فیسبوک او مونږ
ډاکټر خالد حاتم
پر نړیواله سطحه په راغلو بدلونونو کې د ټولنیزو رسنیو یا سوشل میډیا، په خاصه توګه د فیسبوک، رول ډیر روښانه دی. د نورو ډیر ملګرو په څېر زما هم ډیر کلونه وشول چې د فیسبوک غړیتوب لرم او تقریباً هره ورځ یې بنډار ته حاضریږم تر څو له یو خوا د دوستانو له حال احوال څخه خبر شم او له بلې خوا د تفریح سبب هم شي. په پیل کې چې مې کله د دوستانو تېزي او د بحث کولو طریقې ته کتل نو ګومان مې کاوه چې د وخت په تېرېدو سره به پکې خامخا مثبت او ګټور بدلون راځي او دوي به وکولاي شي چې فیسبوک د خپلو افکارو د عامولو او د خپلو مخالفینو د قانع کولو لپاره کاروي. دا مقصد له نورو لارو هم ترلاسه کیدايشي خو لکه څرنګه چې ورته اشاره وشوه که له یوه پلوه د ټولینیزو رسنیو تاثير له نورو څخه تېز او جدي وي، له بله پلوه یو شخص په اسانه کولاي شي چې ځوانانو ته لاسرسی ولري، هغه ځوانان چې که اجازه ورکړل شي او مخه یې و نه نیول شي نو د ټولنې په پرمختګ او که نه په شاتګ کې ډیر اساسي رول لوبلاي شي.
دلته یو بل حقیقت ته هم اشاره کول لازمي دي او هغه دا چې داسې نه ده چې ټکنالوژي په هر حالت کې د انسان د ګټې لپاره وي، دا په عامیانه اصطلاح د چاقو او چړې حیثیت لري، که چاړه د ډاکټر په لاس کې وي نو کولاي شي چې د یو ناروغه انسان وینه پرې تویه کړي، زړه یې پرانیزي، او بیرته یې وګنډي، او ناروغه روغ رمټ له روغتون څخه خپل کور ته لاړ شي، خو که چیرته د کوم نا اهله انسان په ګوتو ورشي نو ځان یا بل څوک پرې زخمي کوي او د مرګ کوهي ته یې غورځوي. ځکه نو ټکنالوژي چې په هره بڼه ده، کمپیوټر، لیپ ټاپ، ګرځند، انټرنیټ، کامرې او نور، ګټه او تاوان يې د کارونکي په صلاحیت او اهلیت پورې تړاو لري، او په دواړه حالتونه کې کارونکې د خپلو کارونو مسئول دی د ټکنالوژي پکې ډیر مسئولیت نشته دی.
د څو کلونو په تېرېدو راته داسې بریښي چې دا عادت د بدلېدو ندی. د فیسبوک کارونکي که څه هم هر ساعت زیاتېږي خو داسې برېښي چې ډير کارونکي یې د داسې کارونو لپاره استعمالوي چې د هغوي د شخصیت په پرمختک او پیاوړتیا کې هیڅ رول نه لوبوي. نه یې خپل فکر پرې تقویه کیږي او نه هم د خپلو مخالفینو د قانع کولو کوښښ پکې لیدل کیږي ځکه د دوي په لیکنو کې دلایل لږ او د مخالف لوري یا د هغه موقف سپکاوی ډیر پکې لیدل کیږي، دا د دې دلیل هم دی چې افغانانو د تېرو څو لسیزو د ناخوالو له امله د مدلل بحث عادت له لاسه ورکړی دی او د بدل موقف لرونکي له قانع کولو او له ځان سره د ملګري کولو څخه یې زیات پام دې ته وي چې څنګه هغه پړ، د انسانیت او اسلامیت له دائرې څخه وباسي. هغه قومونه چې دوي یې ټکوي او دښمني ورسره کوي هم له همدا ډول تکنیکونو څخه استفاده کوي تر څو خپل مخالف خلکو ته د وحشي او ناانسانه په توګه ورويیژني او بیا چې یې هر څنګه ختمولاي شي ختم یې کړي. خو یادونه باید وشي چې همدا ځوان قشر دی چې د ټول افغانستان ورته سترګې دي او د فیسبوک په څېر وسایل د دوي د شخصیت د ښکاره کولو لپاره ډیر ښه فرصت دی، خو له بده مرغه دوي یې ضایع کوي.
