لیکوال: زاهد جلالي
لنډيز
کپټلېزم د فردي ملکيت مطلقه آزادي ورکړې، همدا ده چې فساد په کې رامنځ ته شو او په مقابل کې يې سوشيلېزم ودرېد او مارکسېزم و کمونېزم يې وزېږول. کمونېزم د دوى په مقابل کې فردي ملکيت له اساسه ختم کړ، هر څه يې دولتي کړل. دوى په دغه کار کې د انسان د فطرت مخالفت وکړ، ځکه يې خيالي نظام لومړى عملي نه شو کړاى او هغه څه چې د کمونېزم په نامه رامنځ ته کړي وو، په ډېر لږ وخت کې له خپل اصلي ټاټوبي وشړل شو. درېيمه تيوري اسلامي اقتصاد دى چې د فردي آزادۍ کامله آزادي يې ورکړې، مګر له قيوداتو او اوامرو سره، نو هم يې د بشر فطرت په کې ساتلى او هم يې د ظلم مخه نيولې، نو اسلامي اقتصاد کاميابه نظريه وخته، چې د مسلمانانو تاريخ يې شاهدي کوي.
مهم لغات: کپټلېزم، سوشيلېزم، کمونېزم، مارکسېزم، اسلامي اقتصاد، فردي ملکيت.
مقدمه
د اسلام نه يوازې اقتصادي نظريه بلکې ټولې لارښوونې يې مطلقا عادلانه او د انسان د طبيعت مطابقې دي. او بايد همداسې وي، ځکه چا چې دا لارښوونې رالېږلي، هغه مطلقا عادل دى او د خپل مخلوق په فطرت او کاميابۍ تر بل هر چا ښه پوهېږي.
په دغه څېړنه کې د اسلامي اقتصاد يو اړخ له کپټېلزم او سوشيلزم سره پر تله کوو. کله چې د اسلام لارښوونې له دغو دوو نورو بشري نظامونو سره پر تله شي، هغه وخت د اسلام عدالت، منځلاري او کاميابي ښه درک کېداى شي. او ښکاره کېږي چې اسلام په فردي يا شخصي ملکيت کې هم د نورو لارښوونو په څېر منځلارى او عادلانه لارښوونې لري، داسې لارښوونې چې په پلي کولو کې يې د فرد او ټولنې دواړو بريا تر لاسه کېداى شي، نه د سوشيلېزم يا کپېټلېزم په څېر چې د افراط او تفريط لار يې اختيار کړې ده.
مخکې تر دې چې اصلي موضوع ته دننه شو، لومړى فردي ملکيت او بيا درې اقتصادي نظامونه تعريفوو:
فردي ملکيت
فيلسوفانو او حقوقپوهانو د ملکيت تعريفونه کړي، خو موږ هڅه کوو آسانه او جامع تعريف يې وکړو. (Savigny) په ملکيت کې دوو ټکو ته توجه کوي، لومړى په يو څه د کنټرول حاصلول او دويم نورو –د ملکيت له استفادې- لرې کول.
د دې پر ځاى چې په تعريف کې عميق دننه شو، ښه به دا وي چې د ملکيت څو ځانګړنې وليکو، له دې سره به د ملکيت فهم واضح شي:
١- مالک د ملکيت د لرلو د اختيار حق لري.
٢- مالک عموما له خپل ملکيته د استفادې حق لري.
٣- مالک د استعمال او آن د له منځه وړلو حق لري.
٤- ملکيت د معين وخت له پاره نه وي.
٥- آن که چېرته ځينې حقوق له مالکه اخيستل کېږي، مګر پاتې حقوق ورسره وي.
٦- د ملکيت حقوق مطلق نه دي او کېداى شي د قانون له خوا محدود شي.
دا د ملکيت فلسفي او حقوقي تعريف و، مګر په اسلامي فقه کې ملکيت له دغو تعريفونو سره توپير لري.
د ملکيت تعريف ډېرو فقهاو کړى، امام ابو زهره يې خلاصه داسې بيانوي (ملکيت د مال او انسان تر منځ هغې رابطې ته وايي چې خداى تاييد کړې، او هغه [انسان] ته يې [مال] ځانګړى کړى،
داسې چې د ټولو شرعي حدودو په نظر کې نيولو سره يې استفاده روا کړې.) .
