لومړۍ برخه

د لغت له پلوه که ورته وګورو د Digit  لفظ دا معنا ورکوي چې په ګوتو ليکل شوى، همدا ډول دا ويل حق په جانب بولم چې د لومړني ډيجيټل کمپيوټر کاروونکي هغه کسان وه چې په ګوتو اړوونکي حسابګر لپاره يې د لاسو ټولې ګوتې کارولې.

د ډيسيمل شمېرو د سيسټم د بنسټ له مخې لس شمېرې (له صفر څخه نيولى تر نهو پورې) د اړولو وجه يې ښايي دا وي چې د پخوانۍ زمانې اوسېدونکو د پر ګوتو اړوونکې حسابګر لپاره خپل دوه لاسونه او لس ګوتې کارولې.

تر دې وروسته له لرګو څخه جوړ شوو يا له رسۍ څخه اوبدل شوو وسيلو رواج پيدا کړ، د پخواني مصر او بابل خلګو د دې موخې لپاره شګې ګارولې، په لاتيني ژبه کې Calculus د ډبرې (Stone) يا شګې (Pebble) معنا ورکوي، چې په نننۍ رياضي کې وروستۍ نوي څانګې ته هم دا نوم غوره شوى.

Abacus هغه لومړنۍ اله وه چې د رياضي د ساده ترين Calculation لپاره کارېده، اوس هم په نړۍ کې نوموړې د بېلابېلو خطونو لپاره کارېږي. خو د حيرانتيا خبره دا ده چې د نوموړې الې ماهر اوس هم د يو ساده
Electronic Calculator په څېر د جمع او تفريق غوندې کارونه تر سره کوي. په لاندني شکل کې د اباکس شکل ښکاري:

Computer

 په لومړني پړاو کې د Mechanical Counting  ماشينونو کوښښونو بلا زور واخيست، لومړنى Counting  ماشين يوه فرانسوي رياضي پوه، طبيعت پوه، فلسفي او مذهبي مفکر بليز پاسکال Blasé Pascal  اختراع کړ، پاسکال د جون پر ١٩ مه په ١٦٢٣ م کې په فرانسه کې زېږېدلى او د اګست پر ١٩ مه په ١٦٦٢ م کې د ٣٩ کلونو په عمر له دې دنيا سره مخه ښه کړې، ده د خپلو ٣٩ کلونو په عمر کې ډېر داسې کارونه کړي چې د تاريخ پاڼې د تل لپاره په وياړي.

ده په ١٢ کلنۍ کې پر جيومټري کار پيل او ١٦ کلنۍ ته له رسېدو څخه مخکې يې پر پروجيکټيو جيومټري يو همږغى حقيقت Theorem  ثابت کړ، د پاسکال دې کارنامې ته د رياضي په ډګر ګې د پاسکال اصول Pascal’s Principle  نوم غوره شو.

ده په ١٩ کلنۍ کې يعنې په ١٦٤٢ م کې ځانګړى Mechanical Calculating ماشين اختراع کړ، چې نوم يې ورته Pascaline  غوره کړ، د بل روايت له مخې يو بل سړي هم په ١٦٢٤ م کې همداسې يو ماشين جوړکړى و، خو ټولنې ته تر وړاندې کولو مخکې وسوځېد او له منځه ولاړ، که څه هم د ساينس تاريخ دا خبره نه مني چې پاسکال دي نوموړى ماشين ليدلى يا هم د هغه په اړه څه اورېدلي وي.

پاسکال چې کوم ماشين جوړ کړى و، هغه د جسامت او څرنګوالي له پلوه د يوې کوچنۍ کوتۍ غوندې و، چې په کې بېلابېل پېچونه او ګرارۍ کار شوي وې، که څه هم دې ماشين د رياضي په ډګر کې ښه کار کاوه، خو په دومره لوړ انداز جوړ شوى و، چې عامو خلګو نه شواى کارولاى، ځکه د هغه پر جوړولو ډېر لګښت لګېدى او هر چا هغه ته غاړه نه ايښوده.

د فرانسوي رياضي پوه په څنګ کې د نړۍ په نورو هيوادونو کې هم د حسابګرو ماشينونو د اختراع په اړه کوښښونه روان وه، په سکاټ لينډ کې جان نيپر Jan Napier په ١٦١٧ م کې يو ماشين جوړ کړ چې په کې څنګ پر څنګ څو راډونه لګېدلې وه، په هغو کې د ځانګړي ترتيب له مخې شمېرې تلې او راتلې، دې حسابګر ماشين ته يې Napier Bones نوم غوره کړى و.

