د لندن كنفرانس او د ناټو ستونزى
معمولاً د نړيوا ل سياست په ډګركي دهرسياسي كنفرانس په پاي كى د ملتونو د تيرايستلو لپاره داسي اعلان كيږي چي ګواكي كنفرانس دير بريالى ؤ , څرنګه چى لږ موده وړاندي په بروكسل كى د ناټو دپيمان د غړوهيوادنود بهرنيو چارو وزيرانو چى د افغانستان اړوند د اوباما د نوي استراتيژۍ په هكله يى خبري اوپريكړي كولي دخپل كنفرانس د برياليتوب اعلان وكړ , اوخپل كنفرانس يى يو بريالي كنفرانس وګاڼه .
خو د يوى كنفرانس برﺉ د هغو پريكړو د نافذيدو څخه په گوته كيدي شي كومى چﯤ په هغه كنفرانس كى د غړيوترمنځ شوي وي , اوپه عملي ډګر كى د نافذيدو لايقي وي , او غړي هيوادونه يى په تنفيذ سره متفق وي , په بروكسل كى د ناټو دپيمان له كنفرانس نه وړاندي د ناټو مشر راسموسن اعلان وكړ چى دوي به افغانستان ته پرته له امريكايى جنگياليو څخه 5000 نور جنگيالي د ناټو له غړو هيوادونو څخه وليږي , سره لدﯤ چى نوي مشرتابه زيار درلود تر څو داسي وړاندوينه ونه كړي چى د هغه عملي بڼه ناشوني وي تر څو د كنفرانس پايله چى بايد بريالۍ وستايل شي متضرره نشي .
خو كوم مهال چى كنفرانس پيل شو نو د ناټو د مشر په ژبه له وړاندي ياده شوى شميره لوړه شوه او د لسو زرو نويو جنګياليو غوښتنه يى وكړله ترڅو له نوي جنګي استراتيژۍ څخه حمايت وكړﺉ شي , خو د كنفرانس په پاي كى يوازي د مجردو وعدو نه پرته نور څه ترلاسه نشول اوفرانسى خو په رسمي توګه اعلان وكړ چى د اظافي عسكرو ليږلو ته چمتو نده او آلمان بيا دا پريكړه په لندن كى د افغانستان په هكله د نړيوال كنفرانس تر دائريدو پوري وځنډوله , د كنفرانس په پايله كى د رسمي شميرو په هكله واضحه څرګندونه ونشوه او نه هم دا مقايسه وڅيړل شوه چى له غړو هيوادونو څخه ځني د خپلو جنګياليو وتل په كال 2010 م كى په نظر كي لري لكه كاناډا او استراليا .
نو د ناټو د غړيو هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په كنفرانس كى يوازي وعدي , او يوه وړه شميره د هغو شميرو په پرتله چى په افغانستان كى د خطرناك حالت نه دوتلو لپاره يى وړاندوينه شوي تر لاسه شوه , خوبيا هم دا كنفرانس په ميديا كى د يوى بريالى كنفرانس په څير وپيژندل شو .