دا د ملکيت تعريف او ځانګړنې وې، مګر دلته ملکيت عمومي پېژندل شوى و، يعنې د حکومت، کمپنۍ او فرد، دغه ډول ملکيت لرلاى شي، خو چې کله د (فردي) کلمه ورسره ذکر شي، بيا دغه ځانګړنې د يوه فرد په وړاندې وي.
کپېټلېزم
کپېټلېزم يوه اقتصادي نظريه ده چې ستره ځانګړنه يې د توليد د وسايلو په فردمي ملکيت کې د راوستلو اجازه ده. په دغه نظريه کې افراد حق لري چې خپل مالونه په مارکېټ کې په هر نرخ په آزادانه ډول خرڅ کړي، يا نور مالونه په رضا او آزادى واخلي، همدا رنګه د مال استعمال کې هم فرد ته کامله آزادي ورکوي. دولت يا کومه بله مسؤوله اداره په دغه معاملو کې ډېر لږ رول لري .
کپېټلېزم د منځنيو پېړيو له ختمېدو سره پيل شوى. که څه هم د کپېټلېزم اصطلاح د شلمې پېړۍ په اوايلو کې رسما په دغه معنا استعمال شوه، مګر له ولسمې پېړۍ راپدېخوا دغه نظام پيل شوى او تدريجا په نوره نړۍ کې خپور شوى دى.
سوشيلېزم
سوشيلېزم د څو نظريو مجموعه ده او هر نظر له بل سره مخالفتونه لري، مګر اصل يې يو دى او اختلافات يې جزئي دي.
دا تيوري داسې اقتصادي سېستم غواړي چې ټولې يا ډېرى منابع د دولت مال وي. په دغه سېستم کې د مال توليد او وېش د افرادو پر ځاى، حکومت لخوا اداره کېږي .
اسلامي اقتصادي نظريه
اسلام يو دين دى، نه يوازې اقتصادي نظريه يا اجتماعي نظريه، بلکې دين دى چې د نورو څانګو په څېر يې اقتصاد هم يوه برخه ده. اسلام ځان ته اقتصادي سېستم لري. د اسلام اقتصادي سېستم کې انسان ته د فردي يا شخصي ملکيت اجازه ورکړل شوې، مګر په مطلق ډول نه، په منظم شکل، داسې چې د ټولنې د ټولو افرادو په خير تمام شي.
اسلامي اقتصاد د هغو لارښوونو مجموعه ده چې د اقتصادي پرمختګ له پاره له قرآن او سنت څخه استنباط شوي دي. اسلامي اقتصاد د خپلو روحي او اخلاقي لارښوونو سره سره په انسان -په ځانګړي توګه پانګه والو- باندې داسې قيودات او وجايب ايښي چې تطبيق کې به يې د فرد او ټولنې دواړو خير او اقتصادي پرمختګ وي، نه داسې چې يوازې فرد ته توجه وشي او ټوله ټولنه هېره شي او يا د دې عکس، بلکې يو متوازن او عادل اقتصادي نظام دى.
په کپېټلېزم او سوشيلېزم رد:
١- کپېټلېزم
کپېټلېزم کې فردي ملکيت بې قيدو شرطه ده او کاملا د آزاد مارکېټ اجازه ورکوي، چې دا کار په ټولنه کې خورا ډېرې ستونزې زېږوي. مارکېټ انحصاري کېږي، ستر پانګه وال په ټول مارکېټ او توليد خېټه اچوي، په داسې حال کې واړه تاجران يې مقابله نه شي کولاى، نو مجبورېږي چې ميدان پرېږدي، بيا لوى پانګه وال په مارکېټ کې د خپلې خوښې نرخونه وضع کوي.
په کپېټلېستي نظام کې عموما بې کاري ډېره زياته وي، ځکه چې مال د څو کسانو لاس ته ځي او غريب لا هم غربېږي، چې پانګه وال له دغې وزګارۍ بده استفاده کوي، دوى ويني چې کارګر ډېر دي او کار لږ، نو کارګر له دوى سره په لږو پيسو هم کار کوي، ځکه دوى کارګرو ته د هغوى د سترو کارونو په مقابل کې لږه اجره يا مزد ورکوي.
