درېيمه برخه

 نيټ ورک  او پروتوکولونه يې

 پروتوکول د قواعدو او قوانينو هغې ټولګې ته چې نيټ ورک د ډاټا پر لېږدونه پوره واک ولري ويل کېږي. پروتوکول د هغو امرونو مسوول دى چې د اړيکو پيلول او پاى ته رسيدل، د پتې له مخي د ډاټا لپاره مناسبه لار پيدا کول، ډاټا Encrypt  يا Compress کول او په ډاټا کې د لېږدونې پر مهال د احتمالي ورانيو منځ ته راتګ په کلکه څاري او معلومات يې اخلي. پروتوکول ډېر ډولونه لري، په نيټ ورکنګ کې د OSI Reference Model پر هر Layer يو ځانګړى پروتوکول کارېږي، پروتوکول په ټوليز ډول د خپل لاير په واسطه پېژندل کېږي، د پروتوکول تر پېژندنې وړاندې د OSI هغه مهمه ده.  OSI د Open Systems Interconnection لنډيز دى که څه هم په عملي توګه نه کارېږي، مګر نوموړى ماډل د نيټ ورک چلاو او کار ډېر روښانوي او د هغه د عملي ستونزو په هوارولو کې ډېره مرسته کوي، OSI ماډل د کمپيوټر په نيټ ورکنګ کې ISO جوړ کړى دى. ISO د International Standards Organization لنډيز دى، يوه کمپنۍ ده چې د لومړي ځل لپاره يو شي ته Standard معيار ټاکي. په پخوانيو وختونو کې د نيټ ورکونو جوړولو او ډاټا لېږدولو لارې سره بېلې وې، همدا وجه وه چې نيټ ورکونه به نه سره تړل کېدل او ډاټا لېږدونې به امکان نه درلود، دغسې نيټ ورک به تر ځانګړي ځاى پورې محدود و، په ١٩٧٤ م کې OSI په کار پيل وکړ، موخه يې داوه چې بېلابېل نيټ ورکونه سره و نښلوي او تر منځ يې اړيکى قايم وساتي، په دغه سلسله کې په ١٩٨٤ م کې د ISO 7498  په نامه معيار منځته راغى.

 OSI Model څه دى؟

په نيټ ورک کې د ډېرو پېچلو مواصلاتي لارو د اسانه پېژندنې په نيت  OSI Model پر اوو لايرونو وېشل شوى دى، دجوړښت له مخې هر لاير ځان ته د ورته هغه د اړيکو له لارې خپل پړاو وهي او د هدف لورى پېژني. هر لاير پر مواصلاتو تر يوه ځانګړي پړاو تېرېږي چې سره اړيکو لرونکو امرونو ته د پاى ټکى کښېږدي، که د دوو کمپيوټرونو تر منځ راکړه ورکړه تر سره شي هر لاير د خپل لاير سره ځان نښلوي. د بېلګې په ډول: د يوه کمپيوټر سيشن لاير د بل کمپيوټر له سيشن لاير سره ځان نښـــلوي دغه رابطه له يوې ځانګړې لارې تر سره کېږي نه په نېغه توګه، هغه داسې چې لومړى لاير تـر ټولو لايرونو کښته او اووم لاير تر ټولو پورته راځي. په لاندني شکل کې د دوو کمپيوټرونو راکړه ورکړه په پوره وضاحت سره ښکاري:

 

ډاټا استوونکى کمپيوټر تر ټولو لوړ يعنې پر اووم Application لاير د ډاټا بنډل تياروي لاندني شپږم لاير يعنې Presentation ته يې استوي، دلته له ډاټا سره شپږم لاير خپل معلومات ملګري کوي، لاندني لاير يې ته استوي، دا ډاټا په همدې بڼه تر لومړني لايره ځان رسوي، له لومړني لايره د کېبل په واسطه دويم کمپيوټر ته ننوزي، هلته يې لومړنى لاير تر لاسه کوي د خپلو معلوماتو تر بېلولو وروسته يې پورتني لاير ته استوي، په همدې بڼه د ډاټا بنډل له کښته  لوړ لوري ته سفر کوي او هر لاير خپل - خپل معلومات ځنې بېلوي په پاى کې ډاټا اووم لاير ته ځان رسوي.

