شهيد حذيفه...له نوې ملګرتيا تر وروستۍ خدای پامانۍ

 

 زاهد جلالي

د داسې ځوان په اړه چې ماته په هرڅه کې بېلګه و، د تقوی، صداقت، ملګرتيا، اخلاص، مينې او... نمونه و، قلم څرخول او څه ليکل څه آسانه خبره نده. زه نه شم کولی لوستونکو ته شهيد حذيفه وروپېژنم، د هغه بېلګه شخصيت ورمعرفي کړم، خو دومره ليکم چې رښتيا هم هغه کسان چې د خدای په لاره کې تللي او خپل سر يې د هغه د رضا او د وطن د آزادۍ په لاره کې له لاسه ورکړی، رښتيا هم مړه نه دي، دوی ژوندي دي. زه هم هېڅ دا حساس نه شم کولی چې نن حذيفه شهيد شوی، له نړۍ سره يې د حورو په مينه خدای پاماني کړې، زه دا تصور نه شم کولی چې حذيفه د خاورو لاندې وي. داسې انسانان چې نړۍ پرې ښایسته وه، د هغه صداقت به انسان ته دا ورښوده چې رښتيا هم په دې عصر کې داسې انسانان شته چې دهغوی په ليدو انسان کې نوې وينه څرخېده، نوی احساس راژوندی کېده او د تخيل نه يې انسان د عمل نړۍ ته وباسه.

 

حذيفه مې له ماشومتوبه پېژانده، خو د ده د ملګرتيا شرف په وروستيو کې راپه برخه شو، له ده سره لنډمهالې ملګرتيا ډېر څه رازده کړي، په ډېرو يې پوهولی يم، د ده په ليدو مې یقينا دا احساس کاوه چې رښتيا هم دوست داسې وي او زما په ژوند او ملګرو کې بې مثاله ملګری و، له ده سره په ساعتونو ساعتونو مجلس باندې نه يم تنګ شوی، تنګېدل لا څه چې هېڅکله مې نه غوښتل سره جدا شو، د ده سره په يوه دقيقه يو ځای والي مې د ډېرې خوښۍ احساس کاوه، له حذيفه نه مې لوی درس دا اخيستی و چې انسان بايد په خپل ژوند کې د آینې په څېر وي، څه چې انسان کې وي هغه ورته منعکس کړي.

 

تلپاتې يادونه او خاطرې:

 

له حذيفه سره مې په يوه سالون کې تقريبا څلور مياشتې يو ځای خوراک کړی، هر کله چې به مې حذيفه د ډوډۍ خوړلو ځای کې وليد، سترګې به مې روښانه شوې او ترڅو چې به مې نه و موندلی، د ډوډۍ خوړلو تر پايه به مې د ده راتلل څارل، کله چې به راغی د ده لپاره به د ده ډوډۍ خلاصېدو ترپايه ورسره ناست وم او خوږ مجلس به مو کاوه، کله نا کله به ملګرو رانه ګيله هم کوله چې ته چې کله حذيفه ووينې بيا نو موږ نه پېژنې، ما به دوی پخلا کول او له ځانه سره به مې ويلې چې حذيفه يو بېلګه شخصيت دی، ما د لومړي ځل لپاره داسې يو انسان ليدلی، څنګه به له ده سره ناسته مهمله نيسم؟!

 

يو ځل يوه ملګري راته وويل چې ستا دوست حذيفه ماته متکبر غوندې ښکاره شو، ما پرې سلام واچاوه او ده ځواب رانکړ، زه همالته پوه شوم چې حذيفه هېڅکله داسې څه نه کوي خو بيا مې هم ورته وويلې چې حذيفه داسې ځينې کسان درنه شکايت لري، هغه زما نه په دې ډېر خوښ شو چې دې ټکي ته مې پام راواړاوه او راته يې وويلې چې دا امکان نه لري چې زه داسې څه وکړم خو که رانه شوي وي زه به نه يم متوجه شوی، دغه ډول انتقاد منل او ورته توجه کول د هر انسان خاصيت نه دی، ډېر کسان شته چې په انتقاد باندې له بل سره دښمني شروع کوي خو کامياب انسان هغه دی چې مني يې او له منتقد نه خوښيږي.

 

حذيفه شهيد يواځې د خپلې بريا په فکر کې نه و، هغه د ټولې اسلامي نړۍ په هکله فکر کاوه او ناوړه حالت يې درداوه، هغه به تل له ماسره په دې اړه خبرې کولې او خپل د زړه حال يې راسره وايه، د فلسطين مظلوم حالت او د عراق دردوونکي کيسې به يې تل یادولې او له دغه ډول حالت نه سخت دردېده، همدا علت دی چې هغه د ځان لپاره ژوند نه کاوه، مګر د امت فکر ورسره و، شهيد حذيفه به تل راته ويلې چې راځه په دغه موضوع کې سره غږېږو، ماته به هم د ده معقولو خبرو او ژوندي احساس خوند راکاوه او هېڅکله به ورسره نه خسته کېدم، يوه ورځ په داسې حال کې چې د ماښام له لمانځه نه وروسته د ډوډۍ د سالون لورته ولاړو، له ډوډۍ خوړلو وروسته مې ورته وويلې چې راځه له ماسره ولاړ شه يو شين چای به درباندې وڅښم، هغه راته وويلې شين چای پرېږده، يو شين مجلس راسره وکړه، د هغه دا جمله مې هېڅکله نه هېريږي.