د کپېټلېزم په حاکميت کې ټولنه له يوه ستر مشکل سره مخ کېږي، هغه د احتکار مشکل دى. په دغه نظام کې خو د توليد وسائل د محدودو کسانو په لاس کې وي، نو هغه کسان د دې له پاره چې د شيانو نرخ اوچت شي، د يوې مودې له پاره مواد بازار ته نه استوي، څو د موادو د کمبود په نتيجه کې نرخونه اوچت شي، کله چې نرخونه اوچت شي، بيا يې بازار ته وباسي او په ظالمانه او اوچتو نرخو يې خرڅوي.
سود چې د ټولنې نظام سخت خرابوي، په کپټلستي نظام کې ډېر عام دى.
د فردي ملکيت په مطلقې آزادۍ کې کپېټلېزم له دغو بحرانونو او مشکلاتو سره سر شو او ويې نه شو وکړاى چې په ټولنه کې متوازن او عادن نظام قايم کړي. دا فردي مطلقه آزادي وه چې کپېټلېزم يې په ټولنيز عدالت کې سخت پاتې راوست، ځکه د دوى په مقابل کې ځينې نورې نظريې رامنځ ته شوې چې کپېټلېزم يې شديدا تر نيوکې لاندې راوړ او آن تر دې اندازې يې ورسره دښمني پيل کړه چې په انقلابي شکل يې له ټولنې جرړې اېستلو ته لستوڼي بډ وهل.
٢- سوشيلېزم
د سوشيلېزم مختلفو مفکرينو مختلف نظريات ورکړي. کارل مارکس او کمونېستان په دې باور دي چې هر انسان ته بايد د هغه د مصرف په اندازه مال ورکړل شي، نه د کار او خوارۍ په اندازه، مګر سوشيلېزم د کمونېزم نه مخکنۍ حالت دى چې هر چا ته د هغه د کار مطابق اجره ورکوي، نه ټولو ته مساويانه او د مصرف په اندازه. نن سبا چې کوم سوشيلېزم موږ پېژنو هغه د مارکس او انګلز د فکر او د مريدانو د انقلاب له امله دى، نو اړينه ده چې د کمونېزم لنډ تاريخ ته دننه شو او د دغې فلسفې اصل باندې وپوهېږو:
کارل مارکس جرمني فيلسوف و چې په ١٨١٨م کې زېږېدلى، په جرمني کې يې فلسفه ويلې او همالته د ليکوال او بيا د مسؤول مدير په صفت په يوه ورځپاڼه کې په دنده بوخت شو. مارکس د وخت د اقتصادي نظام سخت دښمن و. هغه به تل د نظام مخالفې ليکنې کولې او دا چې هغه ښه ليکوال و، نظرياتو يې په خلکو اغېزه هم کړې وه، همدا لامل و چې په ١٨٤٣م کې يې له دندې استعفا ورکولو ته مجبور کړ.
مارکس له دې وروسته د فرانسې پلازمېنې پاريس ته لاړ، هلته يې له انګلز سره وليدل، د دوى دواړو افکار يو ډول وو. دوى په پاريس کې خپل فعاليتونه شروع کړل، همدا وه چې مارکس له پاريسه وشړل شو. مارکس د انګلز په مرسته يو ډېر مهم کتاب وليکه چې دغه کتاب د کمونېستانو د بايبل يا مقدس کتاب په نامه يادېږي، دغه کتاب (Das Kommunistische Manifest) (کمونېستي منشور) نومېږي. دوى دواړو ډېر کتابونه ليکلي، لکه (Das kapital) (سرمايه) مګر کمونېسټ منفسټو يې له ډېرو مهمو کتابونو څخه دي.
د کپېټلېزم د کرکجن او غير عادلانه نظام په وړاندې مارکس خپله مبارزه پيل کړه. له همدې امله علامه اقبال کارل مارکس ته د بې وحې پيغمبر لقب ورکړ، علامه اقبال د مارکس په هکله وايي:
(وہ کلیم پي تجلی وہ مسیح بي صلیب نیست پیغمبر و لیکن در بغل دارد کتاب)
د کارل مارکس مبارزه په اصل کې ښه وه، ځکه د ظلم په مقابل کې وه، مګر دا چې د کارل مارکس ټوله نظريه په ماديت ولاړه وه، نتيجه يې له کپېټلېزم هم خرابه ووته. مارکس له جرمني فيلسوف هېګل متاثر و او د هغه ډيلکټکل آيډيلېزم يې په ډيلکټکل مټريلېزم بدل کړ. هېګل ويل چې د زړو نظرياتو په مقابل کې نوي نظريات پيدا کېږي، خو زاړه يې مقابله کوي، د دغې جګړې او مقابلې په نتيجه کې درېيمه نظريه راپيدا کېږي. خو مارکس دغه ډيالېکټيک ته کاملا مټريالېستي يا مادي جامه ورواغوستله.