څه باید وکړل شي تر څو حتی د فیسبوک استعمال هم عبادت او د اسلام خدمت وګرځي؟ ټولو ته څرګنده ده چې د عادت او عبادت تر منځ توپیر د نیت په اساس کیږي، درس او تدریس، ناسته ولاړه، خبرې اترې، لوبې او ورزش، استراحت او خوب، او نور... که د مادي ګټو او تفریح لپاره وي نو عادت دی، خو که نیت نیک وي او د اسلام او مسلمانانو د اصلاح او پرمختګ لپاره وي نو همدغه عادي کارونه عبادت ګرځي او اجر پرې حاصلیږي. ځکه نو په پوره احترام سره لاندې آیت و احادیث د فیسبوک کارونکو په خدمت کې عرض کوم تر څو یې په نظر کې ونیسي:
۱. عن عمر بن الخطاب رضي الله عنه ، قال : سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول : إنما الأعمال بالنيات وإنما لكل امرئ ما نوى...
عمر بن الخطاب رضی الله عنه، دوهم خلیفه فرمايي چې له رسول الله صلی الله علیه و سلم څخه یې اوریدلي دي چې د ټولو کارونو نتایج او عواقب په نیت پورې تړاو لري او هر شخص هغه څه تر لاسه کوي د څه نیت چې یې کړی وي. نو باید هر چا ته د خپل نیت معلومات وي چې له فیسبوک او انټرنیټ د استعمال څخه يې مقصد څه دی؟ که د فیسبوک استعمال فقط د تفریح او د نفس خوشحالول وي، نو بیا خو وخت ضایع کول دي، خو که څوک دا ګڼي چې فیسبوک د اصلاح او د اسلامي معلوماتو د خپرولو وسیله ده او هغه یې د همدغه مقصد لپاره کاروي، نو باید نیت خالص د الله تعالی رضا لپاره کړي او هغه اداب مراعات کړي چې الله تعالی او رسول الله صلی الله علیه و سلم یې د مراعات کولو امر کړی دی.
څرنګه چې ټول انسانان د مختلفو نظرونو څښتن دي نو بایده ده چې اختلاف موجود وي. خو اختلاف د دښمنئ په معنی اخیستل د مسلمان کار نه دی، ځکه دښمني ډلو ټپلو ته لارې هواروي، او ډلې بیا د یو بل ورکولو ته لاس ورته کوي، اسلام غواړي چې په دلایلو د مخالف ذهن قانع کړي تر څو سمې لارې ته راشي ځکه نو باید له ښکنځلو او ستغو سپکو سپورو څخه ځان وساتل شي. که دوه نفر د اختلاف پر مهال یو بل ته ستغې سپورې ووایي، هیڅ امکان نلري چې دوي دې یو بل قانع کړي او په یوه خبره دې سره اتفاق وکړي. نو دوي یو یو دښمن بل پیدا کړ او هیڅ چا ګټه ونکړه. دغه ډول جنجالونه انسان عصباني کوی او د حق ته رسیدو څخه یې منع کوي.
عن أبي الدرداء قال : قلت : يا رسول الله دلني على عمل يدخلني الجنة ، قال : لا تغضب ولك الجنة
د عصباني او غصه کیدو په هکله ابی الدرداء رضی الله عنه روایت کوي چې ما رسول الله صلی الله علیه و سلم ته وویل چې ما ته د داسې یو عمل توصیه وکړئ چې ما ته جنت ته تګ اسان کړي، رسول الله صل الله علیه و سلم راته وفرمایل چې: غصه مه کوه، جنت ستا شو. د دې حدیث مفهوم دا شو چې غصه د انسان د فکر او غور کولو حس دومره کمزوری کوي چې هغه بیا په حق خبره د پوهېدو او د هغه د بررسي کولو څخه محرومیږي، ځکه چې څوک خپله غصه په کنترول کې ساتي، او خپل جوش په هوش غالبېدو ته نه پریږدي، هغه حق باندې پوهیدی شي او همدغه ډول خلک د جنت د تګ حقدار ګرځي.
