د 2010 ميلادي کال لس ستر وفات شوي


-

ليکوال: محمد زقدان-محمد البطاوي

ژباړن: شاکر جلالي


تيره اوونې د 2010 ميلادي کال وروستۍ اوونې وه. علما چې پدي کال کي وفات شويدي د شميري له مخي کيداشي له زرو څخه هم واوړي مګر ددوي په منځ کي هغه چې مونږ انتخاب کړيدي هغه د ټول اسلامي امت لپاره يوه ستره ضايعه وه الله تعالي دي ددوي ځاي تش نه پريږدي او پر ځاي دي الله تعالي تر دوي ستر علما دي په بدبختي اخته امت ته په نصيب کړي تر څو د هدايت لار پيدي کړي او د زوال له لوري د عروج خواته روان شي.
غواړم چې د دغو علماو صوانح په لنډ ډول د لوستونکو مخي ته وړاندي کړم.
1. محمد سيد طنطاوي:
شيخ محمد طنطاوي ډيري ستري دندي سرته رسولي دي چې د خپل ژوند په وروستيو کي د ازهر شريف د رئيس په صفت خپله دنده سرته رسوله.
طنطاوي د حديث او تفسير په رشته کي خپله دکتورا په ممتازه درجه په کال 1966کي لاس ته راوړي ده  د دکتورا له رسالي ليکلو وروسته د اصول الدين په پوهنځي کي د استادي دنده سرته رسوله وروسته د څلورو کلونو لپاره د ليبيا هيواد ته د علم د خدمت لپاره سفر وکړ.
همدارنګه طنطاوي د مديني منوري په جامعه اسلامي کي د لوړو زده کړو د رياست دنده يې سرته رسولي او په کال 1986 کي د مصر د ستر مفتي په څوکۍ کيناست او وروسته لدي په کال 1996 کي  د ازهر شريف رئيس وټاکل شو.
د 2010/10/03 کله چې د ملک فيصل د جوايزو د تقسيم په مراسمو کي په ناڅاپي ډول د قلبي حملي له امله لدي فاني نړي سره وداع وکړه او دا نړي يي د تل لپاره ترک کړه.
2. محمد حسين فضل الله:
حسين فضل الله د عراق د نجد په سيمه کي زيږيدلي دې او په کال 1966 له عراق څخه د لبنان هيواد ته لاړو او هلته يي د معهد الشرعي الاسلامي اساس کيښود او ددي تر څنګ يي ډيرې نورې مدرسي جوړې کړى او د يتيمانو لپاره يې ډېر دارلايتامونه جوړ کړي وو.
حسين فضل الله په شيعه ګانو کې ډېر معتدل سړى و و او ډېرى فتواګاني يې معتدلي وي چې د تعصب بوي تري نه پورته کېده په ځانګړى ډول د کسر ضلع فاطمه(١) په موضوع کې، او همدارنګه نورو ډېرو موضوعاتو کې ډېر اختلافي عالم نه و او له نورو شيعه و علماو سره بيخي فرق لري. دده د ترور ډيرې هڅي وشوي مګر ټولې ناکامې وې او هېڅ کومه نتيجه يي نه درلوده.
کله چې په عراق د امريکا له لورې يرغل کېده، حسين فضل له امريکا سره په دى جګړه کې د مرستې د حرمت فتوى ورکړه او وې ويل چې مسلمان ته په هېڅ حالت کې جواز نه لري چې له کافر سره مرسته وکړي.
وروسته يي د ايت الله لقب لاسته راوړلو چې دا لقب د شيعي مذهب هغو کسانو ته ورکول کيږي کوم چې د مطلق اجتهاد مرحلي ته رسيدلي وي او کولى شي له قران او سنت څخه د احکامو استنباط وکړي ، د محمد حسين فضل الله فتواګانې په کتابي بڼه هم ليکل شوي ټول دري جلدونو کي دي.
بلاخره محمد حسين فضل الله 74 کالو په عمر د جولاي په څلورمه لدي فاني نړي څخه سترګي پټي کړي.
3. احمد العسال:
پيژندل شوي داعي مصري عالم د اخوان المسلمين يو له فعالو ځوانانو څخه وو چې په کال 1928 د مي د مياشتي په 16 د الفرستق په کلي کي زيږيدلي وو په ماشومتوب کي يي بشپړ قران حفظ کړي وو.
د بطنطا په مدرسه کي يي له دکتور يوسف القرضاوي سره پيژندګلوي شوي وه تر دي چې په کال2010/07/10 يي کي ورسره د ابد لپاره وداع وکړه او د جنازي لمونځ يي علامه يوسف قرضاوي ادا کړ.
