سپوږمۍ زما مونس
اې په لوړآسمان کې راختلې سپوږمۍ ! آیا ته هغه ښایسته ناوي ئې ، چې د خپلې ماڼۍ له کړکۍ نه څارنه کوي ، او دا ستا په شا اوخوا کې ستوري د ملغلرو هار دی ؟ اوکه ته هغه لویه اونوراني ملكه ئې چې پرخپل عرش باندې ناسته ؟ او دا رڼاګانې اوستوری ستا حور او خدمتګاران دي ، او که ته د الماس غمی ئې چې ځلیږي ؟ او دا ستا په چاپیریال کې کاینات ستاهغه ګوتې ده چې له رڼاوو جوړه شوی ، که ته پاکه هنداره ئې ؟ او دا تر تا راتاوو شوی هاله ستا کړۍ ده ، او که ته د رڼو اوبو چینه ئې ؟ او دا رڼاوې ستا بیلې دي چې بیږي ، که ته د اورنه ډک تنورئې ؟ او دا رڼاوې ستا شغلې دی چې بادیږي ؟ .
اې سپینې سپوږمۍ !
تا ځمکه او دځمکې غرونه اورغونه ، آبادۍ اوبیبانونه ، دښتې او درې رڼا کړي دي ، آیا ته کولای شي زما په زړه کې تیارې رڼا کړی او هغه د اندیښنو او غمونو ورېځې ورکې کړی چې زما زړه ئې تیاره کړی ؟ .
اې سپینې سپوږمۍ !
لکه چې زما اوستا په لمنځ کې ورتوالی اورابطه وي ، ته په خپل آسمان کې بیکسه او یوازې ئې ، او زه په خپله ځمکه کې بیکسه او یوازې یم ، دواړه خپل مزل په کرارۍ ، چوپتیا ، مات خاطر او غمجن حالت لنډوو ، نه په چا ګډیږو او نه څوک په موږ را ګډیږي ، دواړه د شپې په تیاره کې خپل محبوب ته ښکاره کیږو او ورسره خپل راز او حال وایوو . څوک چې ما ویني زما په په مخ کې په مسکا غولیږي ګمان کوي چې خوشحاله او مسروریم ، خو که زما دزړه نه ورته پرده پورته شي ، او زما په زړه کې پراته غمونه او کړاونه وویني ، نو به د ما لپاره د هغه غمجن په څیر وژاړي چې شپه اورځ د خپل غم په ویر کې ژاړي ، او که تا څوک وویني نوبه ګمان وکړي چې ته هم خوشحاله او مسروره ئې ، ځکه چې هغه ستا د مخ په ښکلا ، د تندي په ځلا او د څیرې په تجلاغولیږي ، که ستا د جهان نه ورته پرده پورته شي نو به پرته له یوې خرابې اوبیابان نه نور څه ونه ویني ، چې نه پکې بادونه لږیږي ، نه پکې وني ښوري ، نه پکې انسانان ژوند کوي او نه پکې حیوانان شته .
اې سپینې سپوږمۍ !
زما یو محبوب ؤ، چې زما زړه به بې له سرور، نور او مینې نه سرشاراوه ، او هر وخت به چې ما دهغه سره دزړه راز اوحال کاوه تا به زموږ راز اوحال لیده او اوریده ، قدرهغه له مانه بیل کړ، آیا کیدلای شي چې د هغه له حال نه مې خبر کړی او ځای ئې راته وښیې ، کیدلای شي د ما په څیر هغه هم تا ته ګوري ، اوزما په څیر ستا سره خپل راز وایی ، اوله تا نه هیله کوی څرنګه ئې چې زه کوم ، دغه دي لکه چې زه ستا په هنداره کې د هغه څیره ګورم ، اولکه چې زه ئې وینم چې زما لپاره ژاړي څرنګه چې زه د هغه لپاره ژاړم ، او دهغه لپاره مې په زړه کې مینه ورځ په ورځ ډیریږي اوله کبله ئې ډیرغمجن یم .
اې سپینې سپوږمۍ !
څه وشول ګورم دې چې د غروب لوری ته ورو ورو په ډوبیدو ئې ، لکه چې غواړی رانه ولاړه شي ، څه وشول ګورم دې چې رڼا دې ورو ورو کمیږي ، او دا تیره توره چې د آسمان له لوری دې په سرباندې ځلیږي ، دا څه دي ؟ .
لږ تم شه له ما نه مه پټیږه ، زما نه مه ورکیږه ، ما یوازې مه پریږده ، زه ستا نه پرته بل څوک نه پیژنم ، له تا پرته له بل مخلوق سره خپل راز نه وایم .
آه ، د سپیدو پلوشې راوختې مونس مې رانه ولاړ ، ملګری مې رانه ولاړ ، څه وخت به دا د ورځې وحشت پای ته ورسیږي ، چې ما ته مې خپل د تیارو مونس بیرته راوګرځي .
لیکنه : لطفی منفلوطی
ژباړه : عبدالرحمن فرقانی