مارکس به ويل چې په ټولنه کې د بورژوازي (سرمايه دارو) طبقې او پلوريتاريا (کارګرو) تر منځ د تاريخ په اوږدو کې جګړه راونه ده، د مارکس له نظره د ټولنې اجتماعي، سياسي واقعې او آن دين د اقتصادي حالت په نتيجه کې رامنځ ته کېږي.
د مارکس فلسفه اوږده ده او ډېر بحث ته اړتيا لري، خو که دغه بحث ته دننه شو، اصلي موضوع به راڅخه پاتې شي. د مارکس نظريې ته لنډه اشاره د دې له پاره ده چې د کمونېزم پلار دى او د مارکس کمونېستي فکر و چې په روسيه کې يې په ١٩١٧م کې د ويلاديمير لېنن په لاس انقلاب راوست او د نړۍ په ځينې هېوادونو يې کمونيستي سوشيالېزم عملي کړ، چې آن تر ننه هم په ټولنه کې د دغې فاسدې او غير انساني نظريې بقايا شته.
د روسيې انقلاب هم يوه اړتيا وه او بايد د کپېټلېزم په مقابل کې دغه انقلاب رامنځ ته شوى و، ځکه پانګه والو هلته سخت ظلمونه شروع کړي و.
د روسيې مشهور اديب او ليکوال مارکسيم ګورکي په خپل کتاب (ادبيات) کې د روسيې د هغه وخت ټولنه او اقتصادي-اجتماعي حالت شرحه کوي. ګورکي خپله کارګر و، نو د هغوى له حالته ښه خبر و. دى وايي چې بادارانو او آمرانو به کارګرو ته د انسان په سترګه نه کتل او نه به يې ورسره انساني رويه کوله. ګورکي له دغه ټولنيز نظام نه ډېرې ترخې خاطرې لري، همدا وه چې دوى د بديل په فکر شول او تر نورو مناسب بديل ورته مارکسېزم يا کمونېزم ښکاره شو، ځکه يې کمونېستي انقلاب راوست.
د کپېټلېزم په مقابل کې پاڅون په اصل کې ښه و، همدا وه چې علامه اقبال مارکس ستايلى و چې د يو جابر نظام په مقابل کې ودرېد او بديل يې وړاندې کړ، خو متاسفانه دغه بديل ډېر ناکام او د انسان له فطرت سره مخالف و، ځکه يې سل کاله ژوند ونه شو کړاى.
کمونيستان په دې باور وو چې امپريالېزم يا کپېټلېزم د بشري فطرت مخالف دى. کمونېستانو د دې له پاره چې د سرمايه دارانو حاکميت له منځه يوسي، د هر څه د دولتي کولو نظريه وړاندې کړه او شخصي ملکيت يې ختم کړ.
په کمونېستي نظريه کې سرمايه په خلکو د هغوى ټولنېز حالت ته په کتلو په مساويانه شکل وېشل کېږي. هر څوک به کار کوي خو خپله سرمايه نه شي جوړولاى، همدا وه چې په کمونيستي نظام کې د کار کولو شوق ختم شو، ځکه که چا ډېر کار کاوه او که لږ په هماغه اندازه پيسې يې تر لاسه کولې چې ضرورت يې و، نو د کارګرو زړه له ډېر کار کولو او ښه کارکولو تور شو. له دې سره سره د انساني استعدادونو د لمنځه تلو له پاره هم لاره هواره شوه، ځکه په کپټلېستي نظام کې به هر چا فکر کاوه چې يوه نوې لار پيدا کړي څو کار او تجارت يې پرمخ لاړ شي او کامياب وي، خو کمونېزم يا سوشيلېزم د شخصي او فردي سرمايې د نشت له کبله د خلکو له کار سره شوق ختم شو، چې دا د استعداد د وژنې سبب شو. او آن د حکومت کارګران په کار کې ډېر بې پروا وو. د فردي ملکيت په نشت کې، خلکو حکومتي مال ته هېڅ توجه نه کوله.
