آزادي په اسلام کې


لیکوال: زاهد جلالي

د حریت یا آزادۍ کلمه عامه ده. هرڅوک، چې لیک او لوست کوی شي او کنه پرې پوهیږي، کله چې د ازادۍ نوم اخېستل کیږي هرڅوک یې پر مفهوم پوهیږي. بیا په ځانګړې ډول د افغان ملت په څېر ملتونو کې د آزادۍ له کلمې سره هر کشر او مشر آشنا وي او هرڅوک د خپل فهم مطابق له دې کلمې څخه معنی اخلي. په اسیرو ملتونو کې خلک ازادي یواځې د سلطې د خپلواک کولو په معنی اخلي، لکه څرنګه چې یو شاعر وايي:
آزادي که خيراتي وي يا دچا مهرباني وي
افتخار به پرې ونکړي که غيرت يې افغاني وي
قرباني چې پکې نه وي هغه کله لوى اختر دى
آزادۍ سره تړلې ډيره لويه قرباني وي
چېرته چې بیا دېموکراسي حاکمه وي، هلته بیا خلک له ازادۍ څخه د دیني او د تفکر د آزادۍ معنی اخلي او په دغه معنی یې استعمالوي.
غواړم دغه لیکنه کې د فکر او د بیان د آزادۍ په اړه څه ولیکم. د سلطې د خپلولو په اړه ځکه څه نه لیکم چې د اسلام حکومتي نظام ټولو ته معلوم دی. د اسلام له نظره ښه او بریالی حکومتي سېستم خلافت دی، چې د یوه مرکز لاندې ټوله هغه نړۍ چې خدای خپل رب، محمد صلی الله علیه وسلم خپل نبي او اسلام خپل دین بولي، اداره کوي او مشري یې هغه چاته سپاري چې ترټولو خلکو له خدای جل جلاله نه ډېر ویریږي،  دومره پوهه ولري چې د اجتهاد درجې ته رسېدلی وي، ځواکمن وي، عادل وي، حکیم وي او داسې نورې ځانګړتیاوې چې د مسلمانو فیلسوفانو او مفکرینو له لورې وضع شوي. د خلافت په اړه هم مسلمانو مفکرینو ډېر څه لیکلي او عملا هم موږ د تاریخ له لارې ورسره آشنا شوي یو او د هغوی اوچتوالی مو لیدلی.
اسلام د ټول بشریت لپاره رانازل شوی دین دی، دا دین داسې بریالۍ لارښوونې لري چې هر هر سالم بشري عقل یې له لوستو او لیدو وروسته مني او په حقانیت او له انساني فکر سره یې په مطابقت اعتراف کوي چې د داسې خلکو بېلګې ډېرې دي.
اسلام په خپلو الهی توجیهاتو کې د دیني، فکري او د تعبیر د آزادۍ په اړه هم داسې لارښوونې لري چې د انساني غوښتنو سره اړخ لګوي.
اسلام نه یواځې دا چې انسانانو ته یې فکري ازادي ورکړې مګر په فکر کولو کې یې انسان سره د اجر او ثواب وعده هم کړې، د فکر او عقل په اړه ډېر قرآني آیات شته چې په دې اړه د اسلام موقف او په اسلام کې آزادي ښکاره کوي، په قرآن کریم کې د عقل، فکر او فقه کلمې په سلګونو ځلې تکرارې شوي، په دقیق ډول:
۱- د عقل کلمه او مشتقات یې په قرآن کې ۴۸ ځلې یادې شوي.
۲- د علم کلمه او مشتقات یې ۸۶۶ ځلې په قرآن کې ذکر شوي.
۳- د فقه کلمه او مشتقات یې ۲۰ ځلې په قرآن کې ذکر شوي.
۴-  د فکر کلمه او مشتقات یې ۸۷ ځلې ذکر شوي.
او داسې نورې ډېرې کلمې په قرآن کې د تفکر او تعقل په معنی ذکر شوي چې شمېر یې تقریبا ۱۰۴۳ ځلو ته رسیږي، له دې څخه په اسلام کې د تفکر او تعقل ضرورت او اهمیت ښکاري.
په اسلام کې د فکر کولو آزادي یواځې په نصوصو پورې نده تړلې، عملا هم داسې ډېرې کیسې شته چې په اسلام کې د فکر او د بیان ازادي ښکاره کوي، اسلام نه غواړي د حیا په نامه حق پټ پاتې شي، مګر په دې اړه ډېر صریح دی. د اسلام په لومړنیو وختونو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحاب د اسلام په موخه او مقصد پوهېدلي ول، هغوی په اسلام کې د آزادۍ په حقیقت پوهېدلي ول، همدا وه چې کله به یې امیر اوږده کالي واغوستل او د رعیت به لنډ ول، پرته له دې چې څوک حیا وکړي خلک به خپل امیر ته پاڅېدل او خپل نظر به یې ورښکاره کاوه، ولو که په هغه نظر کې له مشر سره مخالف او یا په هغه انتقاد هم و، د داسې کیسو مثالونه ډېر زیات دي، عمر رضی الله عنه، ابوبکر رضی الله عنه، معاویه او داسې نورو مشرانو په خپل ځان کې داسې اخلاق پیدا کړي ول چې د مرؤروسینو انتقادونه به یې منل او هغوی ته به یې قناعت ورکوونکى ځواب ورکاوه.
