځاى او په سمه توګه کار شي کومه تېروتنه نه لري.

 

تفصيل

په فورمول کې د ډالر نښه ($) ليکل د F4 کيلي په مرسته تر سره کېږي، د بېلګې په توګه که غواړئ په فورمول کې دواړې مرجع ګانې قيد کړئ، F4 کيلي يو ځلې، که غواړئ د Row مرجع قيد کړئ F4  دوه ځله او که غواړئ د کالم مرجع قيد کړئ F4 درې ځله کښېکاږئ.

د ٩ شکل فورمول په لاندنې ډول هم ليکل کېداى شي

١،  مساوي نښه (=) وليکئ
٢،  پورتنۍ Arrow کيلي ته ټک ورکړئ چې B1 سيل په نښه شي
٣،  F4 کيلي دوه ځله کښېکاږئ چې د Row مرجع قيد شي
٤،  ورپسې Shift+8 کيلي ووهئ
٥،  بيا د کېڼ لور  Arrow کيلي ته ټک ورکړئ
٦،  F4 کيلي درې ځله کښېکاږئ چې د کالم مرجع قيد شي
٧،  په پاى کې Ctrl ونيسئ Enter کيلي کښېکاږئ.

 


د درېيم لوست پاى