دکتور علي جریشه وفات شو
اسلامي نړۍ خپل لوی مفکر، قاضی، فقیه او مجاهد داعي استاذ دکتور محمد علي جریشه اسلام ته له خدمت او جهاد څخه وروسته د یمن په صنعا کې د ۷۶ کلنۍ په عمر له لاسه ورکړ.
فقید استاذ دکتور محمد علي جریشه د اخوان المسلمین له لویو مفکرینو څخه و چې په همدغه لار کې په دولس کاله بند په داسې حال کې محکوم شوی چې عمر یې دېرش کاله و. فقیه استاذ علي جریشه د مدینې منورې د اسلامي پوهنتون استاذ او د ماسترۍ او دکتورا د ډېرو رسالو مناقش پاتې شوی.
دکتور محمد علی جریشه په کال ۱۹۳۵ز کې د مصر په د شرقي ولایت د دیرب نجم په کلو کې زېږېدلی، استاذ علی جریشه لاځوان شوی نه و چې د اخوان المسلمین له فکر سره یې آشنایي پیدا کړه.
استاذ جریشه ابتدايي او متوسطه دورې په خپل کلي کې لوستي او د ثانويې لپاره
قاهرې ته تللی او هلته یې د حقوقو پوهنځۍ کې زده کړه کړي. له پوهنتون نه وروسته یې مختلفې حکومتي وظیفې ترسره کړي.
دکتور علي جریشه په اته ویشت کلنۍ کې واده کړی او د ۱۹۶۵ز او ۱۹۷۳ز کلونو په منځ کې زندان ته اچول شوی او اته کاله یې زندان کې تېر کړي. د زندان له خلاصېدو وروسته سعودي ته تللی او د مدینې منورې په اسلامي پوهنتون کې د شرعیاتو په پوهنځۍ کې استاذ پاتې شوی.
فقیه استاذ علي جریشه د اسلام د خپراوي لپاره مختلفو هېوادونو ته تللی او هلته
یې محاضرې ورکړي چې له هغو څخه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په جومات کې په نګلش خطبه ده.
استاذ جریشه د اسلام او اسلامي دعوت په اړه ډېر مهم او د استفادې وړ کتابونه
لیکلي چې له هغو څخه:
*الإعلام والدعوة الإسلامية***
*الإيمان الحق***
*المبادئ الخمسة***
*الاتجاهات الفكرية المعاصرة***
*أساليب الغزو الفكر للعالم الإسلامي***
*منهج التفكير الإسلامي***
*الأساليب التبشيرية في العصر الحديث*
بالاخره د ۲۰۱۱ز کال د اپرېل په اووه ویشتمه ۲۷ نېټه له دې فاني نړۍ سره د تل
لپاره مخه ښه وکړه. روح دې ښاد او فکر دې ژوندی وي
تغمده الله برحمته الواسعه و اسکنه فسیح جناته