د دې لپاره چې انساني حریت د بېلارۍ خواته ونه وځي او په ټولنه کې مشکلات رامنځ ته نه شي، اسلامي شریعت د تفکر د آزادي لپاره باید معیارونه او ضوابط  وضع کړي چې له هغې نه باید انسان ونه وځي، دا ضوابط دوه ډوله دي، یو اخلاقي ضوابط دي او نور قانوني ضوابط.
اخلاقي ضوابط:
۱- غیبت: په نورو پسې خبرې کول په اسلام کې منع شوي.
۲- په نورو پسې مسخرې کول، د خلکو په وړاندې د هغوی هیبت لمنځه وړل او دروغ ورپسې ویل هم په اسلام کې منع دي.
۳- د خلکو په وړاندې د نورو عیبونه ښکاره کول هم جواز نه لري.
۴- بدعت یعنې دین ته داسې څه اضافه کول چې له پخوا پکې نه وي هم ناروا دي.
قانوني ضوابط:
۱- د خلکو زورول.
۲- د مسلمان تکفیر کول.
۳- مسلمان پسې دروغ ویل.
۴- خدای او رسول ته یې ښکنځلې او د نورو دیني اساساتو سپکاوی کول.
۵- نورو ادیانو ته سپکاوی کول.
او داسې نور څه هم شته چې اسلام د ټولنې د حفاظت لپاره وضع کړي.
په اسلام کې دیني آزادي:
الهی خلقت دی چې انسانان مختلف دي، رنګ، ژبه، خوی، کلچر دين کې انسانان مختلف دي، که الله تعالی غوښتي ول ټول انسانان یې په اسلام کې داخلول او د ملايکو په څېر یې له ګناه څخه پاکول خو دا الهی خلقت دی لکه څرنګه چې الله تعالی په سورت هود کې فرمايي:
“وَلَوْ شَاءَ رَبُّكَ لَجَعَلَ النَّاسَ أُمَّةً وَاحِدَةً ” . [ هود: 118]
بیا الله تعالی د حق او بریا لاره هم انسانانو ته ښکاره کړې، څوک چې په حق پسې ګرځي او غواړي د هدایت لاره پیدا کړي هغوی ته وايي چې د الله په وړاندې حق دین د اسلام دین دی: ان الدین عندالله الاسلام. او هغو کسانو ته چې له اسلامه پرته په بله لاره تللي وایي چې که څوک له اسلام نه پرته بل دین انتخاب کړي هغه په تاوان کې دی. الله جل جلاله انسانانو ته حقه او سمه لاره ښکاره کړې، بیا یې ورته د فکر اجازه ورکړې او ورته یې ویلي چې که څوک غواړي کولی شي دې دین ته دننه شي او که څوک نه غواړي نه دې ورځي.
اسلام چاته هم د دې اجازه نه ورکوي چې خلک د اسلام په منلو مجبور کړي، الله جل جلاله د سورت بقرې په ۲۵۶ آیت کې فرمایي چې په دین کې مجبورول نشته: لا اکراه فی الدین.
بل ځای الله جل جلاله فرمايي آیا ته خلک مجبوروې چې اسلام قبول کړي: افانت تکره الناس حتی یکونو مؤمنین. د اسلام او کفر موضوع د انسان او د هغه د رب ترمنځ ده هېڅ څوک دا اجازه نلري چې خلک اسلام ته په زور راواړوي.
په قرآن کې داسې ډېر آیتونه شته چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته الله تعالی فرمايي چې ستا دنده دین ته د خلکو دعوتول دي نه د خلکو مجبورول، همداسې نور ډېر آیتونه شته چې له انسان څخه له حکمت نه ډک دعوت غواړي نه داسې چې د غیر مسلم زړه له اسلام نه تور شي.
ځيني خلک داسې فکر کوي چې اسلام يواځې د تورې په زور خپور شوی، په داسې حال کې چې اسلام له ټولو ادیانو سره د سولې اوسېدل غواړي، جمهور فقها په دې باور دي چې په اسلام کې له نورو سره اړیکې په سوله ولاړې دي او هرکله چې جهاد کیږي د ظلم د مخنیوي او د حق د ولاړولو لپاره شوی، نه د کفر لپاره. ځکه چې مسلمان د جنګ په وخت کې د کلیسا او عبادتخانو په داخل کې څوک نه وژني، سپین ږیري نه وژني او نور هغه څوک چې په جګړه کې داخل نه وي نه یې وژني.
جهاد په اسلام کې د ضرورت په اساس مشروع کیږي، یعنې که چېرته په مسلمانانو باندې ظلم کیږي بیا جهاد کولی شي.
اسلام له نورو سره د ګډ اوسېدو او ښه ژوند کولو لپاره ترټولو عالي قوانین لري، دا چې مونږ له نورو سره په معاصره نړۍ کې د ګډ اوسېدو او مینې مفهوم ندی لیدلی، یا د اسلام قوانین ندي عملي شوي، یا دا ده چې د اسلام لارښوونې په خپل اصل ندي پېژندل شوي او یاهم د اسلام دښمنان نه غواړي مونږ ورسره د اسلام په سوله کې و اوسېږو.
ماخذونه:
۱- السبیل آن لاین
۲- الحریه فی الاسلام- لیکوال: جابر قمیحه
۳- العلاقات الدولیه فی الاسلام- لیکوال: شیخ ابو زهره (رح)
۴- د دکتور وهبه الزحیلی وېب پاڼه
۴- قرضاوي ډاټ نټ
۵- ویکي