څو ورځي وړاندي مې په افغان ادبي بلوګ كي په د ي عنوان سترګي ولګېدې :
(د ښاغلي رستم غزل ته د خپل اند په زور لنډه او كره كتنه)
له معمول سره سم مي پري د نظر مارغه الوت پيل كړ ل تر پايه مي ولوست
پوه شوم چې دشاعر ملګري فضل الربي رستم غزل او د دوران اشنا د تنقيد پڅه چاړه ده چي دغزل په غاړه راكښل شوې ده
درستم د غزل په جوړښت به زه څه لافي درته ووهم چې داسي ده او هاسي ده او يابايد داسي وشي اوداسي ونه شي خو د خيال او فكر په اړه به يې دومره ووايم چې ښه وه په هر صورت په ستاينه ارزي
بيا مي چې كله وكتل چي د سجاوند په نو م بل يار ددوران د كره كتنې نيمګړتياوي په ګوته كړي وې ، سجاوند د ښاغلي دوارن ټولي خبري چي هرنګه وي خو ده تر ډيره حده رد كړې وي او دليلونه يې هم ورته وړاندي كړي وو چي خداىشته دليلونه يې قناعت بښونكي هم وو
يوه ورځ به لاتيره نه وه چي بيا مي په نوموړي بلاك كې وليدل چي ليكل شوي
(زما په كره كتنه د سجاوند ورور د اعتراضاتو سپيناوى ---- دوران)
له دي څخه به هم تير شو چې څه يې ويلي او ورسره ورسره به په همدې تبصره دجلال امرخيل له اوږدې تبصري هم ځان خلاص كړو، ځكه جلال چي كله په خبرو خوله خلاصه كړي بيا يې غلي (چوپ ) كول په لوى الله دي ،
اول خو لكه څنګه چې جلال ملال هم ورته په خپله تبصره كې اشاره كړي ده د دښاغلي دوران داهڅه د ستاينې وړ دى
كه يې كره كتنه ددوى په وينا وصولي نه ده كړې ، دي ته خو يې لاره هواره كړه چې بيا نور ياران هم د يو چا په شعر يا ليكنه له خپله انده كار واخلې او يو څه پري وليكي او هيله ده چې داسي و هم شې
دا مهمه نه ده چې يو څوك دې د شعر په اړه خامخا تنقيد وكړي ياني دشعر په مانا ،عاطفه ،خيال، اسلو ب او نورو عناصرو دي په يو ځاى كي خبري اتري وكړي
هغه وخت چې په دې عناصرو باندي خبري نه كوو او يايې نشو كولاى نو لږ تر لږه د شعر په اړه خپل مثبت نطر خو وركولاى شو، پريږده چي په په فزيكي او هندسي جوړښت يې هغه څوك خبري وكړي چي پوهيږي او وصول يې ورته مالوم وي
د شعر د كره والي او د هغه ناسمو كلمو د سموني په اړه لويديځ ليكواله (روز ديس روچرز)ليكي چې ( كيداى شي ستاسو په يوه شعر كي ځيني كلمي او نور اړوند توكي نشي خوښ ياووينئ چې ناسم استعمال شوي دي نو نقد له همدې ټكي مه پيلوئ لومړى له هغه ټكمي خبري پيل كړئ چې مثبت دي هر ه ليكنه يوه نه يوه مثبته برخه لري
روچرز زياتوي چې له هغه ورسته هم په شاعر انتقاد مه كوئ پر شعر يې كوئ او د شعر پر ټولو برخو هم انتقاد مه كوئ ، كله هم د شعر كلمات مه بدلوئ وړانديز كوئ خو داسي مه ورته واياست چې دا جمله روانه كړه پرځاى يې دا وليكه ځكه چې بيا خو شعر د خپل شاعر نه شو
ددوران ورور په خپل تنقيد كې څو ځله داسي هم كړې دي او د غزل ليكوال ته يې د خپل نظر دمنلو سپارښتنه كړي ده چي سجاوند او جلال يې دا ځواب هم ويلي
دا معمول دى چې په داسي ځايونو او يا هم په ادبي ناستو پاستو كي ګټور او قناعت بښونكي خبري كيږي چې كه يي څو ك تر عمل لاندي راولې نو ليري به نه وي چې يوه ښه شاعر وواوسيږي
خو كله ناكله پكي داسي رايي هم وي چې شاعر ته ناسمه لاره ښايې ان تر دې چي ډير دقدر وړ او منلى شوې شاعران يي هم تر ډيرځله زړه توري كړې دي ، دا هغه رايې دي چي له نقدي اوصولو سره تړاو نه لرې خو شاعر ته دي لوى الله د زغم او حوصلي توان وركړې
په هر صورت كره كتونكي په په دې اند دي چې يوه سالمه كره كتنه كولاى شي يوه ژبه له نورو سيالو ژبو سره په تاريخي،ادبي او سياسي ډګرونو كي دي ته چمتو كړ ي چي اوږه په اوږه سفر وكړي
اد ب پوهان خوشحال بابا لومړنى كس بولي چي پخپلو شعرونو ، دخپل وخت د شاعرانو ، لده نه د مخكي تيرو شوو شاعرانو په شعرونو اوآن د خپل پښتو شعرپه پرتله كولو يي له خپلو فارسي شعرونوسره د كره كتني دود او دستور په لاره واچول .
دا بهير لا هم روان دى چې دا مهال هم له ښه مرغه د پښتنو په ټول سميو كې او چيرته چي پښتانه ميشت دي ادبي ناستي پاستي ،غونډي او په ترڅ كي يي كره كتني تر سره كيږي ، چې په بركت يې په پښتو شعر كي يوه نوي او كړندۍ ساه پو كړل شوې ،د پام وړ وده يې كړې
په درنښت
عبدالرحيم هلال