د پخواني شوروي د جمهوريتونو اتحاد کې په ١٩٦٦ کې څلورمه برخه جرمونه د حکومتي مالونو په مقابل کې تر سره شوي وو.
کمونېستانو د کمونېزم د تطبيق له پاره دغه سختي شروع کړه، او دغه دکتاتور نظام هر څه په زوره په خلکو منل، خو له دې سره سره چې دوى د دغه نظام له پاره په لکونو خلک ووژل، بيا هم کمونېزم هغسې پلى نه شو لکه مارکس چې ويلي وو. په کمونېستي نظام کې بېرته خبره اوپټه شوه، د مارکس هغه خوبونه او تخيلات رښتيا نه شول. په کمونيستي نظام کې د حکومت مشران او واکداران برژوازيان شول او عام خلک او کارګران بېرته پلوريتاريا، دغه نظام کې مساوات ټينګ نه شو.
نو دا چې کمونېزم د خلکو له فطرت سره مخالف نظر و او په خلکو يې فردي ملکيت په مطلق ډول بند کړ، نو کمونېزم د يو ظلم مخه ونيوه خو په مقابل کې يې يو غير انساني نظام راوست، ځکه له ناکامۍ سره مخ شو.
د اسلامي اقتصاد حل:
مخکې تر دې چې د فردي ملکيت په هلکه د اسلام موقف وليکو، اړينه ده چې يوې مهمې ته چې زموږ له بحث سره له لرې ارتباط لري، سر ور ښکاره کړو، هغه د مال موضوع ده. عموما د مال په هکله اسلامي اصيل موقف نه دى درک شوى. د قرآن او سنت داسې نصوص شته چې مال رټي، يوازې په همدغه نصوصو ځينو اتکا کړې او د اسلام له موقفه مال سخت رټي او د مال لرونکي ته سخت وعيدونه ورکوي. حقيقت داسې نه دى، اسلام ريلست دين دى، د انسان فطرت يې درک کړى او د فطرت مطابقې لارښوونې يې په داسې شکل کې ورکړي چې ژوند يې ورسره منظم شي.
د مال په هکله هم د اسلام موقف ډېر منځلارى او عقلي دى. اسلام انسان ته وايي چې مال ښه شى دى، خو چې له خپله حده ووځي بيا بد شي. اسلام مال ته په اوچته کتلي، ځکه خو د شريعت له مقاصدو د مال ساتنه هم ده او د دې په مقابل کې يې فقر ته په بده سترګه کتلي، همدا ده چې له کفر سره يې يو ځاى ياد کړى. رسول الله صلى الله عليه وسلم به دعا کوله چې خدايه له کفره او فقره مې وساتې.
اسلام مال ته د انساني ضرورت په سترګه ګوري، له همدې کبله اسلام له مشروعې لارې د تر لاسه شوي مال د فردي ملکيت آزادۍ اجازه ورکړې، مګر په يوه چوکاټ کې. مسلمان بايد په مال ناروا تجارتونه ونه کړي او د خپل مال زکات ورکړي، که چېرته بل مسلمان فقير و، بايد مالداره مسلمان ورسره مرسته وکړي، نه دا چې ځان سره يې وساتي، که يې داسې وکړل، دا يې د تباهۍ لار غوره کړې. اسلام انسان ته لارښوونه کوي چې له مال سره مينه ونه کړي، بلکې د يوې وسيلې په سترګه ورته وګوري.
خو که چېرته مال سره د اسلام د لارښوونو په چوکاټ کې تعامل ونه شو، هغه مال بيا انسان ته عذاب دى نه نعمت. الله تعالى د سورت توبې په ٣٤ آيت کې فرمايي: (هغه کسان چې سره او سپين زر ساتي او د خداى په لار کې يې نه مصرفوي، نو د دردناک عذاب زېرى ورکړه).
اوس به راشو اصلي موضوع ته چې د فردي ملکيت موضوع ده. د اسلام له نظره د مال اصلي مالک خداى دى، مال انسان ته د خداى امانت دى، همدا ده چې الله تعالى انسان ته د (مستخلف) کلمه په قرآن کې ياده کړې، يعنې هر څه خداى تعالى په ځمکه د انسان له پاره پيدا کړي. د قرآن ستر مفسر عبد الله ابن عباس رضي الله عنهما وايي چې (يا د نفعې له پاره مال ورکړل شوى، يا د عبرت او يا امتحان له پاره).