لکه چې ورته اشاره وشوه، باید د حق دلایلو له لیارې خپل مخالف قانع کړل شی، تر څو هغه له زړه او ذهن څخه کار واخلي او د مخالف موقف تایید کړي، په زور او قهر د یو چا خپل اړخ تا رااړول، د حق بریالیتوب ندی. اسلام هم دا نه غواړي چې هر څوک مسلمان نه وي نو زر زر دې پرې پریکړه وکړل شي او د ځمکې له مخې دې ورک کړل شي، که نه ولې به اسلام په ۱۵۰ کلونو کې د اروپا تر دروازو پورې رسیده خو د همدغه نیول شوو ځمکو اوسیدونکو د مسلمانیدو پروسې ۳۵۰ کلونه نیول؟ دا پدې اساس چې مخالف په خپل نظر ډیر غور و فکر کړی وي او پوخ شوی وي، نو هغه پوخ شوې فکر د هغه له ذهن څخه ویستل او بیا بل فکر د هغه په ذهن کې کیښودل یوه تدریجي پروسه ده او د دلایلو په مټ بشپړ کیدایشي په زور نه، اسلام زړه او دماغ ګټل غواړي، بدن او جسد نه.
د بحث ادب الله تعالی په قرآن کریم کې داسې ذکر کړې چې ادعُ إِلىٰ سَبيلِ رَبِّكَ بِالحِكمَةِ وَالمَوعِظَةِ الحَسَنَةِ ۖ وَجادِلهُم بِالَّتي هِيَ أَحسَنُ ۚ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبيلِهِ ۖ وَهُوَ أَعلَمُ بِالمُهتَدينَ﴿۱۲۵﴾ د خپل رب لارې ته خلک په حکمت او نیک نصیحت راوبله، او له هغوي سره بحث په بهترینه طریقه وکړه، یقیناً ستا رب ډير ښه پوهیږي چې څوک د هغه له لارې څخه بې لارې شوی دی او هغه ډیر ښه پوهیږي چې چا د هدایت نېغه لاره نیولې ده.
نو د اسلامي احکامو په رڼا کې نیت نیک ساتل پکار دي، او له مخالفینو سره د بحث و مباحثې پر مهال د دې آیت په ذهن کې ساتل لازم دي، که نه بحث د اسلام خدمت نه بلکه د اسلام د احکامو څخه سرغړاوی دی. لدې وروسته نور احادیث په مختصره توګه ستاسې مخ ته ږدم:
عن أبي هريرة رضي الله عنه ، عن النبي صلى الله عليه وسلم قال : من حسن إسلام المرء تركه ما لا يعنيه. رواه الترمذي
د یو ښه مسلمان نښه دا ده چې له خپل کار سره کار ولري، یا څنګه چې پښتو کې ویل کیږي، چې نه کار هلته څه کار، نو د فیسبوک کارونکي باید پوه وي چې په هر فن کې عالم کیدل که ناشوني نه دي نو زښت مشکل دي، ځکه باید د هر چا په کار کې کار ونلري او نه پر ځان لازم وګڼي چې په هره خبره دې خپل نظر ورکړي.
عن أبي هريرة رضي الله عنه ، عن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال : من كان يؤمن بالله واليوم الآخر ، فليقل خيرا أو ليصمت
ابوهریره رضی الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې: هر څوک چې په الله او د قیامت په ورځ ایمان لري باید د خیر خبره وکړي او یا هم چپ پاتې شي. معنی دا چې لازمه نه ده هره خبره دې د نتایجو له څېړلو څخه پرته وکړل شي. خو دا کیدایشي چې یوه موضوع که څه هم د یو چا د تخصص موضوع نه ده خو د نوموړې موضوع په هکله معلومات لري، نو کولاي شي چې خپل نظر د "و جادلهم بالتي هی احسن" حکم سره سم ښکاره کړي، د داسې نظر په هکله لاندې حدیث کې رسول الله صلی الله فرمايي:
عن حفص بن عاصم رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: " كفى بالمرء كذبا أن يحدّث بكل ما سـمع " رواه مسلم
د یو شخص د دروغجن کېدو لپاره دا کافي دي چې هره اورېدلې خبره له پخلي پرته نورو ته رسوي. نو ځکه باید ډیر احتیاط وکړل شي چې کومه خبره مونږ نورو ته کوو آیا هغه واقعیت دی او که هسې افواه ده؟ داسې نه شي چې مونږ د یو دروغ خبر د نشر وسیله شو او د دغه دروغو له امله د بل مسلمان شخصیت، حیثیت یا مال او ځان ته څه ډول تاوان ورسیږي.
نو ځکه که څوک غواړي چې دا ډول بحثونه د هغه، مخالف اړخ او د اسلام او مسلمانانو د ګټې لپاره وي او د ضعیفو مسلمانانو د مرستې په موخه شي، باید پورته ذکر شوي آیت او نبوي لارښونو ته متوجه وي، که نه د فیسبوک او نورو عمومي بحثونو هیڅ ګټه نشته.