 Layers او کارونه يې

١. فزيکي (Physical) لاير پر نيټ ورک طبيعي يا فزيکي ځانګړتياوې ټاکي، د بېلګې په توګه: د نيټ ورک انټرفيس کارډ څه ډول کارېږي؟ کوم ډول کېبل کارېږي؟ د نيټ ورک انټرفيس کارډ له کېبل سره څنګه اړيکى نيسي؟ او د ډاټا بنډل په څه ډول لېږدوي؟

 ٢. ډاټالينک لاير د ډاټا د راکړې ورکړې پر مهال د احتمالي ورانيو پوښتنه او پلټنه کوي، د ډاټا بيټونو د فريم په اړولو او اوډلو کې پوره مرسته کوي.

٣. نيټ ورک لاير د سره تړل شوو کمپيوټرونو تر منځ  د ډاټا لېږدونې دنده تر سره کوي، د ډاټا د استولو او سويچ د فعالولو ډول ټاکل، ډاټا د هدف لورې ته رسول او په نيټ ورک کې نوري اسانتياوي را منځ ته کول د همدغه لاير دنده ده.

 ٤. ترانسپورټ لاير ډاټا په روغه او پوره توګه تر هدفه رسوي، که د کومې ستونزې له کبله ډاټا په روغه او پوره توګه ونه رسېږي نوموړى لاير د ډاټا استوونکي کمپيوټر په واسطه يو پيغام درکوي چې ډاټا بيا واستوئ! د ډاټا بنډل هدف ته تر رسېدو وروسته ترتيبوي او د کار وړ يې ګرځوي.

٥. سيشن لاير د دوو کمپيوټرونو تر منځ  يوازې د ډاټا لېږدونې د بهير په پيل او پاى کې فعالېږي او د همدغو دوو وفقو (پيل او پاى) تر منځ نافعال وي. نوموړى لاير ډاټا پر څو کوچنيو ټوټو ويشي او د يوه بنډل په بڼه يې لېږي.

 ٦. پريزينټيشن لاير ډاټا په داسې بڼه اړوي چې د نيټ ورک له لارې اسانه واستول شي، همدا رنګه نوموړى لاير د ډاټا د Encryption  او Compression دندې هم تر سره کوي.

د ډاټا د وړاندې کولو څرنګوالى په هر کمپيوټر کې بېل-بېل دى، ځکه په هر کمپيوټر کې بېل-بېل Operating Systems ځاى پر ځاى وي.

 ٧. اپليکيشن لاير بېلابېل خدمتونه تر سره کوي چې: فايل پېژندنه، يو فايل له يوه ځايه بل ته لېږدونه، بريښناليک، پرينټ او د ډاټابيسونو خدمتونه په کې شامل دي، بايد وويل شي چې نوموړى لاير د پروګرامونو د چلولو دنده پر غاړه لري.

 لايرونه او  پروتوکولونه يې

OSI Reference Model د يادو شوو اوو بېلابېلو لايرونو په وسيله امرونه تر سره کوي. د نوموړو لايرونو لپاره ډېر پروتوکولونه جوړ شوي چې ځينې يې په لاندې ډول دى:

پروتوکولونه

په نيټ ورک کې پروتوکولونه د ډاټا په لېږدونه پورې د تړلو قواعدو او قوانينو ټولګې ته ويل کېږي، نوموړي معلوموي چې د دوو کمپيوټرونو تر منځ اړيکي څنګه پيل او پاى ته رسېږي، ډاټا څنګه Encrypt  او Compress کېږي؟ يا په ډاټا کې د احتمالي ورانيو مخه څنګه نيول کېږي؟ او. . .  څو مهم پروتوکولونه په لاندې ډول تشريح کوو:

TCP/IP چې د Transmission Control Protocol/Internet Protocol  لنډيز دى، د بېلابېلو کمپيوټرونو تر منځ د اړيکو ټينګولو په موخه په ١٩٧٠ م کې د وهايي له لوري جوړ شوى دى او د ډېرو پروتوکولونو غونډ دى. د همدې پروتوکول مهمه ځانګړنه دا ده چې د يوې کمپنۍ شخصي ملکيت نه دى TCP/IP په ډېره ښه توګه د (انټرنيټ انجينيرنګ ټاسک فورس) IETP کولاى شي، TCP/IP د انټرنيټ بنسټ بلل کېږي. TCP/IP په انټرنيټ کې  بېسارى او ډېر غوره رول لوبولى دى، د TCP/IP جوړښت د OSI په ډول پر لايرونو جوړ شوى دى خو توپير يې دا دى چې TCP/IP له څلورو لايرونو څخه جوړ دى.