فردي ملکيت په قرآن او سنت کې جائز ګڼل شوى. الله تعالى فرمايي: [لِلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالْأَقْرَبُونَ وَلِلنِّسَاءِ نَصِيبٌ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالْأَقْرَبُونَ مِمَّا قَلَّ مِنْهُ أَوْ كَثُرَ نَصِيباً مَفْرُوضاً ) [النساء:7] ). رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: (كل المسلم على المسلم حرام، دمه وماله وعرضه) [اخرجه مسلم و احمد]. له دغو مبارکو نصوصو ښکاري چې اسلام انسان ته د ملکيت آزادي ورکړې.
کوم مال چې خداى انسان ته ورکړى، اسلامي اقتصاد په کې د شخصي او فردي ملکيت کامله آزادي ورکړې، خو مطلقه آزادي نه ده. اسلام خلک کار کولو ته هڅوي او اجازه ورکوي چې خپله سرمايه جوړه کړي، خو د دې له پاره چې ټولنيز نطام خراب نه شي، د ټولنې اقتصادي نظام د څو کسانو لاس ته ونه غورځي، يو څه وجايب، قيودات او ممانعتونه يې وضع کړي، همدا لامل دى چې اسلامي اقتصاد کامياب دى.
اسلام چې کومې لارښوونې، قيودات او وجايب وضع کړي، هر مسلمان بايد هغه په نظر کې ولري او سرغړونه يې نه کړي او که يې سرغړونه کړه، د ټولنې نظام داسې دربدره کېږي لکه د سوشيلېزم او کپېټلېزم په ټولنو کې چې شوى.
اسلام سود سخت منع کړى. سود اقتصاد خرابوي او د کار فکر له منځه وړي. ظلم په ټولنه کې د سود په وجه رامنځ ته کېږي. په سودي نظام کې هر څوک د مفتې ګټې په تمه کېږي او کار چې اسلام شريف عمل ګڼې او خلک يې پرې هڅولي، ترې پاتې کېږي. په ٢٠٠٨م کال کې د اقتصادي بحران د راتلو يو ستر عامل سود ګڼل شوى او همدې له پاره مسلمانو علماو وويل چې اسلامي اقتصادي نظام کې هېڅ کله دغه ډول بحران نه رامنځ ته کېږي.
قمار، احتکار، انحصاري بازار، اسراف او دې ته ورته نور قيودات اسلام د دې له پاره وضع کړي چې مال وساتي او ټولنه له ظلم او تباهۍ څخه وژغورل شي.
د دې تر څنګ اسلام ځينې واجبات او توصيې هم د مال په هکله لري. په اسلامي اقتصادي سېستم کې زکات يوه مهمه وجيبه ده چې د ټکس په څنګ کې ورکول کېږي، زکات د ټولنيز عدالت په تامين کې ډېر مهم رول لوبوي. همدا رنګه اسلام له زکاته پرته د مال په صدقه کولو کې مسلمان سره سترې وعدې کړي، اسلام په دغو لارښوونو خلک هڅوي چې د ټولنې بې وزلو خلکو سره مالي مرسته وکړي، څو ټولنه کې د فقر مشکل له منځه لاړ شي.
نو اسلام انسان ته د د انسان د فطرت مطابق او د دنيا د نظام د پر مخ تللو له پاره د شخصي ملکيت اجازه ورکړې، خو د ځينو قيوداتو او وجايبو په نظر کې نيولو سره.
که چېرته د اسلام دغه په فطرت برابرې لارښوونې عملي شي، د انسانانو اقتصادي حالت به دومره لوړ شي چې يو فقير به په نړۍ کې نه موندل کېږي. د دې ښې بېلګې اسلامي تاريخ لري. د عمر بن عبد العزيز په وخت کې اسلامي اقتصاد پلى کېده، هلته هېڅ قرضدار نه تر سترګو کېده، هېڅ ځوان د اقتصادي مشکل له امله له واده نه و پاتې، آن داسې څوک نه و چې خلک خپل زکات هغه ته ورکړي.
د عمر بن عبد العزيز په خلافت کې په اسلامي نړۍ کې دومره پرېماني وه چې مسلمان فقير نه و پاتې، مسلمانانو له يهودو او نصاراو سره مالي مرسته کوله او آن د غرونو له پاسه يې خوراکي مواد اېښودل چې د هوا مرغان هم وږي پاتې نه شي!
