ولې د موحد په تاييد؟!
ليکوال: زاهد جلالي
څه موده وړاندې په شهادت ورځپاڼه کې د موحد په نامه کوم چا یوه لیکنه د (آيا په قرآن پوهېدا گرانه ده؟ - او كه هر څوك په قرآن پوهېدى شي؟) تر عنوان لاندې کړې وه. لکه څنګه چې د لیکنې له نوم نه ښکاري، لیکنه عموما په دې څرخېده چې مسلمانان دې وخت کې باید د دین په زده کړه کې یواځې فقهې ته توجه وکړي او کنه باید د قرآن تفسیر هرڅوک چې عالم دی او که دین یې نه دی ویلی، ولولي. د دې لپاره چې لوستونکي د هغې لیکنې په مطلب او منځپانګه پوه شي د لومړی پراګراف یوه څنډه یې دلته راکاپي کوم: (د مبارزې د پيل په لومړيو كلونو كي مي له يوه مفتي صاحب پوښتنه وكړه: آيا زه كولى شم د قرآن تفسير ولولم؟ د هغه ځواب توند او تېز وو او راته وئې ويل: نه؛ د قرآن په تفسير يوازي رسول الله صلى الله عليه وسلم او د ده صحابه پوهېدل!! زما او ستا ئې له تفسير سره څه!! فقهاوو د قرآن ټول ضروري مسائل د فقهي په كتابونو كي بيان كړي، همدا موږ ته كفايت كوي).
هر انساني فکر له پورنتي پراګراف څخه همدا اخلي چې د قرآن تفسیر لوستل د اوسنیو مسلمانانو لپاره څنګه دي؟ باید ویې لولي او کنه فقهي کتابونو ته توجه وکړي او په هماغو کفایت وکړي، همدا مفهوم ما هم له دغې لیکنې نه اخیستي او بېرته مې پرې تاییدي لیکنه وکړه، چې عنوان یې و (د موحد په تایید). له دغې لیکنې نه وروسته هر چا خپل نظرونه او تبصرې راولېږلې؛ ځکه مې وغوښتل د دغې لیکنې په اړه یو سبیناوی وکړم.
په دې باید ټول پوه شي چې زما له تاییدي لیکنه نه موخه یواځې د د غه الهی کتاب د سم مفهوم رسولو او دغه کتاب دقیق لوستل او ورڅخه مرغلرې را اخیستل و او همدا وه چې تایید مې هم کړ، نه دا چې کوم شخص تایید کړم او یا کوم بل ځانګړي هدف. ځکه چې د قرآن په زده کړه کې د ناپوهو ملایانو د ناپوهۍ او ناسمۍ طریقې له امله زما زړه هم له قرآن نه شین شوی و. زه چې به ملا ته ناست وم هغه به زما له قد نه هم اوږد لرګی لاس کې نیولی و او د هرې غلطۍ په مقابل کې به یې دوه راسره کړې! همدا وه چې ما به د هر کتاب له لوستو سره مینه وه خو قرآن ته نیږدې کېدل مې نه خوښېدل.
اوس چې د دغه الهي کتاب لوی درسونه لولم، له دغه مفاهیمو یې خوند اخلم او داسې هم شوی چې یو آیت مې له شلو ځلو هم ډېر لوستی، ځکه دغه یوه آیت کې کتاب کتاب درسونه پراته دي، چې باید انسان هسې ترېنه تېر نه شي او لږ تر لږه د ښه مفهوم اخیستو لپاره یې څو څو وارې ولولي او مختلف تفاسیر ورپسې وګوري.
خدای ته معلومه ده چې ما له قرآن سره د دغې بېسارې مینې او د ماشومتوب د قرآن د زده کړې د غلطو طریقو د غندلو لپاره دا لیکنه وکړه، ما چې ولیدل څه چې په ما تېر شوي ول، د موحد صاحب له کیسې سره یې څه نا څه مشابهت لاره، ځکه ما همدا ښه موقع وګڼله او په داسې حالت کې مې هغه لیکنه وکړه چې د پوهنتون امتحانونه مو ول او یوه دقیقه ماته ډېر څه ښکارېده.
ځینو دوستانو په هغه تاییدي لیکنه کې چې ما لیکلې وه، د تبصرو له لارې راته راورسوله، چې د لیکوال موخه په مخکینۍ لیکنه کې د قرآن د تفسیر لوستل نه، د تفسیر لیکل دي! لیکوال غواړي د تفسیر د لوستو په جامه کې د تفسیر د لیکلو مطلب ترخلکو ورسوي، چې د ښه مثال یې صحابه او د لومړي نسل مسلمانان ښيي. له هغو دوستانو نه په مننه چې دغه تبصرې یې لیکلې وې، باید ووایم چې له هغې لیکنې څخه د دغې موضوع په اړه ماته څه نه دي ښکاره شوي او ما پکې داسې څه ونه لیدل، خو بیا هم وایم چې که د لیکوال موخه د تفسیر لیکل وي، هغه هدف د لیکوال په زړه کې دی او زما د لیکنې هدف د هغه د پټو اهدافو تایید نه دی.
که لیکوال غواړي په دغه لیکنه کې د قرآن د تفسیر لیکل داسې وښیي چې هرڅوک یې کوی شي، دا نو بیا یو ځانګړی بحث دی او علماء د تفسیر لیکلو په اړه ډېر شرطونه لري چې له هغو شرطونو پرته د تفسیر لیکل ښایي داسې تفسیر راولي چې معیاري نه وي او د ډېرو داسې څه راتلو امکانات پکې ولیدل شي چې له نورو تفسیرونو سره توپیر ولري.
د تفسیر لیکل یوه ځانګړې موضوع ده چې تفصیلي بحث ته اړتیا لري، د مفسر ځانګړتیاوې، د تفسیر د لیکلو ډولونه او داسې نور که دلته یې ولیکم ښایي لوستونکي یې په لوستو ستړي شي، خو دومره وایم چې د (د موحد په تایید) په لیکنه کې زما موخه د تفسیر لوستل او له قرآني مفاهیمو خوند اخیستل و، نه د تفسیر لیکل او مفسر جوړېدل.