 د TCP/IP لايرونه

١. نيټ ورک لاير: په OSI کې د لومړنيو دوو لايرونو (ډاټالينک او فزيکل) امرونه پاى ته رسول، خو د TCP/IP نيټ ورک لاير ډاټا پر نيټ ورک استوي.

 ٢. انټرنيټ لاير: د OSI د نيټ ورک لاير په څېر کار کوي، د نوموړي لاير کار د يو Router په واسطه تر هدفه د ډاټا رسول دي. د دې لاير مهم پروتوکولونه:  IP, ARP, CMP, IGMP  دي.

 ٣. ترانسپورټ لاير د OSI د ترانسپورټ لاير په څېر کار کوي، دغه لاير د دوو کمپيوټرونو د اړيکو او د هغوى د قواعدو او اړيکو د ساتلو لپاره کارېږي، دى د (Broadcast) په بڼه هم کار کولاى شي. د دې لاير مهم پروتوکولونه دا دي: UDP, TCP

 ٤. اينډ ټو اينډ لاير: د OSI د وروستيو درېيو لايرونو (سيشن، پريزينټيشن، اپليکيشن) په ډول کار کوي. د دې لاير مهم پروتوکولونه دا دي:  DHCP, DNS, HTTP, FTP, SMTP, SNMP

 TCP/IP

د TCP/IP په ټولګه کې د شاملو څو مهمو پروتوکولونو جدول:

 

 IP پته

په نيټ ورک کې دوې پتې ډېري مهمي دي لومړۍ د کمپيوټر او آلې پته چې Node  پته يا Host ID ورته ويل کېږي، دويم د لاجيکل نيټ ورک پته يا نيټ ورک ID  چې نيټ ورک يې پېژني. TCP/IP په نيټ ورک کې د کمپيوټر يا آلې د پېژندنې لپاره کارېږي، Host ID او نيټ ورک ID  ته IP پته ويل کېږي. IP پته د څلورو تشيالونو (خانو) ټولګه ده چې هر تشيال د Binary System پر بنسټ ٨ بيټه لري، د همدې اتو بيټونو په وجه د هر تشيال ارزښت له صفره (٠) نيولې تر ٢٥٥ پورې رسېږي. د IP پتې تشيالونه يو له بله په ټکي Dot  سره بېلېږي، لاندنيو څو بېلګو ته ځير شئ:

192.168.0.1
200.100.25.5
5.85.29.125

IP & Classes

د IP پته پر بېلابېلو ټولګيو ويشل شوې ده، د همدغو ټولګيو پېژندنه د IP پتې له لومړي تشياله تر لاسه کېږي. لاندني جدول ته ځير شئ!

 

څو خبرې ياد وساتئ!

١. د نيټ ورک ID هيڅکله 127  نه ليکل کېږي.
٢.  د نيټ ورک اوهاسټ  ID دواړې صفر 0 يا 255 نه ليکل کېږي.
٣.  په هيڅ نيټ ورک کې دوې د هاسټ  ID نه ليکل کېږي.

 Subnet Mask پته

دا هم د IP په ډول له څلورو تشيالونو څخه جوړه ده، د سب نيټ ماسک په مرسته او د IP له پتې د نيټ ورک ID او Host ID معلومولاى شو. د Default Subnet Mask د A,B,C کلاسونو تفصيل په لاندني جدول کې ليکلى دى. که د IP پته w.x.y.z وي، سب نيټ ماسک يې په Host ID او نيټ ورک ID بدلوي.

 

هاسټ او نيټ ورک ID

له IP پتې د هاسټ او نيټ ورک ID معلومولو لپاره هغه په Binary نظام اړول غواړي، په Binary نظام اوښتي شمېرې په 0  او  1  ليکل کېږي. IP  پته په Binary نظام تر ليکلو وروسته د ٣٢ هندسو يوه شمېره په لاس راځي همدا ډول سب نيټ ماسک په Binary نظام تر ليکلو وروسته هم د ٣٢ هندسو يوه شمېره په لاس راځي. د نيټ ورک ID معلومولو لپاره لاندنۍ لارښوونې وڅارئ:

١. IP پته په Binary نظام وليکئ.
٢. تر هغې لاندې نيټ ورک ماسک هم په Binary نظام وليکئ.
٣. د پورتنيو دوو نظامونو شمېرې پر AND پاى ته ورسوئ.
٤. له AND څخه تر لاسه شوې عامه شمېره په (اعشاري نظام) وليکئ همدا د نيټ ورک ID ده.