نيپر په ١٥٥٠ م کې وايډنبرګ ته نژدې په مرچسټن کيسل کې زېږېدلى او د اپريل پر ٤ مه په ١٦١٧ م کې يې له دې دنيا سره مخه ښه کړې، دى که څه هم د يو حسابګر ماشين مخترع و، خو د ساينس په تاريخ کې يې شهرت د لوګاريتم له مخې موندلى دى، نيپر هغه لومړنى کس و چې د لومړي ځل لپاره يې لوګاريتم په وجود راوړ، له دې سره سره يې د رياضي په ډګر کې نور د پام وړ خدمتونه هم تر سره کړي دي، د ده حسابګر ماشين د رياضي په ډګر کې د ډېر کم شهرت څښتن و، ځکه د رياضي معادلو په حلولو کې چندانې په زړه پورې نه و، مګر د رياضي ډېرې پېچلې معادلې يې حلولاى شواى.

 د پاسکال د حسابګر ماشين تر جوړېدو درې کاله وروسته په جرمني کې بل رياضي پوه Gottfried Wilhelm Leibniz يو حسابګر ماشين چې پر ځانګړي څرخېدونکي ميکانيزم يې کار کاوه جوړ کړ، نوموړي ماشين يوازي د جمع، تفريق، ضرب او تقسيم کار کاوه، د همدې تناسب له مخې يې نوموړي ته Leibniz wheel نوم غوره کړى و، مګر د دې ماشين پولې ډېرې محدودې وې، له نوموړي څخه يوازي يو ساينس پوه کار اخيستلاى شو، ليبنيز په ١٦٤٦ م کې زېږېدلى او د نومبر پر ١٤ مه په ١٧١٦ م کې يې له دنيا سره مخه ښه کړي، د نوموړي پلار د اخلاقي فلسفې پروفيسور و، ليبنيز ايله د شپږو کلونو و، چې پلار يې مړ شو، د نوموړي پلار په ترکيه کې يو کتابتون چې د تاريخ او کلاسيک ادب د بې شماره کتابونو څښتن و، تر شا پرېښود، ليبنيز له نوموړو کتابونو څخه ډېره ښه ګټه تر لاسه کړه، په لومړي سر کې يې د قانون په اړه زده کړي وکړې، خو ډېر ژر يې توجه د ساينس ولورې ته واوښته، د خپلې تنکۍ ځوانۍ پر مهال يې لندن او پاريس ته سفرونه وکړل، او د خپل وخت له غټو-غټو ساينس پوهانو سره يې وکتل، هماغه و چې د رياضي او فلسفې په ډګر کې ډېر په زړه پورې ثابت شو.

د کمپيوټر په تاريخ کې تر پاسکال وروسته چې کوم نوم اخيستل کېږي هغه د ليبنيز دى، نوموړي چې کوم حسابګر ماشين تيار کړى و، يوازي د Calculation په موخه کارېدى، مګر په بنسټيز ډول د ستورو پېژندونکو لپاره يې يوه داسې لار تر شا پرېښوده چې هغوى په خورا ډېرې اسانۍ سره د ستورو سره يو ځاى خپلې شمېرې وپېيي، ليبنيز چې کوم کار کړى د کمپيوټر په تاريخ کې د کاڼي کرښه بلل کېږي، او د دې خبرې ثبوت دا دى چې په اوسني Computing Process کې د نوموړي بنسټيز نظام کارېږي.

هغه د ژوندانه په وروستنيو کلونو کې د شمېرو پر نظام کار وکړ، دا لاسوندونه د نوموړي تر مرګ وروسته د خلګو په منځ کې عام شول، د شمېرو لپاره چې يې کوم نظام اختراع کړ، هغه ته يې Binary System نوم ورکړ.

د ليبنيز موقف دا و، چې په کايناتو کې هر شى که وجود ولري يا يې ونه لري يوازي د دوو شمېرو (صفر او يو) زېږنده دي، که څه هم هغه د خپل ژوندانه په اوږدو کې د دې کار پايله تر لاسه نه کړه خو دې پايلي ته ضرور رسېدلى چې د ډيسيمل شمېرو اساس (پر ١٠ نظام وليکي) چې نن هم کارېږي، د نوموړي استازيتوب د دوو شمېرو له مخې يعنې (صفر) او (يو) په واسطه کېږي، همدا Binary System د اوسني کمپيوټر بنسټ بلل کېږي، يو ډيسيمل شمېره په Binary System اړولو لپاره تر اوسه پورې پر دوو وېشل کېږي تر څو چې له هغه څخه (صفر) يا (يو) نه وي تر لاسه شوى، په دې سلسله کې هر ګام پر دوو وېشلو وروسته له پاتې (صفر) يا (يوه) سره وروستنى لاس ته راغلى (صفر) يا (يو) په ترتيب سره له راسته لورې چپه هغه ته ليکل کېږي، چې د ډيسيمل شمېرو پايله په Binary نظام تر ليکلو وروسته صفر يا يو په لاس راځي.