دکتور احمد العسال د شريعاتو له پوهنځي څخه په کال 1958 ز کي فارغ شو او د پخواني شيخ الازهر په دفتر کي په دنده وګمارل شو او په کال 1968 کي په لندن کي د کامبرج له پوهنتون څخه يې خپله دکتورا په اسلامي فلسفي کي لاسته راوړه.
استاد عسال د دکتورا له فراغت څخه وروسته لانديني دندي سرته رسولې وې:
په سعودي عربستان کي د امام محمد بن سعود د پوهنتون د اسلامي فرهنګ رئيس د 1970 څخه تر 1984 او د همدي پوهنتون د دعوه والاعلام د پوهنځي رياست يي دنده ترسره کړيده تر کال 1984 پوري او وروسته لدي د اسلام اباد د نړيوال اسلامي پوهنتون  استاد بيا مرستيال وروسته د پوهنتون رئيس له رياست ځيني وروسته د همدي پوهنتون مشاور وټاکل شو.
4. عبدالمنعم  احمد تعليب
مصري فقيه د قرانکريم د معاني په ترجمه کي خورا مشهور عالم دي د قرانکريم په ژباړي باندي نورو ژبو ته ډير زيات کار کړيده په همدي لړي کي يي د قرانکريم د تفسير دائره المعارف هم جوړ کړيدي چې نوم يي (فتح الرحمن في تفسير القران).
لسګونه کتابونه او مختلف بحثونه يي ترتيب کړيدي چې همدا بحثونه يي د يو ځانګړي کتاب په شکل هم چاپ کړي دى د قرانکريم يو تفسير يي ليکلي چې نوم يي (قبس من آيات الجلال و البرهان) چې دا تفسير يي په څلورو غربي ژبو او درې شرقي ژبو باندي ژباړل شويدي.
په دعوتي برخه کي يي هم يو کتاب ليکلي چې عبارت دي له اقدس المطالب القرانيه چې د اخوان المسلمين په دعوتي حلقو کي ترينه ډيره استفاده کيږي.
ددي تر څنګ شيخ احمد تعليب د راديو له لاري هم ډير درسونه ورکړيدي چې ددي درسونو په سلسله کي د سعودي عربستان په راديو کي د نور الايمان په برخه ځلانده برخه درلوده.
تر دي چې شيخ عبدالمنعم د مي په ديرشمه د 83 کالو په عمر لدي فاني نړي څخه رحلت وکړ.
5. عبد الصبور شاهين
شيخ عبد الصبور شاهين د مصر د قاهري د ښار د عمرو بن العاص د جامع مسجد خطيب وو د ده شخصيت لدي څخه ښه ښکاري چې د خلکو په زړونو کي يي ځانګړي ځاي درلود او شيخ به هر کله دا ويل چې د عالم ځاي د ده د کور د ديوالونو تر منځ نده چې هلته په ارامي سره شپي او ورځي سبا کړي.
ښاغلي شاهين زيات تاليفات لري چې لدي څخه ځيني مشهور يي دا دي ( ابي ادم) ، (مفصل لايات القران) په لسو جلدونو کي او تر ټولو مشهور يي چې پدي وروستيو کي ليکلي وو هغه د (نسآ ورا الاحداث) چې دا هم په لسو جلدونو کي وه ددي تر څنګ استاد د قاهري په پوهنتون کي د استادي په صفت کي دا پاکه او ستره دنده سرته رسوليده وروسته بيا د فهد په پوهنتون کي استاد شو.
بلاخره استاد عبد الصبور شاهين د 82 کالو په عمر د 2010 کال د سبتمبر په 26 کي وفات شو.
6. مصطفي التريکي
د اسلامي نړي او ليبيا يو له نامتو علماو څخه وو چې په کال 1929 کي زيږيدلي دې لومړني درسونه يي د مدينه مصراته الليبيه کي کړي وروسته د لوړو زده کړو لپاره د الازهر پوهنتون ته لاړو او هلته يي په کال 1951 کي د شريعاتو په پوهنځي کي داخله واخيسته او د قضا په څانګه کي يي تخصص واخيسته دده له مشهورو استادانو څخه شيخ محمود شلتوت چې د ازهر شيخ وو او الدکتور مصطفي الحفناوي.
وروسته بيا استاد التريکي د اصول الدين د پوهنځي رئيس د محمد بن علي السنوسي په پوهنتون کي دکال 1962 څخه تر 1972 په همدي دنده کي پاتي شو.