داسې وګڼئ چې IP مو 212.68.85.152  او نيټ ورک ماسک مو  255.255.255.0  دى له دغو دوو څخه د نيټ ورک ID په لاندې ډول معلومولاى شو:                        

 د هاسټ ID معلومولو لپاره لاندنۍ لارښوونې وڅارئ:

١. IP  پته په Binary نظام وليکئ.
٢. تر هغې لاندې نيټ ورک ماسک هم په Binary نظام وليکئ پر NOT يې پاى ته ورسوئ.
٣. د پورتنيو دوو نظامونو شمېرې پر AND پاى ته ورسوئ.
٤. له AND څخه تر لاسه شوې عامه شمېره په (اعشاري نظام) وليکئ همدا د هاسټ ID ده.

داسې وګڼئ چې IP مو  212.68.85.152  او نيټ ورک ماسک مو  255.255.255.0  دى له دغو دوو څخه د هاسټ ID  په لاندې ډول معلومولاى شو:

MAC پته

MAC  د Media Access Control لنډيز دى، دا پته ٦ بايټه يعنې پر ٤٨ بيټه لري، نوموړي ته Ethernet پته، Hardware پته او Physical پته هم ويل کېږي، ياده شوې پته په نيټ ورک کې د سره تړل شوو کمپيوټرونو او وسيلو د پېژندني لپاره کارېږي. په Ethernet نيټ ورک کې د تلونکي هر فريم په سرليک کې د هغه په استولو او تر لاسه کولو کې د MAC معلومات شامل وي. Bridge يا پر دويم لاير کارکوونکي سويچونه له هر فريمه سره يو ځاى نوموړې پتې په Routing table کې ساتي.دا معلومات د روغي او پوره ډاټا تر هدفه رسولو لپاره کارېږي. MAC پته د نيټ ورک د انټرفيس کارډ په حافظه کې خوندي وي، نوموړې پته څوک نه شي بدلولاى په ځينو کارډونو کې د دې پتې د بدلېدو اسانتيا وي، خو په بدلون سره يې ډېرې ستونزي را ولاړېداى شي. البته په Token Ring نيټ ورک کې د نورو نيټ ورکونو د انټرفيس کارډ د کارولو لپاره يوه بېله MAC پته ټاکل کېږي.

په نړۍ کې هر د نيټ ورک کارډ ځانګړى MAC پته لري، د هېڅ دوو کارډونو MAC پتې يو شان نه وي، وجه يې دا ده چې IEEE کارډ جوړوونکي د هري کمپنۍ او شرکت لپاره بېلي MAC پتې ټاکي، يوازې هماغه شرکت له يادوو شوو پتوګټه پورته کوي. په پته کې لومړني ٣ بايټه د نيټ ورک کارډ جوړوونکي کمپنۍ لپاره او وروستي ٣ هغه يې کارډ د خپلې پېژندګلوي لپاره کاروي. MAC پته په عمومي ډول د Hexadecimal پر نظام ليکل کېږي.

د بېلابېلو کمپنيو درې بايټيزه پېژندګلوۍ:

 

MAC پته معلومول

که مو په کمپيوټر کې د نيټ ورک انټرفيس کارډ ځاى پر ځاى وي د کمپيوټر د وينډوز په مرسته د MAC پته معلومولاى شئ.

١.  Start Button ته ټک ورکړئ.
٢.  Run  کليک کړئ.
٣.  د Run  کړکۍ په  Open  کور کې cmd وليکئ او د OK تڼۍ يې کښېکاږئ. دغه امر (Command) يوازې په NT, 2000, XP وينډوزونو کې کارېږي که مو په کمپيوټر کې ٩٨ يا Me وينډوز ځاى پر ځاى وي بيا Command وليکئ.
٤.  تر دې کمانډ ليکلو وروسته به د Command Prompt کړکۍ خلاصه شي،ipconfig/all   په کې وليکئ او د Enter کيلي ته ټک ورکړئ. تر دې کړنې وروسته به وينډوز څه نا څه معلومات در کړي چې د نيټ ورک کارډ فزيکل يا MAC پته به هم په کې ليکلې وي. لاندني شکل ته ځير شئ:

 

 

د درېيم لوست پاى