 Analytical Engine

د ليبنيز د دې تصور څخه چې د کايناتو استازيتوب يوازي دوې شمېرې (صفر او يو) کوي، تقريباً دوه سوه کاله تېرېږي، تر دې وروسته په ١٨٥٤ م کې انګرېز رياضي پوه جيورج بول George Bole په رياضي کي يو نوى اساس رامنځ ته کړ، چې د بوليين الجبر په نامه يادېږي، جيورج بول د نومبر پر ٢ مه په ١٨١٥ م کې په لندن کې زېږېدلى او د ډسمبر پر ٨ مه په ١٨٦٤ م کې له دې دنيا څخه سترګې پټې کړي دي، جيورج بول د يو ساده دکاندار زوى و، چې زده کړو ته يې ډېره پاملرنه کول، په لومړي سر کې يې کلاسيک علم او ادب Literature مطالعه کړ، مګر تر دې وروسته يې مخه رياضي ته شول، په ١٨٣٩ م کې د نوموړي نظريه کيمبرج ميټ ميټيکل جرنل د Theory of Analytical Transformation  په نامه چاپ کړه.

د کمپيوټر په نړۍ کې د ده تر ټولو لويه کارنامه بوليين الجبر سيسټم دى، له دې څخه يې دا استدلال کاوه چې د کايناتو هر شى د دوو شمېرو (صفر او يو) زېږنده دي، نوموړي صفر ته هېڅ Nothingness او يوه ته Universe قرار وټاکه، د ده دا تصور انقلابي ارزښت درلود، د دې اساس له مخې جيورج بول د کمپيوټر پلار Father of Computer بلل کېږي.

 Charles Babbage  له دوى سره په يوه خوله پر نوو Computing ماشينونو کار پيل کړ، بابيج د ډسمبر پر ٢٦ مه په ١٧٩٢ م کې په لندن کې زېږېدلى او د اکتوبر پر ١٨ مه په ١٨٧١ م کې له دې دنيا څخه سترګې پټې کړي دي، په لاندني شکل کې چارليس بابيج ښکاري:

 Computer

 که څه هم بابيج د Calculus  او Function په اړه مضامين ليکل خو د نوموړي ستر کار د Notation او Mechanism تر منځ د اړيکو د وضاحت هغه ياداښتونه وه چې د Royal Society لپاره يې ليکلي وه، په بنسټيز ډول د بابيج موقف دا و چې د ستورو او رياضي علمونو تر منځ پرتې غلطۍ له منځه يوسي، نوموړي ټوله عمر پر دې پروسه کار وکړ، په دې بهير کې د هغه غوڅ نظر دا و چې داسې ماشين تيار کړي چې د انساني دخل پرته د حساب او چاپ چارې تر سره کړي، د برتانيې له دولت سره يې د ١٩ کالو په معاونيت کې د بېلابېلو ماشينونو مطالعه وکړه، او هغه پر پوره اروپا تر يوې دورې کولو وروسته د داسې ماشين پر جوړولو بريالى شو چې د رياضي ډېرې پېچلې معادلې يې حلولاى شواى، دې ماشين ته يې Analytical Engine نوم غوره کړ.

پر دې برسېره نوموړې د ژوند تر پايه ځان ناکامه باله، که د ماډرن کمپيوټر په ډيزاين کې د نوموړي مقام او رتبه د کمپيوټر په تاريخ کې په زرينو کرښو وليکل شي ځاى لري.

د نوموړي د ناکامۍ دوې وجې وې، يوه دا چې هغه مهال د داسې تيکنالوژي شتون امکان نه درلود، بله دا چې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان و، دومره کافي پيسې يې نه لرلې چې د ماشين پر جوړولو يې ولګوي، دا هغه مهال و چې د برتانيې دولت هم د هغه له سرپرستۍ څخه لاس پر سر شوى و.  ٣  شکل ته وګورئ د هغه په لاس جوړ شوى ماشين ښکاري:

 Computer

چارليس بابيج په Analytical ماشين کې ټول هغه بنسټېز شيان موجود وه، چې په ننني کمپيوټر کې هم کارېږي، د هغه د Store برخه اوسنۍ Memory يادولاى شو، د هغه د Mill برخه د ننني Central Processing Unit په څېر کار کاوه، او د Calculation د ترتيب لپاره د ښه لارښود په توګه کارېده، په هغه کې يوه Output پرزه د ماشين د معلوماتو لپاره په کې ځاى پر ځاى شوې وه، او يوه بله Output پرزه چې د Type Setting Machine په نامه يادېده، له ماشينه څخه تر لاسه شوي ځوابونه به يې ثبتول.

بابيج ته د اوسني نوو کمپيوټرونو سردار ويل کېږي، په حقيقت کې دکمپيوټر تاريخ له بابيجه پيلېږي، چې د تيکنالوژي د نه شتون او له اقتصادي ستونزو سره سره يې دا ستر ميدان وګاټه.

 

ژباړه: بهرنۍ سرچينې