اوس كه په نړيواله كچه د ناټو دغړيو هيوادونو سياسي تګلاره او راكړه وركړه وڅيړل شي نو داسي ښكاري چى د ناتو د پيمان هيوادونه د افغانستان د وضعيت په هكله په يوه واحده استراتيژۍ د راټوليدلو اړوند ستونزي لري , كه څه هم له اساسه د افغانستان په جګړه كى د ناټو هيوادونو د خپل دستورنه سرغړونه كړي ده , خو د خپل بياوړي ملګري (امريكا ) د رضا لپاره يى په جګړه كى برخه اخيسته ده ,اوكيدي شي چى ګڼ شمير د ناټو د پيمان هيوادونه په خپل راتګ افغانستان ته پښيمانه وي , كه امريكا د خپل غچ اخيستو لپاره افغانستان ته راغلى ده , كه بريتانيا د خپلى شرميدلى ماتي غچ په سر كى پالي او د امريكا ملګري شوي ده , خو د اورپا ګن شمير هيوادونه د افغانستان له كشاله سره هيڅ تړاو نلري او نه غواړي چى ولري , ځكه دا هيوادونه هغه تور تاريخ نشي هيرولي چى د كمونزم د وحشت اوبربريت په چاپيريال كى يى تيركړﺉ دي , كه امريكا ته د اطلس اوقيانوس د يو پياوړي سپر په څير پروت دي نو دا هيوادونه خو د روسي اوچين چى په ټول قوت سره په نړيوال ډګر كى راولاړ شوي له جغرافيايى لحاظه شريكه پوله لري , نو كيدي شي لدي ځايه فكر كوي چى له خپلو ګاونډيانو سره خپلي اړيكى د امريكا په حساب ديري ستونزمني نكړي او يوډول تعادل او توازن وساتي , او نه غواړي چى د امريكا اوبريتانيه په استعماري كړۍ كى دخپل ګاونډيو هيوادونو سره دښمني ته ادامه وركړي , چيرته چى دوي پدي دښمني كى كومه ځانګړي لاسته راوړنه نه ويني , او د خپل ويجاړ او كمزوي اقتصاد د پياوړتيا په فكر كه دي , د مثال په توګه د آلمان اقتصادي اتحاد د روسيه سره د پام وړټكي دي .
دا هم متصوره ده چى دا هيوادونه هغه پايله د افغانستان دسياسي كشالى په هنداره كى ګوري كوم چى د بريتانيه امپراتورۍ د ځواكونو يوى ژوندي پاتي شوي جنګيالي د بريتانيه حكومت ته انځور كړله , او كومه پايله چى د روسيه د مشر ګروموف پوځونو يى په هكله د افغانستان څخه د وتلو په مهال داسي وويى ( پدي تورو غرونو كى موږ له خپل تاريخ سره سره خپله جغرافيه هم له لاسه وركړله ) او د لوديځ د سياسي مبصرينو په نظرد افغانستان د سياسي كشالى پايله د تيرو شويو يرغلګرو ځواكونو په څير بريښي , نو كيدي شي چى دا هيوادونه په افغانستان كى د امريكا پايله هم دا ډول ګوري .
د افغانستان د سياسي , نظامي , اقتصادي اوتولنيز ثبات لپاره د لندن په كنفرانس كه دير څه پلان شوي دي , اوغړي هيوادونه به په هغو مهمو مسايلو خبري وكړي چى د افغانستان په ستونزمن سياسي حالت كى ژور اثر لري , په افغانستان كى د يرغلګرو هيوادونو نظامي ونډه چى اكثريت يى د ناټو د نظامي پيمان غړي دي به د لندن د محوري او بنيادي پريكړو څخه وي , همدا راز د افغانستان اقتصادي پرمختګ او بيا رغونه به هم تر څيړنه لاندي ونيول شي , خو دا ټولي هغه ستونزي دي چى د نظري اړخه به د لندن په كنفرانس كى وڅيړل شي خو په عملي ډګر كى دير كتونكي پدي كنفرانس پوري هم هيلي نشي تړلي څرنګه چى لدي وړاندي تيرشوي كنفرانسونه پاتي راغلل , دير كتونكي پدي باور دي چى د ناټو ګڼ شمير هيوادونه د افغانستان د ګرداب څخه د وتلو لاره څاري , او نه غواړي چى نور د امريكا د جنګي استراتيژيو ښكار شي , نو دغه وضعيت ته په كتلو سره دا خبره كولي شو چى د افغانستان په هكله د لندن نړيوال كنفرانس به هم د نورو كنفرانسونو په څير د افغانستان د ملت د تير ايستلو لپاره يو كنفرانس وي , په ميديا كى به بريالي وستايل شي خو په عملي ډګر كى به له ستونزو سره مخ وي , او كومه داسي د پام وړ پايله به د افغانستان د وضعيت د ښوالي لپاره تر لاسه نشي , ځكه چى د ناټو د پيمان د غړو هيوادونو تر منځ د افغانستان لپاره يوه واحده اومشتركه استراتيژي نشته .
عبدالرحمن فرقاني