استاذ فتحي یکن او حرکي خلافت
لیکوال: زاهد جلالي
د مسلمانو شخصیتونو له ژوند او اند نه خبرېدل د هر مسلمان لپاره اړین دي. که څوک د دغو شخصیتونو له ژوند او کړنو نه خبر شي، کېدای شي له ډېرو هغو غلطیانو نه ځان وژغوري چې تردې پخوا ورته سمه لاره ښکارېده. رښتیا چې دا شخصیتونه زمونږ د لارې مشالونه دي. له دوی نه پرته به زمونږ اسلامي دعوت له ډېرو کړاوونو سره پرمخ روان وي چې حتی د ناکامۍ امکانات یې هم شته. د دوی له فکري لارښوونې پرته اسلام ته د خدمت په لاره کې ښایي له ډېرو داسې مسایلو سره مخ شو چې له دغه پیغمبري وظیفې نه مو شاته کړي او د دغه ستر مسوولت په مقابل کې به د عاجزۍ سر ښکته کړو.
که په دې یقیني نه وم چې د استاذ فتحی یکن په فکر کې هر داعي او په ځانګړی ډول افغان داعي ته (ځکه چې لبنان په ډېرو تاریخي حادثو کې له افغانستان سره مشابهت لري) د استفادې وړ ډېر څه لري، هېڅ کله به مې د دغو کرښو په لیکلو د خپل او د لوستونکي وخت نه و ضایع کړی، خو زه په دې مطمین یم چې که یو افغان داعي د استاذ دکتور فتحي یکن له ژوند نه ځان خبر کړي او په دقت ورته وګوري، بیا دا هرڅه د خپلې ټولنې او خپلو شرایطو په نظر کې نیولو سره مطالعه کړي، پرته له شکه چې له ډېرو احتمالي خطاګانو نه به ځان وژغوري.
په داسې حال کې چې استاذ فتحي یکن د لبنان په طرابلس کې زېږېدلی و، هغه ځای کې چې اخوان المسلمین خپل فعالیتونه لا نه و ورغځولي، مګر استاذ فتحي یکن د اخوان د اخبارونو او جرایدو له لارې ځان له دغه دعوت سره آشنا کړ، بیا یې دعوتي حلقه شروع کړه او د اخوان له منهج سره سم یې له خپلو همفکرانو سره یوځای پر مخ بووله، په همدې لړ کې یې له استاذ مصطفی سباعي سره ولیدل او له هغه نه یې د اخوان د دعوت په اړه پوره معلومات ترلاسه کړل او له هغه څخه یې د دعوت او تنظیم په هکله ډېر څه زده کړل. سره له دې چې استاذ فتحي یکن په مصر کې د اخوان المسلمین د مشرانو په لاس نه و روزل شوی، له هغوی سره یې یواځې د مطبوعاتو له لارې آشنايي ترلاسه کړې وه، بیاهم استاذ فتحي یکې د اخوان په فکر کې دومره عمیق ننوتی و او په اصولو یې ځان داسې پوه کړ چې دی په اسلامي نړۍ کې د اخوان د فکر یو له دریو لویو مفرکرینو نه راته، له شهید حسن البنا او شهید سید قطب نه وروسته د اخوان په فکر کې درېیم لوی مفکر استاذ فتحي یکن و.
په اسلامي نړۍ کې داعیان ډېر دي. د اسلامي خوځښتونو مشران او موسسین هم ښه پرېمانه دي، خو د استاذ فتحي یکن په څېر داعي او د اسلامي خوځښت مشران ډېر لږ او حتی د نشت معادل دي. د استاذ فتحي یکن په اړه ويلی شو چې، دی په اسلامي دعوت کې د ځانګړي فکر خاوند دی، داسې فکر چې له ده نه پرې څوک نه و مخکې شوي او دا یو داسې کامیاب فکر و چې کولی شي اسلامي نړۍ له دغې مصیبتونو څخه وباسي او خپلو لوړو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره یې متوجه کړي همدی و چې د دغه ځانګړي فکر لپاره یې ډېر بریالي خدمتونه هم وکړل.
واحد نړیوال اسلامي حرکت د استاذ یکن له نظره:
کله چې په کال ۱۹۲۴ز کې اسلامي خلافت د صهیونستانو د اوږدو دسایسو په نتیجه کې لمنځه ولاړ او د مسلمانانو لومړۍ قبله لومړی انګرېزانو او بیا صهیونستانو اشغال کړه. اسلامي هېودونه یې په وړو وړو برخو ووېشل او حاکمان یې داسې بې احساسه خلک وټاکل چې هېڅ کله هم له هغوی نه د اسلام د خدمت او د اخلافت د احیاء توقع نه کېده، همدا وه چې ځینو با احساسه مسلمانانو د خلافت د راژوندي کولو او د اقصی جومات د بېرته خپلولو لپاره د حرکتونو له لارې فعالیتونه شروع کړل، چې د دوی اساسي موخه د خلافت راژوندي کول ول. همدغو حرکتونو ډېر څه د دغو لوړو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره لاسته هم راوړل، خو دا چې هرچا یو ځانګړی نظر لاره او د همدغه نظر په چوګاټ کې به یې یو خوځښت جوړ کړ، چې دغه خوځښتونه ډېر زیات شول، ځینې ضعیف او ځینې قوي، د چا یو ډول پالیسي او د چا بل ډول، خو تنظیمونه ډېر شول حتی تر دې چې د افغانستان په ځېر یو وړوکي هېواد کې د یو پرځای لس او یا تردې هم زیات خوځښتونه د اسلام د خدمت لپاره رامنځ ته شول.
