عبدالاحد مهمند د مرحوم محمد سرور خان زوی دی ، په ۱۹۵۹ کال کې یې د غزنی ولایت د بندی سردې په سیمه کی دې نړی ته سترګی پرانیستې
لومړنۍ زده کړی یې د سردې په کلی او وروسته د غزنی په شهاب الدین ،او بیا د کابل په حبیبیه لیسه کی تر سره کړې
د کابل د پولی تخنیک په انستیوت کی له دوو کلونو زده کړو وروسته شوروی اتحاد ته لاړ او هلته یې دخبلی هیلی په موخه چې باید پيلوټ شی د پيلوټي په برخه کې زده کړی وکړې
هیواد ته له را ستنیدو سره سم یې له کال (۱۹۸۱)تر ۱۹۸۴)پوری د هیواد په هوايې ځواک کی دنده تر سره کړه ،او د ډدګروالۍ رتبې ته ورسید
چې ورسته له کال (۱۹۸۴)څخه تر (۱۹۸۷)پور د دلودړو زده کړو لپاره کیف د هوایی انجینرۍ پوهنتون ته ولییږدول شوؤ. هلته یې بیاله نورو پيلوټانوسره یوځای د کیهانی پرواز لپاره په معایناتو کې برخه واخیستله .او تر پنځو میاشتو پوری يې دوام وکړ
مهمند د (۱۹۸۸)کال د فبروری تر اګسټ پوری د کیهانی پرواز د چمتوالی لپاره زده کړی وکړې ،او د شپپږو میاشتو په موده کې یې د اټولی زده کړی او تمرینات ترسره کړل چې د کیهانی تمریناتو لپاره تر ټولو لنډه موده وه
د نورو هیوادونو د کیهانوردانولپاره د غه موده له اتلسومیاشتو تر دووکلونو پوری وخت نیسی ،خو مهمند وکړای شول چی د شپږو میاشتو په ترڅ کې خپل ټول تحقیقات او تجربې ترسره او خپل کیهانی پرواز سرته ورسوي ،
ښاغلی مهمند(۱۹۸۸)کال داګست دمیاشتی په نهویشتمه نیټه دخپلو کیهانی تحقیاتوپرواز پيل او د سبټمبر په اومه نیټه بیرته مځکی ته را شتون شو
ده له روسي پوځی میلادمیرسیاکوف او یوه تن ډاکټر پولیالوف سره فضا ته الوتنه وکړه،چې په دې توګه نومړی په اسلامی نړۍ کې څلورم مسلمان ستورمزلی او د افغانستان په کچه اول افغان وو چی فضا ته وخوت .
دغه پرواز د پلان له رویه باید اته ورځی دوام کړی وای خو د تخنیکی ستونزو له امله نهو ورځوته وغزید، چی مهمند دغه ستونزه په بریالۍ توګه له منځه یووړه او صحی سلامت مځکی ته را ستانه شول
مهمند له فضا څخه د اول ځل لپاره . په پښتو ژبه د وخت له ولسمشر ډاکتر نجیب سره تلفوني خپری وکړې ، ډاکتر نجیب په تلفونی خبرو کې مهمند او له هغه سره په پرواز کی ملو ملګرو ته دبریالیتوب غوښتنه وکړه او ورته یې ریاته ګړه چې ټول افغانان ستاسو الوتنه څاری
همدارنګه په فضا کې مهمند له افغانی دود سره سم خپلو ملګرو ته افغاني چای وړاندي کړ
عبدالاحد مهمند هیواد ته له راستنیدو وروسته سمدستی بیرته د ارکانحربی زده کړو لپاره (له ۱۹۸۸) څخه تر (۱۹۹۱) پوري مسکو ته لاړ چې له دې رده کړو وروسته يې د افغانستان په علومو اکاډمۍ کې په دنده بوخت شو ، ورسته بیا دیو څه مودې لپاره وزګار او بیا د هوا نوردۍ او تروریزم دوزارت د تخنیکی معین په توګه په دنده وګمارل شو .
مهمند په کال (۱۹۹۲ ) کې له هیواد څخه مهاجر او په المان کې له خپلی کورنۍ سره میشت شو .
دی دوه لوڼې او یو زوی لري پاتی نژدې خپلوان او تربرونه یې اوس هم ددوی په پلرنی ټاټوپی غزنی کې میشت دی
هلته په المان کې یې څه موده دشتوتکارت پوهنتون کې دکیهانی څيړنو په انسټیوټ کې دنده په مخ یووړه او اوس اوس د چاپی کارونو په برخه کې هلته په المان کې په دنده بوخت دی
یادونه -- د ښاغلی مهمند په په ژوندلیک کی مې له هغی مرکی چی له بی بی سی را ډیو سره یی کړی وه استفاده کړی