 

 هغه به ډېر کله خبرونه ليدل او کله نا کله به يې راته ځينې د خوښۍ خبرونه مسج کول يوه ورځ مازيګر مې وليد، ورته مې وويل چې حذيفه ته خو زړور سړی يې، دا مسجونه مه کوه هم به ما په کوم جنجال واړوې او هم ځان، ده راته ويلې، دومره مه ډارېږه، څه خبره نشته.

 

دين ته د حذيفه احترام او ديني اساساتو ته له اندازې ډېر په درنښت کتل هم د ده له لويو صفتونو څخه دي، يوه ورځ يې يوه ملګري ته نصيحت کاوه چې ږيره پرېږده، د خبرو په منځ کې يې ورته وويلې، هو ما هم ږيره کموله، خو يوه ورځ يوه استاذ راته وويلې چې د خپلې مور عايشې رضي الله عنها له وينا نه نه شرمېږې چې وايي چې نران په ږيره ښه ښکاري، له هغې وروسته مې بيا ږيره نه ده کمه کړې، زه رښتيا هم د خپلې مور له خبرې نه متاثر شوم، د هغه دا ډول تقوی چې د يوې صحابيې له وینا نه هم دومره متاثر کېده د حيرانتيا وړ و، شهيد حذيفه يقينا چې يو با عمله ځوان و.

 

د شهيدانو له کورنيو او ورٍثې سره يې مينه وه او هغوی ته به يې ځانګړې پاملرنه کوله، ماته به يې ويلې چې هرکله پېښور ته ځم د هغوی کورونو ته ځم، د هغوی پوښتنه کوم او که کوم مشکل لري ورته يې حلوم، د شهداو کورنيو سره به په بې عدالتۍ ډېر خواشينی کېده او تل به يې راته له هغو کسانو نه شکايت کاوه چې هغوی سره يې بې عدالتي کوله او د هغوی د دغه مقام احترام يې نه ساته، حذيفه د شهداو له کورنيو سره ډېره مرسته کړې وه او په سختو شرايطو کې يې د هغوی لاسنيوی کړی و.

 

له شهيد عبدالله عزام سره د شهيد حذيفه زښته ډېره مينه وه، د هغه زړې وېډيو ګانې به يې خوښولې، د هغه کتابونه به يې ډېر خوښول، ما چې به کله ورته د هغه شهيد د کتابونو نه څه ويلې ډېر به يې خوښول، هغه ډېر کله د شهيد امام عبدالله عزام خبره يادوله، سم پر ياد ندي خو دېته ورته وه (ان کلماتنا ستبقا میتتا جامدتا بین الناس)، کله چې به ماورته د ده خبره کوله بې له کوم تحقيق نه به يې منله او ډېره به يې خوښوله. همدا مينه وه چې شهيد حذيفه هم د شهيد عبدالله عزام په څېر ژوند وکړ، حذيفه په پوهنتون کې ښې نتيجې لاسته راوړې وې، ليکوالي يې هم کوله او بالاخره د هماغه په څېر شهيد هم شو اوس دې الله له هغه سره په جنتونو کې يوځای کړي.

 

زما او د شهيد حذيفه وروستۍ خدای پاماني د درسونو په پای کې په داسې حال کې وشوه چې هرڅوک خپل کور ته د رخصتۍ لپاره تلل، ده له مانه پوښتنه وکوله چې څه کوې ما ورته خپل فرهنګي پروګرام وويلې، ده همالته راته داسې سپارښتنې وکړې چې تر اوسه مې په ذهن کې انګازې او طنين کوي او تر تله به ژوندۍ پاتې وي. بيا له دې وروسته په جيميل کې راسره پرليکه شو، راسره يې ټوکه وکړه چې:

-بې ادبي مې کړې.

-څه بې ادبي؟

-ژباړه مې کړې او ستا له ليدو پرته خپره شوې.

-په نن ټکي آسيا کې مې وليده او ډېره مې خوښه شوه، زما ليدو ته هېڅ اړتيا نشته.

-نه يوې ان او سي ته خو اړتيا شته، له دې وروسته بايد ليکنې وکړم.

په دې خبره مې ورسره وخندل او ورته مې وويلې چې ته اوس له مانه ښه ژباړه او ليکنه کوې. اوس مې په ټول افغان کې د امير المومنين سفر په نامه ليکنه وليده، څومره هڅه مې چې وکړه ومې نه شوه لوستی.

 

له دې وروسته نه بيا سره آنلاين شوي يو او نه مو مخامخ ليدلي، صرف دوه ورځې وړاندې مې د هغه د شهادت خبره واورېده، هېڅ مې نه شوه منلی او باور مې پرې نه راته، خو تريخ حقيقت ورو ورو انسان مني، اوس موږ پرته له دې چې ورته دعا وکړو، نور څه نه شو کولی او د هغه خواږه خاطرات له موږ سره د هغه استازيتوب کوي. الله دې شهادت قبول کړي او له نبيينو، صديقينو، شهداو او صالحينو سره دې حشر کړي، آمين