دغه حرکتونه پرځای د دې چې په خپل منځ کې په محبت تعامل وکړي او د دښمنۍ پر ځای له یو او بل سره تعاون وکړي، په ځینو ځایونو کې په خپل منځونو کې د شیعه او سني، محافظه کار او متشدد په نامه سره ونښتل او یا هم یو اوبل سره د مطبوعاتو له لارې دښمني پالله او خپل لوی اهداف ترېنه پاتې شول او یا هم د دوی د ځنډولو په موخه پرېښودل. پرځای د دې چې دوی اسلامي نړۍ ته خدمت وکړي، اسلامي نړۍ یې نوره هم ټوټې ټوټې کړه او لا ډېر اختلافات یې رامنځ ته کړل.
استاذ فتحي یکن د دې لپاره چې دغه مصیبت لمنځه یوسي او د دغو حرکتونو ترمنځ دا بېمفهومه فاصلې رالنډې کړي او اسلامي حرکتونه خپل اساسي هدف ته متوجه کړي، ډېر څه وکړل. هغه د ځان لپاره داسې پالیسي غوره کړه چې په یو وخت کې به یې ویلې چې اسامه بن لادن د القاعدې د تنظیم مشر زما په زړه پورې شخصیت دی او هغه څه چې یې په امریکا کې وکړل (۱۱ د سبتمبر) ورسره موافق یم، ځکه ده امریکا ته وښوده چې ته مو په اسلامي نړۍ کې وژنې مونږ هم تا نه په خپل کور کې غچ اخلو، داسې نده چې ته مونږ پسې کور ته راځې بیا به دې مونږ له کوره شړو چې ټول ضرر یې مونږ ته رسيږي. بله خوا یې له حزب الله سره چې شیعه اسلامي، جهادي خوځښت و او د صهیونستانو له لاسه د مسلمانو خاورو د بېرته راخپلولو لپاره رامنځ ته شوی و، ځینې تړونونه وکړل او له حزب الله څخه یې د اسراييلو په مقابل کې خپل ملاتړ اعلان کړ. استاذ یکن په دې باور و چې د شیعه او سني اختلاف د امریکا یو له خطرناکو د سیسو څخه دي چې د عراق مسلمان ملت یې پکې راښکېل کړ او په لکونو شهیدان یې د دغې فتنې په رامنځ ته کولو کې ورکړل، بې له دېنه چې د مسلمان کور وران شي او ځامن یې شهیدان شي هېڅ کومه فایده یې نه لرله.
استاذ فتحي یکن په یو وخت کې د اخوان المسلمین یو لوی مفکر و، بله لور یې له القاعدې سره چې د اسلامي نړۍ په متشددینو کې حسابیږي، خپل نیږدېوالی وښود او له حزب الله سره چې په یوه لبنان کې سره اوسېدل، بې درېغه همکاري کوله، ترڅو د عراق فتنه په لبنان کې هم تکرار نه شي او همداسې وشول. د دغسې افکارو په لرلو هغه غوښتل هغه اسلامي حرکتونو په منځ کې چې د ځای او یا د وخت لرې والی د هغوی د افکارو په لرېتوب اغېزه کړې او په اصل کې موخه یوه ده، سره رانیږدې کړي او د دښمنۍ په ځای د هغوی په منځ کې د تعاون فکر رامنځ ته کړي او دېته یې متوجه کړي چې دښمن په دغو طریقو غواړي اسلامي نړۍ کې اختلاف رامنځ ته کړي او خپل حاکمیت وساتي.
په دغه موضوع کې استاذ فتحي یکن یو کتاب هم لیکلی چې نوم یې (نحو حرکه اسلامیه عالمیه واحده) دی، په دغه کتاب کې یې د واحد نړیوال حرکت فکر څېړلی.
داسې نه وه چې استاذ فتحي یکن له ځان سره دا فکر لاره او هېڅ کار یې ورته نه کاوه، مګر هغه د همدغه فکر لپاره د خپل ژوند په وروستیو کې ډېرې هڅې وکړې. هغه په کال ۲۰۰۵ز کې څو اسلامي حرکتونه سره یوځای کړل او له هغو څخه یې جبهة العمل الاسلامي په نامه یو ګډ حرکت جوړ کړ، چې دا داستاذ فتحي یکن لپاره یو لویه لاسته راوړنه وه. هغه غوښتل حزب الله هم له جبهه العمل الاسلامي سره یوځای کړي او دغه فکر لاهم مخکې ولاړ شي، دا هغه څه دي چې د حزب الله مشر حسن نصر الله یې د استاذ یکن د وفات په ورځ خلکو ته ښکاره کوي، خو عمر وسره وفا ونکړه او دی یې د الهی رحمت لورته ولېږه.
انا لله و انا الیه راجعون. روح دې ښاد او هڅې دې یې ژوندۍ وي.
ماخذونه:
- دعوه ډاټ نټ-داستاذ فتحي یکن رسمي برېښنا پاڼه
- الجزیره ټلویزیون
- په الحوار ټلویزیوني شبکه کې د مراجعات په نامه پروګرام نه.
- د اسلامي تاریخ ځلانده څېرې (استاد فتحي یکن)-لیکوال: زاهد جلالي