دوهمه برخه:
اسلام د ضعيفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو تر مينڅ
مؤلف: شهيد عبدالقادر عوده
ژباړن: شهيد مولوي محمد يونس خالص
چاڼکوونکئ او اضافه کوونکئ: احمدشاه امين
د اروپايي قوانينو د راتګ دليل: د اروپايانو د استعمار په مقابل کي د مسلمانو حکمرانانو سر ټيټى او د هغوئ د نفوذ په مقابل کي د اسلامي علماوو او پوهانو چپ پاته کېدل يې مهم علل دي. او بيا په تعلمي نصاب کي د شريعت پر ځاى زيات ځاى و اروپايي قوانينو ته ورکړل سو او د اهتمام په سترګه ورته و کتل سوه، چي نوئ نسل يې مستقيماً تر اغېز لاندي راغئ.
د شريعت دوام: په نظري ساحه کي پر شريعت باندي وضعي قوانين ځکه اثر نه سي اچولاى، چي شرعي نصوص تل تر تله قايم او احکام يې واجب التطبيق دي. علت يې دا دئ، چي تر څو د يوه شريعت په مقابل کي بل شريعت را نه سي هغه له مينځ څخه نه ځي، چي يا ورسره په قوت کي برابر وي او يا ترې ښه وي؛ نو بيا يې منسوخ کولاى سي.
د ټولني ساتنه: د يوې ټولني د ټولو ضرورياتو خورا ضروري او مهم حاجت د هغې د عقايدو، مشاعرو او نظام ساتنه ده. او هغه قوانين، چي په اروپايي ټولنه کي د تمدن او نېکمرغۍ سبب دئ، هغه په اسلامي هيوادونو کي د درد، بدمرغۍ، کرکي او بدۍ لومړنى عامل دئ.
د شرعي حکم منکر: ټوله مفسيرين پر دې په اتفاق دي، چي که څوک خلاف شرعي حکم را مينځته کړي؛ نو که له شرعي حکم څخه منکر وو او هغه ته يې په کرکه کتل او د مصلحت خلاف يې باله، دى کافر دئ. او که منکر نه وو، خو کم خواهش اغېزه ورباندي کړې وه، ده ته ظالم ويل کېږي او که يې مقصد ظلم او بې عدالتي وي، ده ته فاسق ويل کېږي.
د حکامو حکم: هر څه، چي د شريعت پر خلاف وي، هغه پر مسلمانانو حرام دي ولو که هر راز حاکمه قوه يې مباح کړي او په عملي کولو يې حکم صادر کړي. مسلمانان بايد د دا راز حکم په مقابل کي قيام و کړي.
مرتد والۍ: د شرعي حدودو باطلول او د الْهي شريعت معطلول او پر ځاى يې د الْهي شريعت پر خلاف کوم قانون جاري کول کفر او مرتد والۍ دئ.
تعليم او تحصيل: د تعليم او تحصيل له مخي مسلمانان پر درې ډوله دي:
لومړۍ:- هغه ډله، چي تعليم او تحصيل نه لري.
دوهمه:- هغه ډله، چي اروپايي تحصيل لري.
دريمه:- هغه ډله، چي يوازي يې شرعي تحصيلات کړي وي.
بې تحصيله مسلمانان: دا ډله مسلمانان مراتي مسلمانان دي، چي د خپلو مشرانو او پلرونو په تقليد کولو سره يې د اسلام لاره نيولې ده، نور دي نو په هيڅ نه پوهېږي. د دوئ د داسي غافله پاته کېدو پړه پر اسلامي علماوو ده، چي دوئ يې د دوئ په ژبه د اسلام و تاداوي لاري ته نه دي را دعوت کړي او پر خپل سر يې پرېيښي دي.
اروپايي تحصيله مسلمانان: دا، چي دا ډله په اروپايي ټولنه کي را روزل سوي دي؛ نو د عامه مسلمانانو په نسبت په اسلام نه پوهېږي، صرف په ځينو لومړنيو احکامو سر سرکي خبر دي. څونه، چي د يونان او روم په عبادتي، عقيدتي، نظامي چارو او اروپايي وضعي قوانينو کي معلومات لري، په شريعت هغونه نه دي خبر.