پاى
کپېټلېزم له اسلام سره په دې کې اړخ لګوي چې خلکو ته يې د فردي ملکيت آزادي ورکړې، خو دغه د فردي ملکيت آزادي بې قيد و شرطه ده، همدا ده چې فساد ته ووتل او د ټولنې حالت ورسره خراب شو، په دغه نظام کې اقتصاد د څو تنو لاس ته ورغى او پاتې انسانانو ته د ماشين په سترګه وکتل شول. همدا بې عدالتي وه چې سوشيلېزم يا په ځانګړې توګه کمونېزم د عکس العمل په څېر رامېدان ته شو.
کمونېزم په دې کې ښه و چې د ظالمانو په مقابل کې ودرېده، په دې کې ورسره اسلام هم موافق و. اسلام برژوازيان د (مترفون) او (ملء) په نامه ياد کړي. ډېر قرآني نصوص دغه خلک بد يادوي. د دوى په مقابل کې بايد مبارزه وشي او دا مشروع مبارزه ده، مګر کوم حل چې کمونېزم غوره کړي و، غير منطقي او غير فطري و.
د کمونېزم دا کار هم ښه و چې امپرياليستي يې رد کړه او د انسانانو تر منځ د تبعيض د ورکولو دعوه يې وکړه، خو دا چې دا يوه انساني تيوري وه او د يو غلط کار په نتيجه کې رامنځ ته شو، کامياب حل يې رامنځ ته نه شو کړاى، بلکې له کپېټلېزمه هم بد تر شو، کپېټلېزم که بې عدالتي کوله، دوى د انسانانو د فطرت مخالف کار وکړ. همدا وه چې په ټولنه کې سخت فساد رامنځ ته شو او د دوى عمر يې بيخي لنډ کړ، که څه هم اوس هم په نړۍ کې ځينې هېوادونه په دغې مفکورې ولاړ دي، مګر هغوى هم د کپېټلېزم په لور روان دي؛ نو اسلام يوازېنۍ حل شو! اسلام د حل يوازېنۍ لار ده.
اسلام له کمونېزم سره د فردي ملکيت له منځه وړل نه مني او له کپېټلېزم سره مطلقه فردي آزادي نه مني، بلکې د دوى دواړو تر منځ يو درېيم نظر دى چې د بشر په فطرت برابر دى او د ښه ټولنيز عدالت رامنځ ته کوونکى.
مراجع
ابو زهره، الامام محمد. الملکية و نظرية العقد في الشريعة الاسلامية: قاهرة: دار الفکر العربي، ١٩٩٦.
الفت، ګل پاچا. د ټولنې په جوړښت کې د اسلام نقش: پېښور: دانش خپرندويه ټولنه، ١٣٨٤ درېيم چاپ.
ايوبي، محمد نادر. اقتصادي نظريات: کوټه: صحاف نشراتي مؤسسه، ٢٠٠٤ دويم چاپ.
بختيار، پروفيسر. POLITICAL PHILOSOPHY (WESTERN): سوابۍ: ارشد پبلشرز، ٢٠٠٥.
حسان، حسين حامد. PRIVATE OWNERSHIP IN ISLAM: اسلام آباد: دعوه اکېډمي، ١٩٩٥.
چوهدري، محمد اسلم. WESTERN POLITICAL THOUGHT: لاهور: پبلشرز امپوريم، ٢٠٠٧ درېيم چاپ.
صابر، عبد الواسع، نړيوال اقتصادي نظامونه: پېښور: نيو کابل کتاب پلورنځۍ، ٢٠٠٧.
ګورکي، مارکسيم. ادبيات از نظر ګورکي: تهران: انتشارات صائب، ١٣٤٥.
مودودي، سيد ابو الاعلى. اسلامي اقتصاد: پېښور: الهدى اداره، ١٣٧١.
نجيمي، بشير الله. د معاصر اسلامي اقتصاد پېژندنه: پېښور: القلم د ژباړې او څېړنې خپرندويه اداره، ٢٠٠٩ دويم چاپ.
نيازي، عمران احسن خان. Jurisprudence: راولپنډۍ: ALSI، ٢٠١٠ دويم چاپ.
BABYLON ECONOMICS- DICTIONARY.