استاد التريکي وروسته بيا په حرمينو شريفينو کي ځيني حلقي پرانستلي چې بلاخره په کال 2010/10/15 کي د ورپيښي شوي ناروغي له کبله جرمني هيواد ته ستون شو چې د رمضان په مبارکه مياشت کي هملته وفات شو.
7. محمد عبده يماني :
دده له مشهور کتابونو څخه (علمو اوالادکم محبه رسول الله ) دې د سعودي د اطلاعاتو او کلتور وزير پاتي شويدي د اسلامي ويښتابه په اړه يې زښتې زياتې ليکنې کړيدي.
په همدې لړۍ کې استاد محمد عبده يماني 35 کتابونه ليکلي چې ډېر له دغو کتابونو  څخه يې د اسلامي ويښتابه په اړه تاليف کړيدي چې په دې برخه کې يې ځينې په انګليسي ژبه ليکلي دي چې دغه ليکنې اکثره په ټولنېزو دينې څانګو کې دې.
بلاخره محترم استاد په کال 2010 د نومبر په دوهمه د 72 کلو په عمر وفات شو.
8. عبد الرحمن الجيلالي
په کال 1908 کي د عبدالقادر جيلالي په کور کي زيږيدلي دي. 
شيخ الجيلالي نه يواځې يو ديني عالم  بلکي يو ستر تاريخ پوه هم پاتي شوي وو چې د الجزائر سترو مفتيانو څخه شميرل کيدي.
استاد د خپل د عمر زياته برخه د علم په خدمت کي تيره کړيوه او د فرانسوي استعمار په ضد يي له خپلو ملګرو سره فعاليت کاوه او په کال 1987 کې يې د الجزائر ملي مډال د هغه وخت له رئيس جمهور څخه تر لاسته کړ.
شيخ عبدالرحمن الجيلالي د 103 کالو په عمر د الجزائر په پلازمينه کي لدي فاني نړي څخه رحلت وکړ.
9. عبدالعزيز احمد اسماعيل:
استاد په کال 1942 د مصر د قنا په سيمه کي چې جنوب کي پرته د ه پيدا شوي وو.
د استاد عبدالعزيز احمد اسماعيل يو له مشهورو مفسرينو څخه وو چې د تفسير الميسر نوم د ده د پيژندګلوي لپاره کفايت کوي چې دا تفسير يي په ډيره اسانه ساده او روانه عربي ژبه ليکلي دې.
تفسير الميسر يي په ديرشو کلونو کي ليکلي ده چې دا تفسير يي په دري مختلفو هيوادونو کي مصر، سعودي او اردن په هيودونو کي ليکلي دې چې د ملک فهد مطبعي لخوا چاپ شوى.
استاد اسماعيل د لومړي ځل لپاره قسما اللقرات برخه د امام سعود په پوهنتون کي سرته ورسوله او لدي وروسته يي د ازهر په لور سفر وکړ او هلته يي د قرانکريم  د اعراب په برخه کي د ماستر او دوکتورا لوړي زده کړي سرته ورسولي.
چې پدي برخه کي استاد نوري ډيري ليکلي وکړي چې د کتابونو شمير يي له سلو څخه اوړي.
او وروسته بيا د همدي پوهنتون د تفسير او فقهي په برخه کي هم استاد پاتي شو وروسته د 68 کالو په عمر يې لدي فاني نړي څخه رحلت وکړ. 
10. نوح القضاه:
نوح القضاه د اردن له مشهورو علماو څخه دي د نوح سلمان القضاه زوي چې د اردن د ملکي او شاهي حکومت پخواني مفتي پاتي شوي وو او د اردن يو له سترو شخصيتونو څخه شميرل کيده.
نوح القضاه د اردن د ملکي او شاهي پوځ مفتي پاتي شوي وو چې ددي تر څنګ يي د فوځيانو لپاره يوه اسلامي تربيت ګاه پرانسته د وخت د اميره په نامه.
په کال 1996 څخه تر  2001ز کي د اردن د هيواد لخوا د سفير په توګه ايران ته ولاړ په کال 2007 کي يو ځل بيا د خپل د پلار په څوکي کيناست او د اردن د هيواد مفتي عام وټاکل شو.
او بلاخره د 2010 ز کال د ديسمبر په 19 وفات شو.
(١). ځنو متشدد شيعه ګانو له ځان څخه داسې يوه کيسه جوړه کړې چې يوه ورځ حضرت عمر رضي الله عنه د فاطمې رضي الله عنها کور ته ولاړ په داسى حال کې چې على کرم الله وجه هم کور کې و او د هغې حمل يې په ور وواهه او محسن يې د مور په گېډه کې مړ کړ چې حسين فضل په داسې او دېته ورته موضوعاتو کې له دوي سره نه و.