اسلامي تحصيله مسلمانان: دا ډله مسلمانان د اروپايي تحصيله مسلمانانو په پرتله ډېر کم او لږکي دي، مګر پخپل ذات کي بېخي ډېر دي. دا ډله په اسلامي ټولنو او د عوامو په مجالسو کي زيات نفوذ لري، خو له بده مرغه په حکومتي چارو کي هيڅ اغېز نه لري. د دوئ د غفلت نتيجه سوه، چي اوس يوازي د منبر پر سر وعظ، تدريس او امامت ور پاته دئ. که په حکومت کي چوکۍ ور کول کېږي هغه هم د قضاوت چوکۍ ورکول کېږي، چي د وخت د حکمرانانو په اجنډا چاري اجراء کوي، نه د الْهي احکامو مطابق.
غفلت: په لومړي سر کي اسلامي پوهانو ډېر واک درلودئ، چي د اروپايي قوانينو د راتګ مخه ډب کړي، خو دوئ غفلت وکړ، چي د دغو قوانينو په رايج کېدو سره يې واک کرار کرار کم سو او اوس دوئ هم د اروپايي قوانينو په پيروي کولو مجبور سوه او په ځيګر خوني ژوند تېروي. دې غفلت اروپايي پوهانو ته وارۍ ورکړئ دئ، چي پر اسلام باندي جاهلانه تورونه غوټه کړي، ګواکي د اسلام تقدس يې ساتلئ دئ.
عاجزي: په ډېرو ميدانونو کي اسلامي علماء د اروپايي قوانينو پر ضد د قيام کولو څخه له عاجزۍ سره مخامخ سوي دي، ميدان يې بايللئ دئ، چي دا عجز د دوئ د ناکامۍ سبب سوئ دئ او اوس اسلامي شريعت معطل پاته دئ.
د کليسا مفکوره: داچي اوپايي پوهان کليسا له سياست او دولت څخه جلا بولي، نو زموږ و پوهانو ته يې هم دا مفکوره ور کړې ده، چي اسلام يوازي دين دئ، د دولت او د خلګو له اجتماعي شئوناتو سره سروکار نه لري. آخر خبره دې ځاى ته ورسېده، چي په شريعت اوس يوازي اسلامي علماء پوهېږي بل څوک يې په زده کولو مجبور نه دئ.
ناکامي: د اسلام په دفاع کي د اسلامي علماوو په يوه يا څو پلاوو ناکامي عيب نه دئ او نه دا د دوئ جرم دئ، بلکه دوئ بايد مايوسه نه سي او توکلت على الله دي خپل د مسئوليت پېټۍ سپک کړي، د دوئ غفلت د مسلمانانو ورکول دي.
اوسني علماء: په اوس زمان کي ځيني اسلامي پوهان او علماء را پورته سوي دي، چي د اسلام هغه پخوانى برم بيرته و ګټي او په دې لاره کي دونه حارثان دي، چي د هر څونه بې ځايه تورونو، شکنجه کولو او تهديد پروا نه کوي او خپلي مبارزې ته دوام ورکوي.
د اروپايي پوهانو پوهول: اسلامي علماء د دې پر ځاى، چي يوازي عوامو ته تبليغات کوي او قناعت ور کوي، ښه دا وه، چي د اروپايي مفکورې د پوهانو سره يې ارتباطات ساتلي واى، له اسلامه يې په پوره اندازه خبر کړي واى او هغوئ ته يې قناعت ور کړئ واى، ډېر مؤثريت يې درلودئ او د اسلام په خپاراوي کي له دوئ څخه ډېر کار اخيستلاى سي، د اسلام ترټولو ښه بلونکي به دوئ واى، ځکه دوئ خورا قوي استعداد لري او س يې بايد په کار واچوي، درسونه ورکړي او د وضعي قوانينو پر خلاف اسلامي حقايق په اذهانو کي ور کړي.
په ګډه کار: که اسلامي علماء په عصري پوه سمبال پوهانو سره اوږه پر اوږه کار و کړي، د ټولو مذاهبو مهم کتابونه تر لاس لاندي ونيسي او په عصري ژبه يې پر ادبي ليکني معيار برابر و ژباړي، چي يو خو به په اسلام او مذاهبو کي د شکوکو مخنيوئ سوئ وي او بل به اسلام په اصيل اسلوب کي و وګړو ته معرفي سوئ وي.